وړاندی له هرڅه د مارچ د اتمې (حوت۱۷ دښځو دنړیوالې ورځې د راسیدو په مناسبت د افغانستان ښځو (میندو؛ خویندواو نجونو)  ته د زړه  کومې مبارکي وایم او په ښځو باندې د هر ډول تشدد، تیري، ظلم او ستم غندنه کوم.

 پوره (۱۴۰) کاله وړاندې پدی ورځ د امریکا د نساجی کارخانو کارګرو ښځو د کار د شرایطو د ښه والي او عادلانه مزد لپاره په مظاهرې لاسپورې کړ. سره له دې چې دا مظاهره د پولیسو له خوا په وحشیانه ډول و ځپل شوه او د کارخانو د خاوندانو له خوا د مظاهره کونکو  روا غوښتنی هم ونه منل شوې، خو د امریکا ښځو او دنورو پر مختللو هیوادونو د ښځو ټولنو د دې پاڅون څخه په الهام مبارزی ته دوام ورکړ او د دې مبارزې څځه د ښځو یو لوی، نړیوال، ځواکمن، ټولنیز او فیمینستی، آزادی بخشونکئ او عادلانه ِغورځنګ وزیږیده؛ څو دا ورځ د ملګرو ملتونودسازمان له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شو او دادي هر کال د نړۍ او د افغانستان د مبارزو ښځو د ټولنو او مترقی غورځنګونو له خوا  لمانځل کیږي.

د ښځې داعیه د انسانیت او پر مختګ داعیه ده. ښځهانسان دئ او د انساني کرامت او ذاتي انساني حقونو درلودونکي، آزاده دنیا ته را غلې او لکه نر ذاتأ د هر ډول تشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم  او بې عدالتئ څخه مصؤنه ده. ښځه د انسانیت له مخې د نر سره برابره ده او د بشر آزادي د شځې او نر په برابرئ کې تحقق مومي. ښځه مور ده او جنت د مور په پښوکي  دئ او د مور حق ادا کول او درناوي  د هر زوي؛ لور او سړي غوره دنده شمیرل کیږي.

 ښځه د اسلام په مقدس دین کی ځانکړي ځاي لري. بنا پر دې هر څوک چېپه انسانیت او اسلامیت باور لري نه یوازې  د شځې انسانی حقونو تر پښو لاندې کولو  څخه باید ډده وکړي، بلکه د ښځې د انسانی کرامت او حقونو درناوئ؛ تامین او ساتل یی یوه انسانی او دینی وجیبه وګني.

  ښځه د نوو او زړو فکرونو او تجدد او سنت؛ انسانیت او بربریت؛ آزادی او اسارت؛ برابرئ او تبعیض او پرمختګ او په شاه تګ د تضاد او د مترقی او ارتجاعی؛ پرمختلونکو او په شاه تلونکو ِغورځنګونو د مبارزی په محراق  قرار لري او دهغه هیواد د ښځو د پرمختګ له مخی ټاکل کیږی. یا په بل عبارت هغه هیواد ته پر مختللی هیواد ویلای شو چی ښځې یی د انسانی او ټولنیزو حقونو څخه برخورداره وي او په عزت او سوکالَه ژوند ولري. او برعکس هغه هیوادونه لکه زمونږ هیوا چې ښځې پکی د اسارت او ستم لاندې ژوند کوي په وروسته پاتی هیوادونه شمیرل کیږي.

له دی ځایه ده چې د ښځې  دبشري حقونو تامین او په ټولنه کې دښځو د انساني او عزتمنده او سوکاله ژوند  او وړمقام د تثبیت لپاره مبارزه او جدو جهد د پرمختللی بشریت او د نړي د ټولنیزو او مترقی غورځنګونو او د ملګرو د ملتونو دسازمان دمنشور او د بشری حقونو د سازمانونو او د دموکراتیکو دولتونود مبارزی؛ هڅو او هاند په محور کې قرار لري.

