حقیقت ، نصیر احمد څپاند: د ملي او ډموکراتو سیاسي گوندونو نږدې کیدل او یووالی د وخت اړتیا او غوښتنه ده

د افغانستان سیاسي پوځي پیچلی حالت، د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات، په تیره بیا د چوکیو د ویش پر سر ناندریو هیوادوالو ته نه جبیره کیدونکي صدمه رسولي ده. دولتي خدماتې سکتورونه او موسسي د بحران سره مخ شوي. امنیتي وضعیت زیات خرابه شوی او د هیوادوالو دوښمنان د خلکو تر دروازو رارسیدلي دي. ددولت نفوسو د کنترول ساحي محدودیږي، اداري او ټولنیز فساد خوریږي، اوسیدونکي په تیره ځوانان وزګار ګرځې، د اقتصادي ودي او پانګوني حالت مخ په زوړ روان دی. په داسي یو غیر معمول حالت کې ولسمشر او ولسکشر د ستونزو په کمولو کې بي وسه ښکاري. سیاسي ګوندونه د بي تفاوتۍ په سترګو حالاتو ته ګوري او د خلکو د خلاصون اړوند نوښتونه نه کوي. ډیرئ ګوندونه او سازمانونه په فرکسیوني، ژبني او سمتي ناروغیو اخته دي، د هیوادنیو ګټو پرځاي ګوندي او شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي. د سلیقوي او ځان غوښتونکو چلندونو له وجي، ان د هغو ګوندونو او نهادونو تر منځ د نږدیوالي او یووالي اراده کمزوري ده چې تقریبا ورته برنامي او اساسنامي لري. له دي کبله ګوندونه په افغاني ټولنه کې کمزوری رول خپلوي او له بده مرغه د توتالیتار، یکه تازه او معامله کوونکو سیاسي کاروباریانو بازار تود شوی. د سیاست په داسي خچن ماحول کې افغانان د هېواد په تنکۍ او هره شیبه ماتیدونکي ډموکراسۍ باور نه کوي. که غواړو چې په اوسنې زمان کې د یوازیني سیاسي سیستم په توګه ډموکراسي ولرو، باید ډموکراسي بچ کړو. له دي کبله د افغانستان سیاسي هغو ګوندونو او سازمانونو ته چې افغانستان او د هغې خلک ورباندي ګران دی خواست کیږي چې خپل ټول سلیقوي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافاتو او نورو منفي مظاهرو ته د پاي ټکی کیږدي، د وطن د ملي ګټو د ساتلو او د هیوادوالو څخه د دفاع او د بهرنۍ لاسوهني د مخنیوي په واحد محور سره راټول شي.

 په اوسنیو شیبو کې چې مافیا د هري چاري واګي په خپل کرغیړن لاس کې نیولي او د افغانستان د خلکو په ستوني فشار اچوي؛ هیوادوال د وطن ګوند، حزب متحد ملي افغانستان، د وطن د ترقۍ ملي ګوند، د افغانستان د خلکو ګوند، د افغانستان د سولي د ملي مدافعینو ګوند، د افغانستان د ملي یووالي ګوند، د افغانستان د سولي د غورځنګ ګوند، د افغانستان د خلکو ډموکراټیک ګوند، د افغانستان د ملي تحریک ګوند، د حق او عدالت ګوند او افغان ملت ګوند ته سترګي اړوي چې ښایي هغوي د دوي د عذابونو په راکمولو کې مرسته وکړي. له دي کبله په تاسو غږ کیږي چې د غفلت د درانه خوبه راپورته شئ، خلک او ولس ستاسو مرستي ته اړ دي! که ستاسو ځواب هو وي، بیا راودانګئ د وطن د لوړو ګټو د خوندي کولو په نامه یو محور پیدا کړی، سره نږدي شئ او یووالی وکړئ او یو لوي سیاسي وطني ځوځښت په لاره واچوئ. د کار یو کوټلی او پلي کیدونکی پروګرام تر لاس لاندي ونیسئ چې له یوي خوا افغان وژنه او ورور وژنه بنده شي، له بلي خوا بهرنۍ لاسوهني ته د پاي ټکی کیښودل شي. هېواد د ډموکراسۍ په لور ډاډمن ګامونه واخلي او د مافیا د اوسنیو کمیشنکارانو مخه بیخي ډب شي. بي له قوي ګوندونو او د هغوي د حکمت عمل څخه ماسیوا په لاس راغلي ارزښتونه نه شي خوندي کیدلی او نوي ارزښتونه نه شي ایجادیدلی. ډیر طلایي چانسونه ضایع شوي او ښه فرصتونه له لاسه تللي، اما بیا هم ناوخته نه دی. که لږ نور وخت پر تاسو واوړي؛ واورئ اوسني کادري او ټولنیز امکانات له لاسه ورکوی او د بي باورئ په فضا کې د ځوان نسل ټوکیدونکي توکي هم ستاسو له لاسه وځې. هله به هم دین او هم دونیا دواړه له لاسه ورکړئ.