حقیقت، نصیراحمد څپاند: فساد او (فاسد چارواکې)

څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږپه هیواد کې ورځ تربلی خپلی ریښې غزوی او پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه  پدېده اوافت اخته دی.او هرڅوک دولسمشرنه نیولی ،والی، وزیر، وکیلان ، قاضيان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری دفساد ناري وهی.حتاپخوانی ولسمشر کرزی فرمایلي وو:« پیسې چې پټوﺉ بهر ته یې مه وړﺉ بلکې دلته پرې کور جوړ کړﺉ.» دې خبرې ته نغوته وشوه خو عملی کار پکې ونه شو. د نړیوالې ټولنې ملیاردونو ډالرو افغانستان جوړوای شوای خو فساد یی مخه ونیوله.زمونږهیوادوال او یوشمیرکارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د ملیونو ډالرومرستوله مصرف سره سره، داهیواد داداري فساد په ګودال ډوب دي، فسادیوله هغومشکلاتواوستونروڅخه دی چی زمونږ دهیواد وګړی، حکومتی ارګانونه اواداری ورسره لاس او ګریوان دی. هغه چی وایی چرته چی اداره ده هلته اداری فساد دی فساد د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی عایداتی سرچینی یی تالان وی او حکومتی سیستم زیانمن کوی. دیوهیواد د نا کراریو دلاپراخیدواود اقتصادي پرمختګ په وړاندې د لوی خنډ سبب ګرځي.ګرانو هیوادوالو مخکی له دی چی په هیواد کی دموجوده فساد په هکله خبری وکړو غواړم دپوهانو له نظر فساد څه شی دی  تعریف کړو ،ترڅو زمونږځوان نسل دغه  شومه پديده اوناوړی عمل لا ښه وپیژنی او ځان ورنه وژغوری.

 

فساد څه شي دي؟

 دترانسپرنسی انټرنیشنل اداره ،فساد هغه څه ته وایي چه دورکړل شوی قدرت نه دخپلوشخصی ګټو په منظور استفاده وشی او په ورسپارل شوي کار کې تر70٪سلنه کمې چارې ترسره کړي او یا ورسپارل شوي مصارف ونه کاروي.

 مونتیسکو وایي: فساد یعنی دیو ښه نظام انحراف او دیو شیطاني نظام جوړیدل ، له فوانینو او اشولو سرغړونه هم فساددۍ.

 دموقف څخه  ناوړه استفاده اوګټه اخیستل  دیو فرد، ډلې یاسیاسي ګوندپه ګټه دعامه ادارې بدلول هم فساد دی. دپیسو په وړاندې غیرقانوني اجرآت (رشوت)، دعامه شتمنۍتوتالان(اختلاس) دخپلوانومقررول( صوابط په روابطو بدلول)، بې کفایتي ، دمجربو کدرونو او مسلکي پوهې نشتوالی،ټیت شخصیت (ناوړه کرکتر) ټول دفساد ډولونه دي.

 

 د فساد معنی او مفهوم :
فساد په لغت کی ویجاړولو، ګنده ګی او تباهی او په مفهوم کی ویجاړونکی اوماتونکی پدیدي څخه عبارت دی چی د هغی پواسطه یوشی ماتیږی، کیدای شی چی دا ماتیدونکی شی اخلاقی ارزشونه وی، یاهم ټولنیز اساسات وی یاهم اداری اصول وی.

