حقیقت ، نصیر احمد څپاند: خصوصی پوهنتونونو، انستیتیوتونواو ښوونځیو ته یوه لنډه کتنه

دڅو لسیزو جنګ جګړواوسیاسی بحرانونو څخه وروسته په ګران هیواد افغانستان کی دنوی باب په پیلیدو سره د مساعدي سیاسی فضا، دسولی،بیاجوړونې، پرمختګ ، د ښوونې او روزنې د دودی له پاره زمینه برابره شوه . دا زمونږ دهیواد دغم ځپلو اما په عین حال کې معارف پالونکوخلکو لپاره یو ښه شګون اوزیری دی چې ددولتي پوهنتونونو،انستیتیوتونو او ښوونځیو ترڅنګ ، خصوصي تعلیمې سکتورونه هم ایجاد شوي او په فعالیت یي پیل کړی دی اوپه زیات شمیر خصوصي تعلیمي موسسې دهیواد په پلازمینه او ولایتونو کې پرانستل شوي دي چی په ټولنه او ځوانانو باندي یی مثبته اغیزه کړی ده .دویدیو فلمونودصالونونوځاي اوس کورسونو، ښوونځیو، انستیتېوتونو او پوهنتونونو ونیولو . دمګړۍ ډیرو ځوانانو دغو تعلیمي ادارو ته مخه وکړه چې دهیواد والو دخوشحالی سبب شول او هیوادوالو په ډیر ورین تندې سره ورته ښه راغلاست ووایه . څرنګه چې موږ اوتاسي ټول ګورو چې هیوادکې موجوده اداري فساد داسې کچې ته رسیدلې چې دکانکور ازموینه هم ترې په اما ن کې پاتې نه شوه . یانې د کانکور ازموینه دفسادپه څنګ کې دقومي سمتي اولساني تعصباتو ښکار شوه او هر کال زموږ ډیر با استعداد ځوانان دغیر عادلانه پایلو له وجې بې وسه او بې سرنوشته پاتې شول . د خصوصي تعلیمي ادارو په پرانستلو سره زموږ ځوانانو ته د لوړو زده کړو موقه او زمینه برابره شوه . همدارنګه خصوصي تعلیمي ادارو د دولتي ښوونیزو او روزنیزو موسسو تر څنګ دنورې نړۍ د هیوادونو په شان زمونږ دهیوادوالو دتعلیمي کچې په لوړولوکې ډیر ښه او د ارزښت وړ رول لوبولی شي . خصوصي تعلیمي ادارو او ښونځیو ته ډیر مستحق ځوانان او ماشومان جزب او وبلل شول چی داهم دلوړوزده کړو او د ښوونې او روزنې د وزارتونو له پاره لویه لاسته راوړنه شمیرل کیږي او دوطن دترقۍ او پرمختګ له پاره لوي ګام دی . په دی خاطر پوهان وایی دیو ښوونځې په پرانستلو سره دیو زندان دروازه تړل کیږی ( نیکمرغې ، خوشالې او سوکالې) ټولني ته ور په برخه کیږي .د خصوصي تعلیمي ادارو کار، فعالیتونه او خدمات تر یوه حده دقناعت وړهم دي اوډیرخصوصي پوهنتونونه، انستیتېوتونه او ښوونځې یوڅه ښه ځلیدلې دي چه ښه مثال یي په پلازمینه کابل کی د افغان امریکن ، دنیا ،کاردان او سلام په نامه پوهنتونونه ، په ختیځ زون کی خراسان او الفلاح پوهنتونونه او همدارنګه په ښوونځیو کی د افغان ترک ، کابل نړیوال ، افغانیار، خانه نور او شمس لندن اکاډمی یادولی شو چې په خورا لنډ وخت کې یي زیات شمیر محصلین او زده کوونکې جزب کړی او د ښه شهرت لرونکې دی . په ختیځ زون کی دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسې له خوا دتیرکال دکانکور ازموینې څخه پاتې شوي زده کوونکې په ټیت او مناسب فیس جزب شول . مونږ دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسې د مشرتابه دغه وطنپال او ولسپال ملي گام او کړنې ستایو او هغو ته له دې امله کور ودانی وایو او دلوي څښتن تعالی څخه ورته په دغه برخه کې بری غواړو. د دغو ښو خدماتو ترڅنګ دنوموړو خصوصي تعلیمي ادارو پالیسۍ په تیره بیا دفیسونو او داخلي په برخه کې زموږ دهیوادوالو داقتصادي او معاشي وضیعت سره په ډیر لیري واټن کی پرتې دي . څرنګه چې زمونږ د ټــولني اکثـــریت غریبانان تشکېلوي ، بنآ ډیره زیاته ستـونزمنه او ناشـونې به وي چی ددې خـد ماتو څخه هغوي برخمن او ګټندوي شي . مثلآ یو محصل دمیاشتی ۳۰۰۰ افغانی فیس چی د یوسمېستر رقم یي ۱۸۰۰۰ افغانی کیږی ، یا د افغان امریکن پوهنتون یو کلن فیس چې ۵۰۰۰ امریکایي ډالر جوړیږي د پورته یادو شوو تحصیلي موسسود زده کوونکو له پاره دیر لوړ اوملا ماتونکی فیسونه دی . ددی خدماتو څخه ډیر لږ او دګوتو په شمار کسان ګټه پورته کولی شي او بس . همدارنګه دښوونځیو داخله ، فیس ،دکتابونوقیمت ، دزده کوونکو ځانګړی لباس چی هر ښوونځې د یونیفورم په توګه ټاکلی اوګاونډیو هیوادونو کی تیاریږي ، همدارنګه ( کلاس پروموشن في ) یانې لوړ ټولګي ته د ارتقاکولو په وخت د کال په پاي کې د ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ افغانیو ورکول د هر زده کوونکې او د هغه دکورنۍ په اوږو بیحده ډیر دروند بار دی .دا ډول پالیسۍ که له یوي خوا د زده کوونکو او دهغوي د کورنیو په اوږو دروند اقتصادي بوج دی له بلي خوا هره ښوونیزه موسسه د ځان له پاره د تدریس ځانګړی ( کوریکولم ) لري چې دا چلند نه د نړیوال ستندرسره سر لګوي او نه هم د لوړو زده کړو د وزارت د پالیسیو سره . بله عمده موضوع دغو ښوونیزو موسسو ته دخارجې استاذانو راجلبول دي ، افغانان وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی .. د دې متل نه په پند اخیستلو سره باید دخپل هېواد دکدري او علمي ظرفیتونو څخه استفاده وشي . یانې تر څو چې دخپل وطن علمي ظرفیتونه پیاوړي نه شي ، دروزګار ستونزه هم حل نه شی ، د وطن علمی کادرونه ونه روزل شي او د هغوي څخه ګټه پورته نه شی ، دهیواد اوسنی ښوونیز بحران نه شو قابو کولاي . که د افغاني کدرونو څخه د نوي نسل په روزلو کې استفاده وکړو په اینده کی به د قوي علمي او اکاډمیکو ظرفیتونواو کدرونوخاوندان اوسو . .

