ټولو تاریخ پوهانو په ګډه سره دا منلې ده چي تاریخ په تیره زمانه کي ټولنیزي پیښي، موضوعات، اتفاقات، جوړښتونه او د انسانانو کردار تر څیړني لاندي نیسي او کوښښ کوي چي د مؤثقو او مطمئینو سرچینو پر بنسټ ئې موږ ته راوپیژني. خو د لغت او تعریف په هکله ئې اندونه بیل دي او په بیلو ژبو کي په بیل بیل ډول استعمالیږي. عربي ادبپوه (اصمعي) د تاریخ کلیمه عربي بولي او تائیدوي چي  تاریخ د (الارخ) د کلیمې څخه اخیستل سویدی مګر(فرانتس روزنتال) المانی شرق پیژندونکی او تاریخ پوه وایي:

   (امکان ددې ډیر سته چي تاریخ دي د اکدي ژبي د «ارخو» یا هم د عبري ژبي د «یرخ» څخه اخیستل سوی وي چي دواړه د میاشت یا سپوږمۍ په معنا دي. روزنتال اضافه کوي چي «ارخو» د عربي ژبي د جنوبي یا حبشي حوزې په متنونو کي د قضاوت، حکم او په ځینو ځایو کي د کال «سنه» په مفهوم کارول سویدی).

 تاریخ په اروپایي ژبو کي ( History ) د یوناني hístōr  څخه اخیستل سویدی چي د تیرو پیښو او واقیعتونو د نقل یا د   با ارزښته شیانو د لټون په معنا دی خو د یونان د تاریخ پلار (هرودتس یا هرودت) د تیر ژوند د مطالعي او څیړلو په مفهوم معنا کړیدی.

 د تاریخ مفهوم په زات کي یو ګونګ مفهوم دی چي په استعمال کي ئې ابهام پروت دی یعني په یوه کلیمه یا نوم کي دوه مفهومه (د تاریخ علم) او (د تاریخ موضوع) پراته دي. کله چي موږ د تاریخ کلیمه پکار وړو باید پوه سو چي زموږ منظور د «تاریخ» څخه څه دی د تاریخ علم دی او که د تاریخ موضوع ده. ځکه چي دا دواړه د تاریخ بیلي برخي او جلا مفاهیم دي.

 مایکل استنفورد امریکایي تاریخ پوه هم نوموړي دوه مفاهیمه سره جلا کړي او په هکله ئې داسي لیکي:

 (په پیل کي باید روښانه کړو چي تاریخ یو شئ ندی بلکه څو شیانه دي. لومړی تاریخ هغه تاریخ دی چي د مختلفو پیښو څخه رامنځته ته کیږي یعني د «تاریخ موضوع» ده. دوهم تاریخ هغه تصویر دی چي د پیښو څخه ئې پخپل ذهن کي جوړو یعني د «تاریخ علم». مایکل اضافه کوي چي لومړی تاریخ د هغه عیني پیښو او موقعیتو ټولګه ده چي موږ غواړو باور په وکړو چي په یوه معین مکان او زمان کي واقع سوي وي، د پیژندلو قابل وي او شتون ولري.

 دوهم تاریخ عبارت دی د پیښو ذخیره کول، د هغوی یادول، بیا راپورته کول، په هغوی باندي ځان پوهول او بلاخره د هغوی تآثر زموږ د اوسني برخورد پر طرز باندي د اوسنیو پیښو او موقیعتو په هکله).

 ډاکتر (مسعود صادقي) د امام خمیني د پوهنتون استاد هم پدې هکله وایي چي: «په انګلستان، فرانسه، او المان کي د تاریخ اصطلاح دوې متفاوتي معناوي لري او توپیر ئې دادی چي د علم موضوع د علم سره فرق کوي. صادقي مخته ځي او وایي چي تاریخ د علم موضوع ده».

 ډاکتر شریعتي ایرانی هم د صادقی په شان پدې هکله داسي لیکي: «د تاریخ په لفظ کي تناقض موجود دی هم په فارسي او عربي ژبو کي او هم په اروپايي ژبو کي چي په دواړو ښکارهنګو (کلتورو) کي دوه مفهومه په یوه کلیمه کي کاریږي. شریعتي اضافه کوي چي یو (علم) دی بل د (علم موضوع) ده او مثال راوړي چي ټولنه موضوع ده او ټولنپیژندنه علم دی...