 فساد هغه پدیده  ده نړیوال بانک فساد په لاندی ډول تعریفوی:
ددولتی صلاحیتونو او امکاناتو او عمومی قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی او خصوصی منافعو د تامین لپاره عبارت دی له اداری فساد څخه.
د ویبستر Webster د لغاتونو قاموس اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد عبارت دهغه نامشروع ورکړی(تحفی) څخه دی چی یو شخص ته ددی لپاره ورکول کیږی چی د خپل ورسپارل شوی وظیفی څخه تخلف وکړی.
د نړیوال شفافیت سازمان اداری فساد داسی تعریفوی:
د ورکړل شوی صلاحیت او قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی منافعو د تامین لپاره.
سامویل هانتینګتون بیا اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد د عامه اداری د کارکونکو هغه رفتار ته وایی چی دخپلو شخصی او خصوصی منافعو لپاره منل شوی اصول او قواعد تر پښو لاندی کوی. (محمد ظهور پوپلزی لیکنه (

 

داداري فساد عوامل :

 په خواشینی سره باید ووایوو چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی له پیړیو راهسی بی وزلی ، سیاسی او نظامی کړکیچونو ترڅنګ دځوانانو اوزګارتیا حاکمه ده ،همدارازپه نوروپوری تړلی اقتصاد، د مادیاتو رواجول ، ملي ګټوته ژمن سیاسی ګوندونونه شتون، په اداراتو کی دشفاف مالی، لوژیستیکی سیستم اودمتوازنه معاش او ترفعیاتوورکولوترڅنګ په اداراتو کی دمکافاتو او مجازاتو سیستم نشتون سره دمسولیت  ترڅنګ صلاحیت ورکول چی ددی اصل څرک هم نه لېدل کیږی او نه په پام کی نیول شوی ، دمعاشاتو دویش غیرعادلانه سیستم (یوته په ډالرو معاش ورکول کیږی او بل ته په افغانیو او یو بل ته  دCBRمعاش اویا هم Super skillدمشاورانو خواستثنایی مسله ده همداراز په اداراتو کی ضوابط اوروابطو ته ترجه ورکول او داستخدام اوګمارنې ناقص سیستم  په مقررې او برطرفې کې د شایسته سالار نظام نه شتون په ورسپارل شو چاروکی بی تفاوتی ،د بروکراسي نظام ټینګښت له رسمي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده کول ، تخصصي چاروکې دمعلوماتو نشتوالي او دمهارت ټیټوالی، قانون نه پلي کیدل او هغه حوک جی دفساد اومفسیدینو پر ضد مبارزه کوی دحکومت لخوا ډیر زر په کور کېښنول کیږی او له دندی شړل کیږی چه ښه مثال یی دننګرهار ولایت دملی امنیت ریس چی خلکو او ملي ګټو ته ژمن شحصیت ودفساد پرضد مبارزه اود هغه لخوا دمفسېدینو نیول او دحکومت لخوایی په  ځای ددی چی ملاټړی وشی په بیړه سره له دندی لری کول ، دهمغږی نشتون والی دیوبل په چاروکي دبیلا بیلوارګانونو مداخله په اداری تشکیل کی غیرضروري زیاتوالی او کموالی بهرنېوهیوادونو ته دکدرنو تګ او دمغزونو فراراو سیاسی فشارونه دفساد عمده او اساسی عوامل  شمیرل کیږی.

 داداری فساد مخنیوی:  که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه واخیستل، نوموړي د افغانستان د جمهور ریس په توګه د ټاکل کیدو په لومړیو کې د کابل بانک د ستر مالي فساد د دوسیې د څیړلو فرمان صادر کړ، په دې برخه کې ځینې کارونه ترسره شول، د کابل بانک  له پوروړو څخه ډیر پورونه بیرته ترلاسه شول. حکومت ، ولسونه ،ملی شخصیتونه او دینی علما د خلکواو ولسونو تر څنګ دولتی مامورینو ته عامه پوهاوي او سیاسی پوهه ورکول، همداراز هغوی ته دسالمې ادارې اصول ورو پيژندل، دهغوی دپاک ضمیراو وجدان راویښول، دمدني ارزښتونو معرفي او ترویج، ملی ګټو ته دژمنتیا ،له ټولنی ،بشریت او هیوادسره دمينې او وفاداری روحيې پیاوړي کولو،دشکایتونواوریدل ، په نورانتقال کولو ترڅنګ پرځان دانتقال منلو فرهنګ دودول ، داخلی نظارت ، دوړتیا په نظرکې نیولو ترڅنګ د مدیرانو اوهمکارنو ترمینځ دغروراو عزت نفس پیاوړي کول. په اداراتو کی دضوابطو او روابطو پرځای وړکدرونو ګمارنه اوکاراهل کارته سپارل  تعلیم یافته ،صادقو او تجربه دارو اشخاصو استخدام هم د اداري فساد په له منځه وړلو کي مثبت رول لوبولې شی، ددیموکراسی له ټولو اصولواو پرنسیپونو څخه پرځای او مثبته استفاده کول.،ځوانانوته دروزګاراودندوزمینه برابرول.د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کي فعالیت کونکې اداروهمږغي کول. ددولت لخوا سیاسي، ټولنیزاو اقتصادي شرایطو ته په کتو داسي میتودونه ،طرحو او استراتیژی  جوړول چی د اداري فساد په له مینځ وړلو کی ګټور وی.

