حقیقت ، دوکتور حبیب منگل: سیاسي فساد او دهغه بیلګی او ناوړه پایلی

افغانستان داداری فساد ترڅنګ د سیاسی فساد په ګرداب کی هم د ډوبیدو په حال کی دی. سیاسی فساد؛ د سیاست مکیاولیستی کیدو او دسیاسی اخلاقو پرته سیاست کولو اود (قدرت - ثروت) مافیایی کړیو په لاس کی دواک تمرکز ته وایی. په ماکیاولیستی سیاست کی هدف وسیله توجیه کوی؛ پدی معنی چی دواک دترلاسه کولو؛ ساتلو اواعمال کولو لپاره هره وسیله که غیر شریفانه؛ ناروا او بده هم وی کارول کیدای شی او کیږی اوعمده ترین بیلګی وپایلی یی په ځانګړی ډول زمونږ په هیواد کی په لاندی ډول شمیرل کیږی:

 - د زور او زر؛ تهدید او تطمیع دسیسه او نیرنگ کارول؛ ناروار سیاسي معاملی؛ سیاسی رشوت ورکول؛ په دموکراسی تبارز؛ خو په عمل کی ددموکراسئ ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندی کول؛ په ټاکنو کی ناروا معاملی او زدوبندونه؛ تقلب او تخلف؛ د دولتی امکاناتو او منابعو؛ بانکونو او شرکتونو څخه ګټه اخیستل او واک ترلاسه کول. منفی پوپولیسم؛ خلکو ته وعدی ورکول او نه عملی کول.

  - قانون ماتونه؛ اداری فساد او دولتی اداره دواکدارانو او ددوي دکورنیو؛ خپلوانو او طرفدرانو په خدمت کی ورکول؛ اقتصادی - مالی فساد او دواکمنو سیاست والو او ددوي د پلوي اقتصادی او مالی الیګارشئ او مافیایی شبکو په ګټه دقانونونو وضع کول اویو ځای دطبعی زیرمو او دولتی ځمکو دغصب کولو لپاره زمینه برابرول او غصب کول او بی شمیره نور غیر قانونی او ناروا وسیلی دواک دترلاسه کولو او ساتلو او چلولو لپاره کارول.

 - سیاسی فساد او په سیاسی فساد اخته حکومتونو او حمکرانان، دموکراسی وژنی او دقانون واکمني له منځه وړی؛ دیوه اقلیت په لاس کس د قدرت او ثروت تمرکز او مافیا واکمنی را منځته کوی او خلک په اسارت؛ بی عدالتی او ستم محکوم کوی. دټولنی مطلق اکثریت بي وزلئ ته سوق کوی اودهیوادونو د سیاسی، آقتصادی، ټولنیزی او فرهنګی پراختیا او ودی مخه نیسی او هیوادونه او ملتونه دتباهیو پر لور سوق کوی. دسیاسی فساد اصلی قربانیان ملتونه او هیوادونه دی. خو تاریخ شودلئ چي په سیاسی فساد اخته او ککړ حکومتونه او واکمنان او سیاست وال هم په پای کي دولس دکرکی او حساب او ځواب ورکولو او دخپل فساد دتاوان ورکولو سره مخامخ کیږی.

 - زمونږ دولت او هیواد له بده مرغه دسیاسی فساد په کثیف ګرداب او ډند کی دډوبیدو په حال کی دی چی عمده ترین عوامل یی دسیاسی واک په جوړښت اوددولت په دمرکزی او محلی اداره کی د جهادی مافیایی کړیو دتسلط او نفوذ او دوام تشکیلوی. بنا پردی دا ملی او بیړنی اړتیا را منځته کیږی چه ددولت دننه او بهر ملی - دموکراتیک او مترقی ځواکونه لاس په لاس په یوه ستر ه جبهه کی سره متحد شی او دیوه قانونمدار؛ فساد ضد؛ دخلکو خدمتګار حکومت دایجاد له لاری دولتی اداره په سیاسی فساد اخته سیاست مدارانو او کړیو څخه پاکه کړی او هیواد او ولس د سیاسی فساد دافت څخه وژغوری.