 ایرانی استاد مطهري تاریخ پر درو برخو ویشي:

 ۱ – نقلي تاریخ: د انسانانو د تیرو حالاتو، اوضاع او واقیعاتو علم دی د اوسنیو حالاتو او واقیعاتو په مقابل کي. مطهري اضافه کوي چي نقلي تاریخ جزئي دی یعني د شخصي او فردي امورو علم دی نه د عامو قواعدو او ظوابطو. بل داچي نقلي تاریخ نقلي علم دی نه عقلي. دریم د تیرو یا انجام سوو کارو او پيښو علم دی نه د کیدونکو پیښو. څلرم داچي په تیره زمانه پوري اړه لري نه په حال پوري.

 ۲ – د علمي تاریخ تعریف او ځانګړتیاوي: علمي تاریخ پر تیر ژوند باندي د حاکمو سنتو، او قاعدو علم دی چي د تیرو پیښو او واقیعاتو د مطالعې، تحلیل او څیړني څخه پلاس راځي.

 ۳ – د تاریخ د فلسفې تعریف او ځانګړتیاوي: د تاریخ فلسفه په بیلو ټولنیزو پړاونو کي د تحول، پرمختګ او پر تحول او پر مختګ باندي د حاکمو قوانینو د پیژندلو علم دی. د تاریخ فلسفه د علمي تاریخ په شان کلي ده نه جزئي، عقلي ده نه نقلي اما د تاریخ د علم خلاف په ټولنه کي د «کیدو» یا واقیع کیدو علم دی نه د شتون «بودن» علم. همداسي د شتون «بودن» مفهوم دا ندی چي په تیر وخت پوري تړاو ولري بلکه علمي جریان دی چي د تیر څخه پیل د حال څخه تیریږي او تر راتلونکي پوري دوام لري چي «زمان» ئې ظرف ندی بلکه د هغه د ابعادو څخه یو بُعد دی).

 د شهید بهیشتی په پوهنتون کي د تاریخ استاد ډاکتر«رضا شعباني» تاریخ داسي تعریفوي:

 (تاریخ د تیرو پیښو د څیړلو علم دی چي پر بنسټ ئې انسان دا امکان پیدا کوي چي ووایي تاریخي پیښي په یوه زماني تداوم کي را منځته سویدي).

 جوزوف شلینګ پدې هکله وایي چي: (تاریخ باید د درو لیدلورو څخه مطالعه او تر څیړني لاندي ونیول سي.

 - لومړی لیدلوری د واقعې سره انطباق.

 - دوهم لیدلوری د ایدیا سره انطباق.

 -  دریم لیدلوری د نوموړو لیدلورو تلفیق او همږغي.

 لومړی لیدلوری عیني پیښو ته توجه لري. دوهم لیدلوری ذهن او فاعل ته او دریم لیدلوری د دواړو لیدلورو وحدت او ترکیب دی چي شلینګ د «تاریخ هنر» بللی دی).

 ډاکتر ج. ب. بیوري اعلان وکړ چي: (تاریخ یو علم دی، نه ډیر او نه لږ).

 المانی ګویته وایي چي: (تاریخ باید په موږ کي شور او شوق راوپاروي).

 تاریخ هغه افسانه ده چي په خلګو کي منل سوې وي، که غواړۍ چي راتلونکی ووینۍ پر تیرو کره کتنه وکړۍ. ناپلیون.

 دان برون Dan Brown امریکایي لیکوال پخپل کتاب ( The DA VINCI CODE ) کي داسي لیکي:

 (فاتحان تاریخ لیکي).

 جرمنی فیلسوف هیګل وایي: (تاریخ دعقل متعالی دی او فقط د ذهنی پر مختګ سره تړلی دی بیا اضافه کوي چي:

  تاریخ مدني ټولنه ده چي په روح او د روح په تکامل پوري اړه لري او دولت د روح جسد دی، تاریخ د انسان د ازادۍ ښکارندوی دی.

