حقیقت، نصیر احمد څپاند: د ځوانانو د بي روزکارۍ عوامل

په گران هېواد کې د موجودو ستونزو تر څنگ ، يوه هم د ځوانانو د وزگارتيا ستونزه ده چې له تيرو څو کلونو زموږ ځوانان ورسره مخامخ دي . دا ستونزه ورځ تر بلي زياتيږي او د نړيوال بانک د تازه رپوټ پر اساس ، په هېواد کې د ۱۶ ميليونه خلکو په شاوخوا کې د کار ځواک شته چې له دي جملي يوازي ۳ ميليونه افغانان روزگار لري او پاته ۱۳ ميليونه هېوادوال يا کوچني او يا هم هيڅ ډول دندي او روزگار نه لري . د کار نړيوال سازمان يا ILO وايي چې گڼ مسلکي ځوانان يا نيمه ورځ کارکوي او يا هم په غير مسلکې کارونو کولو اخته دي . رپوټ زياتوي چې په نړۍ کې د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو پوري د ځوانانو د بي روزگارۍ کچه تر ۱۳ سلني پورته شوي . د داسي ځوانانو شمير په ټوله نړۍ کې تر ۷۵ ميليونو تنو پوري رسيږي چې کار نه لري . په ترتيب سره په منځنې خټيځ کې ۲۶،۵ سلنه او په شمالي افريقا کې ۲۷،۹ سلنه د ځوانانو د وزگار تيا کچه لوړه شوي ده . په هسپانيا کې د ۲۶ کلنو څخه په ټيټ عمر ځوانان سم نيمايي بيکاره دي

 زموږ هېواد افغانستان کې د بي روزگارۍ عوامل زيات دي ، اما زه يي څو مهمو عواملو ته په لاندي توگه گوته نيسم

 ۱- افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د ځوانانو له پاره د کار پيدا کولو يوه جامع ستراتيژي او پلي کېدونکی پروگرام جوړ کړي

 ۲- په ادارو او کار ځايونو کې د پوهي ، مسلک او اړتيا پر بنياد نه ، بلکه د روابطو ، بډو ورکولو ، واسطي او نورو ناوړه لارو چارو پر بنسټ د دندو او حرفو ويشل چې ستر فساد يي زيږولی

 ۳- د هغو پروژو او پلانونو نه بشپړول چې ځوانانو ته د کار پيدا کولو لامل گرځې . له دي کبله انکشافي بودجه نه مصرفيږي او په غير مستقيمو لارو د دولتي مافيايي کړيو جيبونو ته ځې.

 

دوزګارتیا اغیزی :

 ۱- د سياسي او اقتصادي کړکيچونو زياتوالی چې د انساني قاچاقو د ليږد مافيا ته زمينه برابرويچې ډيرئ ځوانان له هېواد څخه تيښتي ته زړه ښه کړي او په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو لرونکو ټولنو سره يو ځاي شی

۲- ځوانان د دي پر ځاي چې د وزگارتيا د عواملو د مالومولو په لټه کې شي ، په نشو کولو او د مخدره موادو په استعمالولو اخته کيږي . د دي پر ځاي چې دا فعال ځواک د ټولني ستونزي حل کړي ، په خپله د ټولني پر اوږو بار پريوزي

 ۳- بي روزگاره ځوانان د زياتو ستونزو د درلودلو له وجې زده کړو ، په تيره بيا لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي ، د مالي ستونزو له وجې خپل مالي مهارتونه نشي زياتولی .

 

 حل لاري څه دي:

 لمړی تر هر څه حکومت ته لازمه ده ، د ټولني د فعالي نيرو په توگه ځوانانو ته د کارموندلو موضوع د خپلو پلانونو اهمه موضوع وگرځوي . په خپله حکومت د دولتي سکټور په چوکاټ او د خصوصي سکټور د امکاناتو په رڼا کې ځوانانو ته د نوي پروژو د جوړولو په ترځ کې کارونه او روزگار برابر کړي .

 د دي له پاره چې ځوانانو ته زيات کارونه ومندل شي ، د زده کړو تر څنگ ځوانانو ته د لنډمهاله حرفوي زده کړو لکه رنگمالي ، نجاري ، وايرنگ کاري او نور کورسونه جوړ کړي . دا ډول زده کړي له يوي خوا کسبونه د عنعنوي بڼي څخه راوباسي او په عصري توگه يو لړ خدمات خلکو ته وړاندي کيږي او له بلي خوا کسبگر ښه عايد په لاس راوړی.

 د لنډمهاله کورسونو د اخستلو په لړ کې يو شمير ځوانان د خپلو مهارتونو د زياتولو په موخه عالي زده کړو ته مخه کوي او دا لامل په ټولنه کې د عالي زده کړيوالو شمير زياتوي چې د ټولني په فرهنگي کچه مثبته اغيزه کوي

 د حکومت او غير حکومتي سازمانونو په واسطه ځوانانو ته کارموندنه او حرفوي زده کړه ورکونه د دي سبب کيږي چې ځوانان د علاقي وړ دندي پيدا کړي او بهر ته د بي گټي مهاجرت څخه ډډه وکړي . افغان ځوانان په افغانستان کې د بهر په پرتله هوسا کار کولی شي . د هغه پوهه او تجربه ښايي کفايت وکړي چې يوه مړۍ ډوډۍ د خپل کور له پاره ځوان ومومي ، اما په بهر کې د زده کړي او په عموم کې د فرهنگي کچې د لوړوالي له امله ډيرئ افغان ځوانان په شاقه کارونو اخته کيږي چې ډير ځله د هغه په روح او روان بده اغيزه کوي .