 په نړۍ کی هغه ملکونه چی تر ټولو پکی اداری فساد زیات موجود دی ، د جنوبی آسیا یو شمیر ملکونه دی او افغانستان په نړۍ کی دریمه درجه ملک دی چی پکی اداری فساد زیات دی.

 د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې موجود اداري فساد د مخدرو موادو قاچاق ته لاره پرانیزي او افغانان دې ته اړباسي چې د طالبانو خواته ورشي او دا دوه خبرې په دې هیواد کې د بې ثباتۍ عمده سرچینې دي.

 د اسیا فونډیشن موسسې دیوی د نظر پوښتنې په نتیجه کې وویل چې د افغانانو لپاره د تشویش وړ دریمه ستره مسله داداري فساد موجودیت دي. د دې سروې پراساس، افغانان د طالبانو له حملو، بې کارۍ او د اداري فساد له موجودیت څخه تر بل هرڅه ډیر ځوریږي.


په کال2013 کی د فساد او مفسدو ګیدړانو پرخلاف دچین مبارزه:

 پنځه کاله وړاندي دچین حکومت دمفسد چارواکو چي په فساد کې ښکېل واو بهرملکونو ته په تیښته  کې بریالی شوو دملي امنیت وزارت لخو ا دفساد په ضدد ((ګيدړدښکار عملیات )) په نوم عمليات د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو کې پیل کړل چی تراوسه 1.3 میلیونه فاسد چارواکي نیولی دی  حتی ددغه هېواد په مشهور او لوی ښار چونګ چينګ کې د کمونېست ګوند مشر سون جينګچای هم د فساد په تور نیول شوي دی نيول شويو کسانو لويه برخه په ايټاليا، يونان او بلجيم هیوادونو نه وو. کله چی پینګ په کال2013 زیږدیزکال کی واک ته ورسیدو دفساد پرضد یی جدي مبارزه پیل کړه او ژمنه یی وکړه ترهغه به یی مبارزه دوام ولری ترڅو دفساد جرړې یی ایستلی نه وي. (مسیرورځپاڼه)

 

سعودی هم د مفسدو ګیدړانو پرخلاف هم مبارزه پیل کړه.

 په سعودي عربستان کې د فساد ضد مبارزې جرګه ګۍ په غوښتنه د دغه هیواد ۱۱ شهزادګان، څلورد اوسني حکومت او په لسګونو پخواني وزیران نیول شوي دي. العربیه تلوېزون وايي، دا تورن کسان د محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې پېژندل شوی سعودي میلیاردر ولید بن طلال هم شته چې په سیاسي ډګر کې هم مطرح کس دی. د اسامه بن لادن د ورور او په ریاض کې د بن لادن د مالي بنسټ د مشر نوم هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی. له بلې خوا د سعودي دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هیواد پاچا سلمان د ملي ګارډ مشر شهزاده متعب بن عبدالله او امیر البحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لرې کړي دي. شهزاده متعب د پخواني پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده. محمد بن سلمان د سعودي عربستان ځوان ولیعهد دی، په دغه هیواد کې یې د سمون هڅې پیل کړې دي. شهزاده محمد بن سلمان چې د دفاع وزیر هم دی، اوس د دغه هیواد پر ټولو امنیتي ځواکونو واک لري.