 سره له دي چي په نړئ او پرمختللو هیوادونو کې دښځې د حقونو د تامین په برخه کې یو څه  بریالیتوبونه ترلاسه شوی؛ خو له بده مرغه د دي لاستهراوړنو تر څنګ په ټوله نړې او په ځانکړي ډول په وروسته پاتې هیوادونو او د ودیزو او تړلوټولنوکې ښځو د تشدد، تیري، اسارت، ظلم، ستم او بی عدالیتو څخه خلاصون ندی موندلئ چې افغانستاناو افغاني ټولنه ېې  یوه ښه بیلګه شمیرلګیږي.

   د افغانستان  ښځې د مارچ اتمه او دا خپله ورځ په  داسې وضعیتکې لمانځي چې دهیواد د تجدد غو ښتنې؛ مترقیِ او دموکراتیک غورځنګ او دموکراتیکو تحولاتو  او د اروا ښادي ډاکتر اناهیتا راتب زاد تر مشری لاندی د افغانستان د ښځو د دموکراتیک سازمان د قهرمانه او اغیزمنی مبارزی او همدا دول په وروستیو۱۳ کالونو کې هم د ښځو د ټولنو او مدنی ټولنو د مبارزیاو د دولت د یو څه پاملرنی له کبله دهیواد د ښځو د حقونو د تامین په ډګر کې یو څه بریالیتوبونه ترلاسته شويدي؛ خو سره له دی له بده مرغه په هیواد کی ښځې په ډیره بد وضعیت کی ژوند کوی او د تشدد، تیریو، ظلمونو او بی عدالتیو سره مخ دی.

    دادې وینو چې زمونږ په هیواد کې ښځه د منځنیو پیړیو د منحطو دودونو او ضد انسانی ظالمانه چلند او د نر او ټولنې د دوه ګونی ستم او د جنسیتی تبعیض څخه ځوریږی او زمونږ په ټولنه داسې وګړې لږ ندي چې ښځې ته د دوهمه درجه انسان په سترګه ګوري او ښخې د کورني تشدد، زور او زیاتي  له امله  وهل، ټکول، سنګسار او وژل کیږي او یا د تشدد او ناخوالو څخه ډک ژوند څځه د خلاصون لپاره خپله مرګته پناه وړي او یا ځان سوځي. او نجونې په بدو کې ورکول کیږي  اوداجباري  او دقانونې سن نه مخکي نکاح اوواده ته اړی ایستل کیږي اودولور دنامه لاندی په واقعیت کی اخیستل او خرڅول کیږي اوهمدا ډول په ښځو او په نجونو او په کمکئ نجونو جنسی تجاوز کیږي او په هیواد کې مطلق اکثریت ښځې په بی سوادی کې ژوند کوي او په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او لازم ګډون څخه محرومې دي.

په افغانستان کې د ښځو د دي ناوړه وضعیت علتونه او عوامل  ډیر دي خو د هیواد اقتصادی ـ ټولنیز او فرهنګي  وروسته پاتي والئ او دودیزه  ټولنه، دینی افراطیت؛ زاړه  فکرونه او دودونه؛ استبدادي نظامونه او د ښخې د حقونو د تامین په برخه کی د افراطی او ارتجاعي ځواکونو ضدیت او پرله پسې مخالفت او مقاومت چی همدا اوس هم دوام لري له یوي خوا او د یوه مدرن او ځواکمن حقوقی او دموکراتیک دولت او یوی مدرنې، خلاصې، مرفه او عادلانه ټولنې په رامنځته کولو کی دهیواد د تجدد پلوه، مترقي، دموکراتیکو، آزادی غوښتونکو اوعدالت پلوه غور ځنګونو اوځواکونه نه بریالیتوب او د ښځو او د هیواد د مدنې ټولنې او د ښځود غورځنګ کمزورتیا او داسی  په افغانستان کی دښځې د اوسني ناوړه بشری وضعیت اساسي او عمده علل او عوامل تشکیلوي.

       نو څه باید وشي ؟

 د دې لپاره چی دافغانستان ښځېد یادو مصیبتونو او بد مرغیو څخه وژغورل شې او خپل اساسي او بشری حقونه ترلاسه کړي لاندی بیړنو اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږی: 

   ۱د ښځو په وړاندی د تشدد د مخ نیوي د قانون د تطبیق لپاره متحدانه او اعیزمنې مبارزي او  مدنی سولهایزو حرکتونو ته دوام ورکول او د ښځې او نر د برابرۍ ضد جنسیت محوره قوانینو د لغو کولو لپاره مبارزه او هڅې او هاند.

