دزمري ۲۸ زمونږ دګران هیواد افغانستان دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو د ورځی اوجشن سره سمون لری. پوره ۱۰۳ کاله وړاندی دافغانستان آزادی ِغوښتونکو خلکو او ملی اومترقی سیاسی ځواکونو دخپلواکی او مشروطیت؛ تجدد او ترقی غورځنګ اتلانو د سرښندونکی مبارزی او جد وجهد په بهیر کی دغازی شاه امان الله خان په رشادت او قیادت دافغان- انګلیس په دریمه جګړه کی دبریالیتوب په نتیجه کی دهیوادسیاسی خپلواکي بیرته ترلاسه کړه اودیوه دیوه خپلواک اوحاکمیت لرونکی ملي - مترقی دولت تهداب کیښود. اود عید ګاه په جومات کی ېې یوې ستري تاریخی غونډې ته دافغانستان دخپلواکئ داعلان په مناسبت دخپل حکومت دپروګرام اساسی ټکی په لاندی ډول وړاندې کړل:

-     د افغانستان دولت، دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو په شان دهیواد دننه اوبهر باید آزاد او خپلواک وي، دافغانستان ملت دهیواد دننه کامله آزادي لري اودهر ډول تیري اوظلم نه محفوظ دي اوخلک یوازې دقانون اطاعت باید وکړی اوبس. اجباري کار اوبیګار په ټولوبرخو کې منع اولغوه دی. زمونږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چه زمونږ ملت او مملکت وکولاي شي دنړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي. زه به دهیواد په چارو کې مشوره دخپل کار او حکم لارښود وګرځوم ‌» اماني دولت د افغانستان لپاره د (ځوانوافغانانو دمشروطیت دغورځنګ) دمرام او د علامه محمود طرزی د فکرونو څخه په الهام او پیروی لمړي اساسي قانون او ددولت پروګرام تدوين کړ، چه دهغه مفاد او اساسي کرښي په لادې ډول دي:

دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول، د ملي حاكميت داصل تامين او ددولت په چارو کې دولس ګډون، د هیواد والي «شهروندۍ» او ټولنیزې همپالنی داصل دتسجيل او ترويج پر مبنا دهيواد دټولو اوسيدونکو رسمي برابری او دهیواد والو د اساسی حقونو اوآزادیو تامین، د مرکزیت اوپه هيواد کې دوروڼو اوسيدونکو قومونودبرابري داصل پر مبنا دهيواد او ملت یوالۍ، دتجدد یا (مدرنیتی) دارزشتونو پر اساس پرمختګ او دټولنی هراړخیزه وده، دنوی او مدرنې قانون جوړونې پر اساس د سیاسی تاسیساتو او دولتي دندو ترسره کول او دحقوقي سیستم عرفی کول، دملي اوردوجوړل او دهيواد دفاعي قابليت لوړول، او دافغانستان دملي ګټو پر مبنا دمتوازنو نړیوالو اړیکو او خپلواک ملی سیاست پر مخ بیول. پدې ډول دزمري ٢٨ او د اماني دولت تاسیس دیوه ملي اومترقی انقلاب په څیر د پردیو دتسلط او کورنی استبداد څخه دافغان ولس دژغورنې او د خپلواکئ او ملي واکمنئ، ملي یووالي، مشروطيت او دموکراسۍ، آزادئ، برابرئ او دنوې او مترقي ټولنې ته دتيريدو په لارکې دافغانستان دخلکو دمبارزي او جهد وجهد الهام بښونکئ اودویاړه ډک پیل شمیرل کیږي. دا پداسی حال کی ده چه خپلواکۍ او آزادی هغه وخت ارزښت لري چه دفاع او وساتل شي دافغانستان خلکو «دافغان ځوانانو ملي، مترقي غورځنګ» په اوږده جدوجهد او بي ساري قرباني په نتيجه کې خپلواکۍ او ملی واکمني ترلاسه کړه او دشاه امان الله ترمشرئ لاندي ېې دلمړي خپلواک، مدرن او مترقي دولت اساس کیښود، خو له بده مرغه دغه ملي او مترقي دولت د هیواد دخإلواکی او پرمختګ ضد کړیو د بغاوت او شرارت له کبله چه دبهراو دافغانستان ددشمنانو له خوا تحریک او ملاتړ کیده داصلي عامل په توګه دوام ونه مونداو سقوط ېې وکړ.