 مګر ځینوخصوصي پوهنتونونو او تعلیمي ادارو بیا د خپل کیفیت د لوړولوپرځاي پر تجارتي اړخ او مادیاتو باندی تکیه لږولي ده . ډیرو وګړو او ځوانانو ته تش په نامه داخلي ورکوي ، نه خاضري مطرحه وي نه لیکچرونوکې گډون ، صرف په فیس باندی اکتفا کیږي . همدارنګه په مرکز او ځینو ولایتونو کی ډیر هغه دولتي چارواکې چې په حقیقت کې ددولسم ټولګی څخه فارغ شوي وه او په لوړو دولتي موقفونوکې ځای پر ځاي شوي ، د زور او زر له لاري بې له دې چې په فزیکې لحاظ یي پوهنتون ویلی وي د پوهنتون د فراغت سندونه او اړوند مونوګرافونه په ناچله توګه تر لاسه کوي او خپل ځانونه د رښتونې کادرونو په لیکه کې وهې . دا ډول فراغت وطن ، خلکواو هیواد ته دخدمت پر ځای یو ملی او نه جبران کیدونکی لوی خیانت بلل کیږي . د دخواشینۍ ځاي دی چې د لوړو زده کړو او معارف وزارتونو په خپل اداری جوړښت کی خصوصی ښوونیزو ادارو لپاره مستقل ریاستونه ایجاد کړي مګر تراوسه د دې جوګه شوي نه دي چې یو ه جامع ستراتیژي او د تعلیمي نصاب له پاره روښانه او ګټوره کړنلاره جوړه کړي .

