ژبه د پوهي، تجربو او افکارو  د انتقالولو او د افهام او تفهیم یوه وسیله ده. ځکه نو ژبه د انسان په ژوند کي لومړی ضرورت بلل سویدی. پر همدې بنسټ د هر انسان طبعي او مسلم حق دی چي د خپلي مورنۍ ژبي د پراختیا، غنا او ښکلا لپاره کار وکړي.

 داچي نن د می ۲۹ نیټه د پښتو ژپې بین اللملي ورځ ده نو ټولو  پښتنو ته دا لازمه ده چي دغه ورځ ولمانځي او  پښتو ژپي د پراختیا، ښکلا، غنا او ترویج لپاره کار وکړي څو وکړای سو  چي پښتو یوه سیاله ژبه کړو. خو هیڅ یوه ژبه په ځانګړي ډول پښتو ژبه په شعارو، اتڼو او د پخوانیو مسائلو په تکرارو سره نه بډایه کیږي، نه ښایسته کیږي او نه هم پراختیا مومي بلکه پښتو او پښتانه باید نوي، علمي، ښکارهنګي (کلتوري) او تخنیکي تولیدات ولري.

 د ساري په ډول که تلویزیون پښتنو جوړ کړی وای او س به د نړۍ په ټولو  ژبو کي په هغه نامه یادیدلای کوم چي پښتنو پر ایښی وو . همداسي ځني غیر تخنیکي بهرني اصطلاحات په پښتو ژبه کي ډیر دي چي کیدای سي د هغه هم مثله ښکلې کلیمه جوړه او په پښتو ژبه کي رواج سي څو موږ وکړای سو چي هم د علم او تخنیک او هم د نیولوجیزم په مټ پښتو ژبه سیاله ژبه کړو.

 د پښتو ژبي د پرمختګ او بډایني نه مخکي تر ټولو دا خبره اړینه ده چي پښتو ژبه باید د سیاسي کیدو څخه وژغورو او پرې نږدو  چي پښتو  د نابودۍ، بې اتفاقۍ او بدرنګۍ کندي ته ورولویږي ځکه چي اوس یو  بین اللملي ارتجاعي د پښتنو او افغانانو د پرمختګ او وحدت ضد ګروپ په غیر مستقیم ډول فعالیت کوي او غواړي چي پښتو ، پښتانه او په ټوله کي افغانان په بیلو بیلو ډولو سره بدبینه او په خپلو منځو کي ئې سره وویشي. دغه بین اللملي ګروپ چي د افغانستان ګاونډیان مرکزي رول پکي لري په ډیر مهارت سره کوښښ کوي چي ټول هغه لیکوالان، عالمان، د نظر خاوندان او هیواد دوسته سیاسیون په بیلو بیلو نومونو سره تخریب یا د منځه یوسي کوم چي ددوی د سیاسي، استخباراتي او ګروهي شومو اهدافو خلاف دي، پښتنو  او افغانانو ته د یوالي او پرمختګ زیری ورکوي او همداسي د پښتو د پرمختګ او پښتنو  د تنویر، بیدارۍ او  واقعیي خوشبختۍ لپاره فکر او مبارزه کوي. متأسفانه چي زه یو ددغو قربانیانو څخه یم چي بیله کومي بهانې څخه د نوموړي بې رحمه ګروپ ښکار سوی یم او په بیلو ځایو کي په رنګارنګ نومونو سره تخریبیږم حتا پدې ورستیو وختو کي ئې په ځینو  ویب سایټو  کي زما د لیکنو د خپریدو  مخنیوی هم کړیدی خو د خوښۍ ځای دی چي بیا هم زما لیکني په هغه ویب سایټو کي خپریږي کوم چي مسؤلین ئې وطندوسته، با احساسه او مستقیل شخصیتونه دي.

 اوس زما عرض دادی که غواړۍ چي پښتو ژبه هر اړخیزه پرمختګ وکړي او پښتانه د جهل او بې اتفاقۍ  د اوره څخه نجات پیدا کړي نو د خپلو ملي او معنوي ارزښتونو احترام وکړۍ او د خپلو هغو اصیلو خدمت ګارانو، لیکوالانو، شاعرانو، عالمانو  او مؤمینو سیاسینو ملاتړ وکړۍ کوم چي پښتو ، پښتنو او په ټوله کي افغانانو ته نوي وسایل او  مسایل  تولیدوي نداچي د خپلو سیاسي او ګروهي ګټو پر بنسټ ټول معیارونه تر پښو لاندي سي او د ناا هلو اشخاصو په دفاع کي ودریږۍ . بیا به یو وخت ارمان کوو خو ناوخته به وي.

 ۲۹ – ۵ - ۲۰۱۹