حقیقت ، انجینر داؤد اڅک: د (غیرمتمرکز حکومت) اصطلاح کارول اشتیباه ده

د (غیر متمرکز حکومت) اصطلاح د افغانستان او سیمي په ادبیاتو کي مروجه او پر ژبو پرته اصطلاح ده خو پدې ورستیو وختو کي یو تعداد افغانان او ځني تنظیمونه د حکومت د ضعف او بې کفایتۍ له کبله په ټولنیزو رسانیو کي را ښکاره کیږي او په تودوو احساساتو کي د غیر متمرکز حکومت شعار ورکوي او ټینګار کوي چي د حکومت شکل یا په ټوله کي د دولت فورم باید عوض سي، یعني د مرکزي حکومت پرځای دي غیرمرکزي حکومت رامنځته سي.

 د (غیر مرکزي حکومت) اصطلاح نداچي په بین المللي سیاسي ترمینولوژي کي شتون نلري بلکه د شکل او جوړښت په لحاظ هم د اوسنیو نړیوالو موجودو حکومتو سره همږغي نلري ځکه چي په نړۍ کي داسي حکومت نلرو چي هغه دي مرکز ونلري او همدغه اصطلاح چي د (غیرمتمرکز حکومت) په معنا ئې استعمالو په سیاسي ترمینولوژي کي بر عکس افاده سویده چي وروسته به رڼا پر واچوم.

 اوس باید د غیر مرکزي حکومت په اړه لاندي دوه اساسي ټکي په نظر کي ولرو:

 لومړی – په فلسفه کي مرکزیت د پدیدې ذات یا جوړښت بلل سویدی، ځکه پدیده نه سي کولای چي بیله مرکزیت څخه خپل شتون ثابت کړي، یعني وجود بیله مرکزیت (اصلیت، طبعت) څخه ځکه امکان نلري چي مرکز د پیدایښت هغه لومړۍ هسته او جریانات دي چي یوه پدیده د هغه پر بنسټ شکل اخلي او د خپل موجودیت تر پایه د هغه مرکزیت یا ذات پر ستنو باندي ولاړ پاتیږي او هر کله چي د پدیدې مرکزیت یا جوړښت بدلون مومي بیله شکه د پدیدې شکل هم تغیر کوي. لحاظا موږ نه سو کولای چي یوه پدیده یا مفهوم بیله مرکزه معرفي کړو.

 دوهم - که موږ او تاسو د فلسفې زرین اصل (شکل او مضمون) ته ځیر سو وینو چي د شکل د تآثیراتو سره سره مضمون تل اساسي او جوړونکی رول لوبوي چي همدغه مرکزیت یا د پدیدې ذات دی. معنا دا چي هیڅ پدیده یا مفهوم د خپل مرکزیت څخه جلا کیدای نسي او که چیري یوه پدیده د مرکز د مدار او تآثیراتو څخه لیري سي هغه پدیده به پخپل نوي شکل کي خپل سرې او د کنترول څخه وتلې پدیده وي.

 اوس که د ټولنیزو پدیدو د جملې څخه حکومت تر څیړني لاندي نیسو افتومات د حکومت د مضمؤن یا مرکزیت سره مخامخ کیږو چي درې قواوي دي (مقننه، اجرائیه، قضائیه). بیله شکه هره قوه ځانته صلاحیتونه، وظایف او مسؤلیتونه لري چي په ډیموکراتیکو او باثباته رژیمو کي درې واړه قواوي مستقیلي او یو د بل په چارو کي مداخله نه کوي.

 دا چي د اوسني حکومت درې واړه قواوی په فساد اخته دي او هیڅ ډول ثبات او د قانون حاکمیت وجود نلري موږ نسو کولای چي د حکومت شکل متهم کړو او د بدلون غوښتنه ئې وکړو ځکه چي شکل د مضمون محصول دی.

 مګر بیا هم یوه ډله افغاني سیاسیون فکر کوي چي د اوسنیو ناخوالو د حل یوازنۍ لاره په افغانستان کي د ریاستي نظام پر ځای د فدرالی یا ددوی په اند پارلمانی نظام جوړیدل دي.

 لومړی داچي د (فدرال) کلیمه د (غیر متمرکز حکومت) د اصطلاح سره هیڅ همږغي نلري.

 دوهم داچي ریاستي او فدرالي دواړه پارلماني نظامونه دي.