 ۲- دهیواد په عدلي او قضایي ادارو کې د ښځو په وړاندي دتبعیضي چلند پاي ته رسول او دښځوته دنر سره دبرابر میراث تامین او رواجول او نورو اساسی او مدنی حقونو دتامین ځانګړي اقدامات ترسره کول او دتشدد سره مخ شووښځو  عدالت غوښتنې ته ځانګړي پاملرنه  او په عدلي - قضایی، دپولیسو او امنیتی ادارو کی دښځو په کار او دندو ګمارل، او په ټول هیواد کې دحقوقيمشورې ورکولو او مدافع وکیلانو ته دښځو دلاس رسئ دتسهیلاتو تامین.

۳- د ښځو د اقتصادې او ټولنیز ژوند د ښه والي او د سوکالئ د تامین لپاره مبارزه او هڅې او هاند؛ او په دی برخه کی د حکومت لهخوا ځانګړي او لازم اقدامات ترسره کو ل؛  د کارګرو ښځو ژوند ته لازمه پاملرنه او د کار شرایط  ښه کول او مناسب معاش ورته ټاکل؛ او د بې وزلو ښځو څخه مالي ملاتړ کول.

 ۴- د مور او کوچني روغتیا او د کوچنیانو کار منع کول او پوهنی او روزنی ته  يي ځانګړي پاملرنه او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو د تامین دولتی بیمی ایجادول او د شهیدانو د میندو، معلولو اومعیوبو؛ بې سرپرسته؛ کونډو او د لوړ سن لرونکو شځو څخه د دولت له خوا دایمي مالي د دایمی ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترلاس لاندی نیول.

   ۵-  د نجونو د واده کولو د شرایطو آسان کول او دینی احکامو له مخی د ولور مسلې حل کول د واده د لوړو مصارفو د مخ نیوی لپاره لازم قانونیاقدامات ترسره کول کول.

 ۶ - د پوهنی او روزنی په نظام او نصاب کې د نجونو او د کورنې د نظام ټینګتیا ته ځانګړيځاي ورکول؛  د خپلو حقونو څخه د ښځو او د کورنیو د پوهی د سطحې د لوړیتا لپاره په ښارونو، ولسوالیو او کلو کې د ځانګړو پر وګرامونو تر لاس لاندېنیول او عملي کول.

۷-   د راتلونکی حکومت او د هیواد د بشري حقونو د خپلواک کمسیون له لوری د پورته ذکر شوو او نورو اړوند ِغو ښتنو د تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کول اوپه دی برخه کی د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د نړي د ښځو د سازمانونو ملاتړ ترلاسه کول او د نړیوالې ټولنې سره د افغان ښځو د ټولنو د اړیکو د لا ټینګیتا  او پراختیا لپاره هڅې او هاند کول.

    په پاي کی باید څرګنده شي چې د افغانستان د ښځو د انسانی حقونو تامین او نیک مرغي او  د یادو اقداماتو د تحقق لپاره د دولت او د هیواد د ښځو د سازمانونواو مدنی ټولنې د نهادونو او ټولو سیاسي ګوندونو د شوو هڅو او هاند څخه باید قاطعانه ملاتړ وشي. خو د مترقی بشریت تجربی ښیی چې په افغانستان کې ښځه هغه وخت کی په تمامه معنی د تشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم او بي عدالتیو څخه خلاصون موندلئ شي او د خپلو انسانی حقونو څخه په عمل کی برخه منه کیدلای شي چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد د موکراتیک، مترقي او عدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او پهټولنه او دولت کی د مسلط جریان په توګه تثبیت او وپیژندل شي او دهغې  په نتیجه کې په هیواد کی یو کارا دموکراسی او سوکالئ ځواکمن، حقوقی او دموکراتیک دولت رامنځته شي او استقرار ومومي.

نیک مرغه دې وي د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورِځ او بریالي دې وي د حق، آزادئ، برابری او سوکالئ لپاره د افغانستان او دنړۍ د ښځو قهرمانانه او نه ستړي کیدونکې مبارزه او هڅې او هاند