  بل ځای وایي: په هره فلسفه کي چي تاریخي ګزارش نه وي هغه فلسفه نده).

 کارل مارکس د تاریخ په هکله باور درلود چي: (تاریخ د تیر، حال او راتلونکي د پوهیدو لپاره بنسټیز وسایل دي او ټولني ته د شکل ورکولو تئوري ده. تاریخ په هر پړاؤ کي د مادي شرایطو پر بنسټ د ټولنیزو تحولاتو پوهه ده. بلاخره وایي چي د ټولنو تاریخ د طبقاتي مبارزې تاریخ دی او په اوسنۍ نړۍ کي دوې طبقې شتون لري چي پانګه وال او کارګر دي. مارکس اضافه کوي چي د نوموړو دوو طبقو کشمکش تاریخ جوړوي او د انګلز سره یو ځای ټینګار کوي چي: خلګ د تاریخ جوړونکي دي).

 د اڅک فلسفه د تاریخ په هکله

 یو داچي د کارل مارکس او فریدریک انګلز په شان ډیر عالمان او تاریخ پوهان پدې باور وه یا پدې باور دي چي

 «خلګ د تاریخ جوړونکي دي» او بل داچي اوس هم ډیر خلګ او د نظر خاوندان سته چي تاریخ ته د یوه قاضي، یا یوه مقام په حیث قائله دي او وایي چي: تاریخ قضاوت کوي، تاریخ ته ئې پریږده، تاریخ شاهد دی...

  زه د ټولو ښاغلو عالمانو او د نظر خاوندانو څخه په بخښني سره پدې اند یم چي خلګ نه بلکه د نړۍ زور واکي او استعمارګران دي چي تاریخ جوړوي او په نړۍ کي ئې د خپل نفوذ لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمالوي. د نړۍ ښکیلاک ګر دي چي تاریخ ئې د یوې مرموزي وسیلې په حیث د خپل واک او ایدیالوژۍ د خپرولو لپاره انتخاب کړیدی او د تاریخي پیښو په جعل او تحریف سره د ملتونو افکار او ذهنونه منحریفوي څو د خپلو ګټو لپاره ئې اماده کړي.

 زما په باور تاریخ یوه تیره شیبه ده، زړه واقعه ده، او د نن لپاره یوه مجهوله او نامعلومه قضیه ده، د سبا لپاره د ناندریو او اختلافاتو راپارونکې لانجه ده او د بیلو ښکارهنګونو(کلتورونو)، قومونو حتا حکومتونو لپاره یوه غیر ثابته حادثه ده چي هر حکومت، سازمان یا تاریخ لیکونکی ئې د خپل لیدلوري او امکاناتو په کچه تحلیلوي او موږ ته ئې راپیژني. بیله شکه به تاریخ لیکونکي یا په تاریخي پیښو کي شکیل اړخونه او د هغوی پلویان تر ممکنه حده د پیښي په څیړلو او معرفي کولو کي خپله عقیده او علاقه هم ځایوي چي په پایله کي ئې تاریخ خپله اصلي او واقعي څیره د لاسه ورکوي.

 د ساري په ډول که موږ او تاسو خپل د سترګو لیدلي تاریخي پیښي په نړۍ او افغانستان کي په تاریخونو کي مطالعه کړو وینو چي دوه حکومته، دوه سازمانه حتا دوه تاریخ لیکونکي به د تیرو تاریخي پیښو په هکله واحد نظر ونلري، ملامت او سلامت به ئې بیل وي. لکه په افغانستان کي د ۱۳۵۷ هش کال د ثور د اومي نیټې څخه تر نن ورځي پوري چي د تاریخي پیښو په هکله د تاریخ قضاوت بیل دي او بیلو تاریخ لیکونکو په بیلو ډولو سره تحلیل کړي او لیکلي دي. ځکه نو زه تاریخ ته د علم حیثیت نه ورکوم.په همدغه وجه ما تر خپله وسه کوښښ وکړ چي د نوموړو ښاغلو تاریخ پوهانو په لیکنو کي د علم تعریف پیدا کړم څو وروسته قضاوت وکړو چي:  تاریخ علم دی؟

