تروریستانو دعلم او فرهنګ دغو دشمنانو دادی د هیواد په علمی - فرهنګی مرکزونو کی هم ماتم جوړ کړی. په کابل کی امریکایی پو هنتون باندی د تروریستانو له خوا حمله او تر سره شوی جنایت چی دهغه له امله یوتعداد افغان محصلین شهید او زخمی شول؛ یو ځل بیا وښودل چه تروریستی شبکو او تروریستانو لپاره په افغانستان کی هرځای او هرڅوک هدف دی او دهر سړي وژنه که محصل دی او که متلعم؛ که نر او که ښځه وی مباح ده. د تروریستی شبکو دا حملی چی اکثرا دپاکستان کی دآی؛ اس؛ ای په دفترونو کی پلان کیږی او د تیرو ۴۰ کالونو په شان د جهاد تر نامه زمونږ په هیواد کی ترسره کیږی د افغانستان سره دپاکستان دحکومتونواوجنرالانو ددشمنئ او افغان وژنې یوه بله بیلګه شمیرل کیږی. او دا ټول جنایتونه چی دجهاد او د اسلام دمبین دین تر نامه لاندی دتروریستی وحشی ډلو له خوا ترسره کیږی؛ دانسانیت؛ بشریت اود اسلام دمبین دین د شعایرو او احکامو سره ضدیت لری او یوه لویه او نه بخښونکې ګناه شمیرل کیږی.

زه هم ددی تروریستی حملی قربانیانو روح ته دعا کوم او ټپیانو ته يی عاجله شفا غواړم او ددی جنایت په ترسره کونکو او دافغان ولس اوبشریت په دغو دشمنانو او ددوی په بادارنو؛ لعنت وایم او باید وویل شی چی دافغانستان خلک دتروریسم او افراطیت دماتم څخه په هغه صورت کی خلاصوون موندلی شي:

چی په افغانستان کی یو موټئ سیاسی زعامت او یو ځواکمن حکومت را منځته شي او داحکومت په هیواد کی دپایدار امنیت دتامین او دتروریسم ضد جګړی کی دبریالیتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین کړی؛ دهیواد دفاعی- امنیتی قابلیت دخود کفایی سطحی ته ورسوي؛ وسله وال او امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه او ولس دملکی دفاع په یوه جوړښت یا نظام کی بسیج کړی او داساسی قانون ددموکراتیکو ارزښتونو پر اساس ددولت د مرکزی او ولایتی انتخاباتی ارګانونو د رول دلوړتیا او دیوه دموکراتیک انتخاباتی نظام درامنځته کولو؛ ددولت ددری ګونو قواو او دمرکز او ولایاتو ترمنځ دواک؛ صلاحیتونو؛ دندو او مسولیتونو دښه ویښ په برخه کی لازم اساسی اصلاحات پلی اونظام دواقعی دموکراسی په جهت کی متحول کړی؛ دسیاسی؛ انتخاباتی؛ مالی او اقتصادی فساد؛ بی وزلی او بیکاری؛ بی قانونی جړی وباسی او دهیواد اقتصادی؛ ټولنیزی او فرهنګی پراختیا دندی په سمه توګه ترسره کړی اودهیواد ملی ګټي؛ سیاسی ځپلواکې او ملی حاکمیت تامین او وساتی او نړیوال موقعیت ټینګ کړی.

او دا حکومت په هغه صورت او شرایطو کی را منځته کیدای شی چی دهیواد په سیاسی وضعیت کی او دواک په حوړښت؛ دولت او حکومت او دولتی مرکزی او محلی اداره کی ملی؛ دموکراتیک او مترقی ځواکونه مسلط شی او دبیناد ګرو؛ لوټ مارو او مافیایی کړیوسلطه او نقوذ ته دپای ټکی کیښودل شی.

او دا حکومت دامریکا دمتحده ایالاتونو او ناتو څخه په کلکه وغواړی چی دافغانستان سره دشوو ستراتیژیکي قرارداد او امنیتی موافقتنامو له مخی دتروریسم ضد جګړی او دافغانستان د امنیت دتامین امنیتی قابلیت دلوړولو لپاره خپلې ژمنی په سمه توګه ترسره کړی او په پاکستان کی د القاعده؛ داعش او طالبانو او نورو ترو ریستی شبکو اډو؛ مرکزونه او پټ ځایونو د له منځه وړلو؛ مالی سرچینو دوچولو او د تروریستانو سره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړدقطع کولو په برخه کی ټوکلي ګامونه پورته کړی او په پاکستان فشار وارد کړی او تری وغواړی چی دتروریسم په ضد جګړه کې چې «دبدو اوښو تروریستانو» د چټلې لوبی څخه لاس واخلی او په خپله خاوره کی دطالبانو مرکزونه له منځه یوسی، دفترونه یی وتړی او مشران او فعالین يي دخپلی خاوری څخه وباسی او کابل ته وسپاري او د افغانستان پرضد دنه اعلان شوی جګری څخه لاس واخلي.

او به همدا ډول دملګروملتونو د سازمان دامنیت شورا څخه هم وغواړی چی پر پاکستان فشار وارد کړی چی د تروریستی شبکو په اړوند دامنیت شورا دقطعنامو په عملی کولو او دتروریسم په ضد جګړه کی خپل هوډونه په عمل کې ترسره کړی اوکه پاکستان دملګرو ملتونو دامنیت شورا غوښتنی ونه منی لازم تعزیرات پر وضع شي.