 دریم داچي د فدرالیزم مدعیان نه روښانه کوي چي کوم ډول فدرالي نظام غواړي، د امریکا متحده ایالاتو په شان ریاستي فدرالي او که د هالند، جرمني، هند ...په شان صدارتی فدرالي نظام غواړي. که څه هم په فدرالي نظام کي محلي حکومتونه ځني نسبي خپل مختارۍ لري ولي هیڅکله بې مرکزه ندي او موږ هیڅکله دا دعوا نسو کولای چي فدرالي حکومت غیر متمرکز حکومت دی ځکه چي محلي یا ولایتي حکومت پخپل ذات کي یو مرکز دی، بل داچي په فدرالي نظام کي ولایتي حکومتونه په ټولو مهیمو ملي او بین اللملي مسائلو کي مستقیمآ د مرکزي حکومت تر امر لاندي دي.

 دا هم باید هیر نکړو چي د فدرالي حکومت لپاره پر سیاسي، ملي او نظامي شرایطو سربیره د واحد، قوي او مرکزي حکومت شتون بنسټیز او لومړی شرط دی، موږ هیڅکله نسو کولای چي بیله یو غښتلي او با ثباته افاقي حکومت څخه د فدرالیزم پر خوا ولاړ سو.

 د بیلګي په ډول کله چي په کال ۱۸۶۲ م کي د امریکا متحده ایالاتو د کنفدراسیون په سوست او ضعیفه حکومت کي داخلي شخړو زور واخیست د امریکا فدرالیست حزب او امریکایی سربازانو چي د امریکا د یوالي طرفداره وه د فدرالي نظام د رامنځته کیدو لپاره د یوه مرکزي او مظبوط حکومت غوښتونکي سول څو د غښتلي مرکزي حکومت د ټینګښت وروسته ئې وکړای سول چي یو مضبوط فدرالي نظام را منځته کړي. مګر متاسفانه چي موږ نن ورځ د قوي، ملي او مرکزي حکومت څخه محرومه یوو ځکه نو د فدرالیزم یادول بې وخته دي.

  تر ټولو مهیمه داچي د فدرال کلیمه د لاتیني ژبي د Foedus څخه اخیستل سویده چي برعکس د اتحاد او توافق په معنا ده نه د غیرمرکزي په مفهوم. اوس که منظور په ریاستي نظام کي د اولسمشرۍ د زورواکۍ او خپل سرۍ څخه وي نو ښایسته به وي چي د متمرکز حکومت پر ځای ځني نور داسي اصطلاحت پکار یوړل سي چي د سیاسي ترمینولوژي پر بنسټ د موجود حکومت د شکل او محتوا سره صدق وکړي د بیلګي په ډول اوتوکراسي (Auotcratie)، (Despotism) دیکتاطور یا مستبد حکومت، غوغاسالاری او داسي نور.

 لنډه داچي موږ کولای سو د «فدرال» کلیمه په پکار واچوو اما نه د غیرمتمرکز حکومت په معنا.

 بله باریکي دا چي په ګډو وډو شرایطو او انارشیزم کي چي هر څومره د مرکزیت څخه لیري کیږو په هغه کچه انارشیزم تقویت او پراختیا مومي چي حالات به تر بد بدتره کړي.

 پایله داچي که اوسنی په فساد ککڼ حاکمیت په هر حکومتی فورم کي واچوو (هغه اش او هغه کاسه) هیڅ به د مظلوم اولس په ګټه تغیر و نکړي. لحاظا د وطن د ژغورلو لپاره باید د ټولو وروڼو قومونو روڼ اندي، پوهان او زړه سواندي سیاسیون لومړی په پوره مسؤلیت او صداقت سره د یوه ملي هدف (عادلانه صلحي تآمین) پر شا وخوا راټول سي او تر ټولو لومړی د یوه ملي، مترقي، سالم او صلحي ته ږمن مرکزی حکومت جوړولو لپاره په جدي توګه لاس پکار سي.

 صلحي ته ږمن او ملي حاکمیت به وکړای سي چي په لومړي ګام کي عادلانه او سرتاسري صلحه ټینګه کړي او په دوهم ګام کي به افغانستان د پرمختګ او خوشبختۍ په لور روان کړي څو بلاخره به افغان مظلوم اولس پر خپلو پښو ودریږي او د فرصت طلبو او بې پرنسیپه ګاونډیانو د احتیاج څخه به نجات پیدا کړي.