 بلاخره ما په همدغه تاریخي بانډار کي فقط د انګلیسي فیلسوف او مؤریخ  ( John Dalberg Acton) جان دالبرګ اکتون تعریف پیدا کړ چي علم ئې داسي تعریف کړیدی: «علم د مشابه واقیعاتو راټولول دي پداسې ډول چي د دؤۍ د راټولیدو څخه په قانون او مبدآ کي یو ډول ځانګړې همږغي او یووالی راپیدا سي څو موږ وکړای سو چي په یقیني او قطعي ډول همداسي نور مشابه واقیعات په ځانګړو شرایطو او ظروفو کي پیش بیني کړو». د جان تعریف هم د تاریخ علمیت نفي کوي ځکه چي جان د ټولنیزو پيښو په راټولیدو او تحلیل کي یوالی، یقین، او قانون اړین بولي چي په تاریخ کي تر اوسه ندي لیدل سوي.

 که څه همPositivism    پوزیتیویسم (اثبات پلوي) کوښښ کړیدی چي تاریخ یو تجربه یي علم ثابت کړي خو د نورو علومو په شان ئې هر اړخیزه هوکړه نده حاصله کړې. ځکه نو د موضوع د ښه روښانتیا لپاره باید لومړی علم تعریف کړو او بیا د تاریخ دعلمیت په هکله خپل قضاوت وکړو. زه علم داسي درپیژنم:

  «د ذهن او شي تر منځ یا د ذهن او مفهوم تر منځ ثابت، منظم او عیني شناخت او ارتباط ته علم وایي».

 داچي موږ د هیڅ تاریخي پیښي په هکله هراړخیزه، منل سوي عیني شواهد او اسناد نلرو ځکه نو د تاریخي پیښو په هکله به زموږ پیژندنه او اړیکي هم یو شان، ثابت او منظم نه وي لکه ۲+۲ = ۴ په هکله چي د ټولو انسانانو نظر او عمل یو دی. بنآ کله چي د یوه شي یا مفهوم په هکله اړیکه او پیژندنه ثابته، منظمه، تلپاتې او تجربه سوې نه وي هغه علم ندی.

 بل داچي تاریخ قوانین نه تولیدوي اما علم ټول هغه طبعي او ټولنیز قوانین بشریت ته په ډاګه کوي کوم چي دانسان څخه پټ دي. ځکه نو زه دعوا لرم چي تاریخ علم نه بلکه یوه فلسفه ده او داسي ئې تعریفوم:

 «تاریخ د تیرانساني تفکر او تیرو ټولنیزو او طبعي پیښو حرکت او اتصال دی د اوسني روال سره».

 پدې معنا: که چیري یوه ټولنیزه یا طبعي پیښه، یوه عقیده، یو فکري، علمي یا سیاسي مکتب د اوسني تاریخي روند یا  ارشیف سره وصل نه وي نو طبعي ده چي نننی انسان د هغه په هکله فکر نسي کولای او هغه پیښه، مکتب یا حرکت به د خلګو هیر وي او په اړه به ئې هیڅ نه پوهیږي که څه هم یوه پیښه وي. لکه د خط د ایجاد مخکی چي موږ ته څه نه رارسیدل او نن ورځ د تاریخ برخه نده.

 اما د تاریخي پیښو د حقیقت او لاملونو موندل د تاریخ د فلسفې دنده ده چي په راتلونکي کښي به بانډار پر وکړو.

 په درنښت

 سرچیني

 WHAT IS HISTORY -   د ( ایډوارډ هالیت کار) لیکنه د (حسن کامشاد) فارسي ژباړه.

 WIKIPEDIA - 

 مانیفست حزب کمونیست. د (مارکس او انګلز) لیکنه د (محمد پورهرمران) فارسي ژباړه.

 - بخش فلسفه و اندیشه. پرتال فرهنګی اجتماعی پرشین پرشیا.

 - مجله حوزه

 - ټول افغان سایت

  ۲ – ۵ - ۲۰۱۹