اوس په کوم ځاي کي يو؟

واقعیت دادي چی دافغانستان دخپلواکی؛ مشروطیت او تجدد (مدرنیتی) او دیوه مدرن ملی – مترقی دولت دایجاد هدف او داعیه دستر خطر سره مخامخ ده او دهیواد په چاروکی بهرنی دخالت او مداخله ادامه لری اودولت ددی توان نه لری چه خپلې ملي ګټې په لازمه توگه وساتي اوبین المللی رسمیت ترلاسه ‌کړی او دافغانستان خلک په عمل کې په خپل سیاسی برخه لیک په پوره ډول ندي مسلط شوي او دسیاسی مشروعیت مشکل ندی حل شوی او دواک په جوړښت او دولتی اداره دقشری، ارتجاعی او افراطی کړیو د تسلط له امله دافغانستان دامانیِ ِغورځنک یا د هیواد خپلواکی؛ تجدد؛ مشروطیت او پرمختګ دملي او مترقی غورزنګ اهداف او دهیواددهراړخیز پرمختګ داعیه داده دسترو ګواښونو سره مخامخ ده.

 سیمه ایزاونړیوالی قوتونه چه هریو یی زمونږ په هیواد کې د ځانګړو او متضادو ګټو په لټه کې دي او خپلو موخو ته دهر ډول وسایلوڅخه کار اخلي؛ دافغانستان خپلواکي او ملی حاکمیت يي دګواښ سره مخامخ او محدود کړئ دئ؛ زمونږ هیواد ته دولتی تروریسم صدور همداسی دوام لري او القاعده او تروریستی ډلی په هیواد تلاش لري، څو په افغانستان ((دآسیا په زړه)) مسلط شی او په سیمه او نړئ کی خپلې موخو ته ورسیږي. په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې خپلواکۍ او آزادی دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني ديوه پياوړي، پايښت لرونکي او په ملي واکمنۍ متکي او ټولنيزې پرمختيا ته متعهد، حقوقي، مدني او پرمختللي ملی دولت او ولسواکی؛ تجدد او ړرمختیا په لاره کی دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی.

 نو څه باید وشی

 دهیوادونو او ملتونو تجربي ښې چه یو هیواد خپلواکي او آزادی د یوه ځواکمن ملی دولت (ملت – دولت) مشروطیت او ولسواکی؛ وړ زعامت اودولس په خدمت کې حکومتونه؛ سالمې دولتي ادري، ملي اردو اونظامي – امنيتي کارا دستګاه دموجوديت، دلوړدفاعي قدرت، غوړيدلۍ او ځواکمن ملې اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې ديپلوماسۍ، په صورت کي دفاع اوساتل کيږي. افغانستان او ددی هیواد اوسیدونکی د خپلواکۍ او آزادی او دهغه دارزښتونو او موخو دساتني او تامين لپاره بلقوه پوره انساني، مادي او معنوي امکانات اوزميني لري، خو يوازي ديوه پياوړي ملياو حقوقی دولت دجوړښت اودولسواکی د استقرارته په صورت کی، پورته دندي ترسره کولی شي. او داډول دولت به په افغانستان کې هغه وخت رامنخته شی او استقرارمومي چه په روانه سياسي مبارزه کې دهيوادآزادي غوښتونکي، تجدد پلوه، ملي، دموکرات او عدالت پلوه سياسي اوټولنيز ځواکونه، قطعي او پريکړونۍ بر ياليتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث تثبیت شي.

 داځواکونه په افغانستان کې په زياته اندازه وجود لري چه باید په یوه سیاسی ملی دموکرات ایتلاف کی سره يو شي او په مسالمت امیزه او مدنی مبارزه او قانوني ډول په روانه سیاسی مبارزه کی اغیزمنه برخه واخلی او په سیاسي وضعیت کی دارګانیک حضور دتامین او یو سیاسی بديل د رامنځته کولو له لارې د شاه امان الله خان غازی او مشروطت د غورخنګ ازمانونه اوهدفونه اودخپلواک، آزاد ولسواک، غوړيدلي، پر مختللي، پیاوړي اوسرلوړي افغانستان دجوړولو اویوی مرفه او عادلانه ټولنې دایجاد تاریخي او ملي داعیی په عملي کولو کې خپل هوډونه ترسره کړي.

 

 نیک مرغه دی وی دافغانستان دخپلواکی د بیرته اخیستلو ورځ او جشن!