دافغانستان قضیه او جګړه دسیاسی قدرت؛ دولت اود سیاسی نظام دڅرنګوالی په سر دهیواد دمختلفو فکری - سیاسی جریانونو اواړخونو دمبارزی او (۴۰) کلنی منازعی څخه رامنخته شوی اوادامه لری او پدی نزاع کی دشاملو (۴) اړخونو د مصالحی؛ روغی جوړی او په قضیه او منازعه کی دشاملو منطقوی او نړیوالو اړخونو داجماع او تفاهم دتامین او لاندی لار نقشی له مخی په اساسی ډول حل کیدای شی:

 

۱ - دملګرو ملتونو دامنیت شورا ترمشری او نظارت لاندی په وروستیو څلورولسیزو کی درامنخته شوودولتونو اوسیاسی نظامونو داړخونو یعنی د افغانستان (ددموکراتیک یا جمهوری دولت؛ اسلامی دولت؛ ا سلامی امارت او داوسنی اسلامی جمهوری دولت) د استازو په مساوی ګډون په کابل کی دسولی او ملی مصالحی یوکنفرانس یا جرګه راوبلل شی.

 

۲- پدی کنفرانس یا جرګه کی دسیاسی واک دحل په یوه انتقالی میکانیزم توافق وشی او دهغی له مخی دغیر جانبدارو اوعتبار وړ سیاسی او اجتماعی شخصیتونوپه ترکیب د یوه کال لپاره یو انتقالی اداره یا حکومت را منخته شی اودا حکومت یوه اضطراری لويه جرګه را وبولی او د هیواد داوسنی اساسی قانون دلاندی ارزښتونو؛ احکامو او اصولو یعنی «د لــوی خــدای پرسـپيچلی ذات ټینګ ايمــان او د اسلام په سپيڅلی دين اعتقاد؛ دملي قبول شوو ارزښتونو ساتل، د تيرو بې عدالتـــيو او ناخــوالــــو پـه درك اوهېــواد ته راغليــو بــې شميـره مصيبتونو ته په پـــــاملرنه؛ پــه دې درك ســره چـــې واحـــد او يـــو مـوټئ افغانسـتان ددې خـاورې پـ ټولـو قومونو او خلكو اړه لري؛ دافغانستان دملي یووالي ساتل او ټینګتیا، خپلواکۍ، ملي حاکمیت تامین او تحکیم؛ دخاورې بشپړتيا؛ د خلکو دارادې او دموکراسئ پر اساس د یوه نظام تاسیس، د ظلم، استبداد، تبعیض او تشدد او دټولنیز عدالت پر اساس دیوې مدني ټولنې ایجاد، دانساني کرامت او حقونو ساتنه او د بشری حقونو دنړیوالې اعلامیې رعایت؛ دهیواد د امنیتی سیاسي، ټولنیز، اقتصادي اودفاعي بنسټونو پیاوړتیا؛ اوددې خاورې داوسیدونکو لپاره د مرفه ژوند او دژوند سالم محیط تامین؛ دملګرو ملتونو د سازمان دمنشور رعایت اوپه نړیواله کورنئ کې دافغانستان وړ ځای تثبیت» له مخی ددولت او سیاسی نظام دځرنګوالی مسله حل کړی.

 

۳- انتقالی حکومت د اساسی قانون له مخی او نړیوالی ټولنی دنظارت لاندی آزاد او عادلانه؛ سالم او معتبر؛ سراسری او عمومی انتخابات ترسره او واک انتخابی حکومت ته انتقال کړی اوپد ی ډول دواک او ددولت اود سیاسی نظام دڅرنګوالی په سر (۴۰) کلنی منازعه اوپه هیواد کی جګړه ته دپای ټکی کیښودل شی.

 

۴- نوی دولت اودهغه انتخابی حکومتونه دهیواد داساسی قانون دارزښتونو؛ اصولو او احکامو له مخی دیوه ځواکمن ملی دولت دجوړولو دهیوا د ملی حاکمیت؛ سیاسی استقلال دتامین او ساتنی؛ دملی یووالی دټینګتیا؛ دواقعی دموکراسی استقرار؛ دبشری او دخلکو داساسی حقونو؛ دازادی؛ برابری او ټولنیز عدالت دتامین د هیواد د اقتصادی؛ اجتماعی او فرهنګی پراختیا او دیوه آزاد اومستقل؛ دموکراتیک او امن؛ مترقی او غوړیدلی؛ ځواکمن او سرلوړی افغانستان او سوکاله ټولنی داهدافو اوآرمانونو دتحقق لپاره چی اوږده مبارزه ورته شویده خپلی دندی ترسره کړی!