 

 دیادو ستونزود حل لاري :

 ۱ ـ دلوړو زده کړو اومعارف وزارتونه باید یوه جامع ستراتیژي او کړنلاره چې دیو بین المللی ستندر د تعلیمي نصاب سره سمون ولري جوړه کړي .

 ۲ ـ دخصوصی تعلیمی ادارو د څارنې له پاره د نظارت او ارزیابئ کمیټه چې د مخلصو ، وطنپالو او مسلکی کدرونو څخه جوړه وي وګمارل شي ، ترڅودخصوصی پوهنتونونو او تعلیمي ادارو د کانکور دازموینې د څارنې ، د استاذانو دتحصیلي اسنادو ارزیابئ او کتنې ، دمیاشتنې فیسونو دټاکلو اوکنترولونې او دپوهنتونونو د چاپیریال دڅارنې چاري سمبال کړي او په دې توګه دمحصیلینو د ستونزوحل لاري ولټوي .

 ۳ ـ دلوړو زده کړو او معارف وزارتونه باید هغه پوهنتونونه اوتعلیمي ادارې چې دیادو وزارتونو دقوانینو او مقرراتو خلاف دکیفیت پرځاي په تجارتي اړخ تکیه کوي ، غیر قانوني کړنې او فعالیت کوي ، د هغوي دفعالیتونو جواز باطل او ویي تړي .

 ۴ ـ خصوصی تعلیمی ادارو او پو هنتونونو ته باید داوسنیو عصری پوهنو په لړ کې د سا ینس او تکنا لوژۍ د سکالرشیپونو د برابرولو، دهغوي د امنیت د خوندي ساتلو ، پر هغوي د لږي مالیي د وضعه کولو ، د درسی موادو، لابراتوارونو، او څیړنیزو مرکزونو د برابرولوپه برخه کی ور سره مرسته وکړی .

 ۵ ـ هغو محصلینوته چی د لیسا نس په کچه فارغیږی د هیواد په د ننه او بهر کې د ماسترۍ د کورسونو د نیولو له پاره زمینه برابر ول او د پروګرام د تکمیلونو څخه وروسته په دولتی اداروکی د هغوی جلبول او په دندو ګمارل .

 په پاي کې د لوړو زده کړو او د معارف وزارتونو ، په هېواد کې د پوهنتونونو او انستیتیوتونو او د ښوونځیو د مسؤلینو څخه زموږ غوښتنه داده چې په پوره افغاني او اسلامي روحیي ، د ایماندارۍ ، صداقت ، وطنپالنې او ملي احساس په درلودلو سره د خپلو زوریدلو خلکو او د هغو د بچو د ښوونې او روزنې له پاره د یو ( کوالیټې ایجوکشنل سیستم ) یا د زده کړي د عالي سیستم په جوړولو کې د زړه د اخلاصه مرسته وکړي او اوسنۍ حیرانوونکې ستونزي له منځه لیري کړي . دا په افغانانو پوري ویل کیږي چې هغوي د تعلیم سره مینه نه لري ، که ولېدل شي افغانان په نړۍ کې د استعداد لرلو ریکارډ لري . دا یوازي زموږ کمزوري ، غافله او نا اهله حکومتونه دي ، تور زړي ګاونډیان دي چې د افغانانو څخه يي د تعلیم په اړه هر څه اخستې او هغو ته بیسوادي په سوغات کې ورکوي . هغه ملت چې د پوهې نه محروم شي د خپل تاریخ سره یي اړیکې شلیږي . څوک چې په خپل تاریخ نه وي خبر هغه ته وطن او د هغې څخه دفاع مانا نه لري . بې وطنه خلک لوړ معنویت نه لري . له دې کبله راځئ چې په تراژیدئ کې د ډوبیدونکې افغانستان کښتۍ د پوهې په بصیرت او مهارت را وباسو ، د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو سره په ښوونه او روزنه کې ځان سیال کړو . په دې برخه کې حکومت ، خیر غوښتونکې ټولني ، د افغانانو هره کورنۍ او وګړی، نړیواله ټولنه او پوهه خوښوونکی بشریت د افغانانو د باسواده کولو په داعیه کې هر یو انسانې او اخلاقې مسؤلیت لري او یو شمیر له دوي ان داچې مکلفیت لري .

  په درناوي