 دچین او سعودی هیوادنو دفساد او مفسیدونو پرخلاف میارزه ته په کتلو سره چون زمونږ هیواد هم دفساد دناوړپدیده سره مخ دی باید زمونږ هیواد کې هم باید فاسدو ګیدړانو دنیولو لپاره ((دفاسدو ګیدړانودنیولوعملیاتو)) ترعنوان لاندي یوه جامع مبارزه ته اشد ضرورت دی ترڅو زمونږ ټول دولتی واحدونه ، ارګانونو او عایداتی سرچینی تري پاکی او په امان کې شي او همدارنکه هغه فاسد ګیدړان چی دولتی مځکی ،دخلکو عامه شتمني یی لوت کړی همدارنګه هغو مفسدو ګيدړانو چی په ملی هویت تذکرو کې دافغانیت او اسلامیت دکلمو سره حساسیت ښودلې او  پرخلاف رایه ورکړي . همدارازدکابل بانک او دملی اردو دسرتیرو داعاشه ، اکرامیه ،معاش او دتقاعد  یی لوټ او غلاکړی او خپلې شخصي ګټې یی ملي ګټونه غوره ګڼلې، د ملت شتمني یې لوټلې، له خپلې دندې یې ناوړه ګټه پورته کړې په دولتی ادارو کي یی په ښځنو جنسي تیری او یا جنسی زورونه کړی او د خپلو شرمناک اعمالو د پټولو لپاره یې بیلابیلې لارې کارولې دي دبیت المال پیسې یی بهرملکونو ته وړی ونیول شی او دقانونو منګولوته وسپارل شي.

 پايله: په پایله کي دا ویلي شو، چي فساد هغه ناروا شومه پدیده ناوړي عمل اوکړنه ده، چي په یوه ټولنه کي منل شوي ملی ارزښتونه،اوملي ګټۍ، اقتصادی ، ټولنیز پرمختګونه او بنسټونه ویجاړوی او ځای یې وحشت، تباهی ،بیوکراسی،انارشیزم او کړکېچونو او بهرینو هیوادونو فرهنګی یرغلونو او سیاسی مداخلو ته پریږدی.

 زمونږ ګرانه  هیواد فغانستان د پرمختګ په حال کې یو هیواد دی او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت بایدهڅه وکړی چه د هیواد د اقتصادي بنسټونو د پراختیائی پلانونو د طرحی او تطبیق له لاری د خلکو د سوکالی اوهوسا ژوندانه لپاره زمینه برابره کړی.اوهمدارنګه دفاسدو ګیدړانو سره دمبارزه په خاطر یوه جامع برنامه او کړنلاره جوړه کړی ترڅوټولنه دمفسیدینو څخه پاکه کړی.

 دا موخه هغه وخت ترلاسه کیدای شی چه د یوی ښی او له فساد  څخه پاکې حکومت والی زمینه را مینځ ته راشی او دا نه یوازې د افغانستان د دولت موخه ده بلکه د فساد په ورکېدو کي مهم رول خپله افغانان او تر څنګ یې د حکومت رهبري  نړېوالې ټولنې په مرسته لوبولی شی تش په شعار نه کیږی او نه شعاری مبارزه دحل لاره ده  بلکي عمل غواړی  ترڅو دا  شومه او ناوړي پدیده له منځه ویوړلی شی.

  سرچیني او اخذونه:

 بی بی سی ویبپاڼه

 مسیر ورځپاڼه

 ټول افغان

 اداره اومنجمنت دټولو لپاره کتاب(د خان اغا شینواری ژباړه)