که څه هم چي د تاریخ په څپو کي د ټولنیزو ناخوالو او مظالمو پر ضد پاشلي سیاسي مبارزې سوي او د فرانسې په شان انقلابونه ئې بریالي کړیدي خو بریا ئې ځکه تلپاتې نه وه چي منظم تشکُل، انتخابي رهبري او د ټولنیزو شرایطو سره سمه برنامه ئې نه لرل. پدې خاطر چي مبارزه هدفمنده وي او پایلي ئې ملموسي او دوامداره وي نو طبعي ده چي سیاسي جوړښتونو ته ضرورت دی. له همدې کبله کله چي د ۱۹ مي پیړۍ په پای کي د احزابو ایجاد پیل سو نو مبارزې هم منظم او سازماني شکل غوره کړ. یعني سیاسي ټولنو خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د سازمان، حزب، ائتلاف او جبهې په شان جوړښتونه رامنځته کړل چي نوموړي جوړښتونه په معینو ټولنیزو شرایطو کي د ضرورت پر بنسټ په یوه ټولنه کي شکل اخلي.

 پدې خاطر چي سیاسي ګرداونه خپلو اهدافو ته په بریالیتوب سره ورسیږي نو لازمه ده او شاید و باید چي د ټولنيزو شرایطو سره سم خپل سیاسي وسایل هم ولري څو وکړای سي چي خپله مبارزه په بریالیتوب سره ګړندۍ مخته بوزي.

  سیاسي اهدافو ته د رسیدو لپاره د وسایلو له جملې څخه مهمه وسیله سیاسي پوهه ده. یعني سیاسي علم موږ ته دا راښیي چي څنګه سیاسي قدرت ته ورسیږو او څنګه کولای سو چي د خپل ولس په ملګرتیا او همکاري باندي خپل سیاسي قدرت وساتو. اهدافو ته د رسیدو لپاره بله مهمه وسیله سیاسي جوړښت (سازمان، حزب، ائتلاف او جبهه) ده. د بحث د ښه سپړلو لپاره به بده نه وی چي پر نوموړو مفاهیمو باندي جلا جلا بانډار وکړو.

 

۱ - سازمان

 د سازمان او حزب په تعریف کي ډیر توپیر نه لیدل کیږي خو په شکلي لحاظ ئې فرق دادی چي حزب په مشخص ډول په ټولنه کي سیاست کوي اما سازمان کیدای سي چي هم نړیوال وي او هم مدني جوړښتونو ته سازمان وویل سي. لکه د ملل متحد سازمان، د بشري حقوقو سازمان، د هوا پیژندي نړیوال سازمان او داسي نور. سازمان بیل بیل تعریف سویدی.

 د ساري په ډول امریکایي ټولنپوه تالکوت پارسونز Talcott Parsons سازمان داسي تعریفوي:

 )سازمان هغه ټولنیز واحد دی چي په قصدي ډول جوړیږي څو ځانګړي اهداف تر لاسه کړي).

 بروس کوئن Bruce Cohen امریکايي وایي چي:

 (رسمي سازمان د خلګو هغه ډلي ته ویل کیږي چي یوه ډیر مشخص هدف ته د رسیدو لپاره خپل کوښښونه سره همږغي کړي).

  زما په اند سازمان د همفکرو خلګو هغه ټولګه ده چي کله سیاسي او کله مدني ځانګړي اهداف تعقیبوي او د مشخصو اصولو درلودونکی وي.

 

۲ – حزب

 حزب عربي کلمه پیژندل سویده چي د ډلي، جمع، دسته، او سیاسي تشکیلاتو په معنا دی. حزب یا ګوند هم بیل بیل تعریف سویدی خو زه ئې داسي تعریفوم: حزب هغه سیاسي جوړښت دی چي د ځانګړو او ګډواهدافو لپاره د معینو اصولو او تشکیلاتو په چوکاټ کي ګډه او دوامداره مبارزه کوي چي مقصد ئې په حکومت کي قدرت، بدلون یا پر حکومت باندي اثر ښندنه ده.

 

۳ – ائتلاف

 ائتلاف Coalition په لغوي لحاظ د اتحاد، اتفاق، موافقت او یوالي په معنا دی خو په اصطلاح کي ځانګړي هدف ته د رسیدو لپاره مؤقت یوالي ته ائتلاف ویل سویدي. ائتلاف کیدای سي چي په یوه ټولنه کي د سیاسي جوړښتونو یعني د سیاسي احزابو او سازمانو لخوا رامنځته سي یا هم کیدای سي چي د څو هیوادو تر منځ نړیوال ائتلاف وسي خو په ټوله کي ائیلاف په یوه خاص سیاسي حالت کي د یوه مشخص او ګډ هدف لپاره شکل اخلي.

 پدې معنا چي: احزاب، سازمانونه یا هیوادونه په ځانګړو ټولنیزو یا نړیوالو حالاتو کي د ضرورت پر بنسټ یوه ګډ هدف ته د رسیدو لپاره ائتلاف کوي یعني اتحاد کوي. دغه اتحاد یا یوالی ترهغه وخته پوري دوام کوي څو ائتلاف خپل نهایي، ګډ او معین هدف ته ورسیږي. کله چي ائتلاف هدف ته ورسید بیا نو هر حزب یا هر هیواد پرخپله لاره ځي. د ساري په ډول بین المللي ائتلاف دی په ګران افغانستان کي چي موخه ئې د تروریزم له منځه وړل دي. سیاسي احزاب هم د یوه مشخص هدف لپاره په یوه ائتلاف کي یوځای کیږي کله چي هدف تر لاسه سو بیا نو هر ګوند پر خپله لار ځي.

 

۴ – جبهه

 په عربي کي مخ یا تندي ته جبهه وایي خو په نظامي ادبیاتو کي د جنګ لومړۍ کرښه یا د جنګ ډګر ته جبهه ویل کیږي؛ اما په سیاسي ترمینولوژی کي ائتلاف ته ورته جوړښت دی چي څو سیاسي حزبه یا سازمانونه یوه ګډ او ځانګړي هدف ته د رسیدو لپاره پر یوه ګډ پلاتفورم باندي هوکړه کوي. کله چي جبهه خپل مشترک هدف ته ورسیدل بیا نو هر حزب او سازمان د ائتلاف په شان پر خپله لار باندي ځي. خو د جبهې او ائتلاف تر منځ لږ توپیر سته او هغه داچي:

 ائتلاف عمومآ تر هغه وخته پوري یو موټی پاته وي څو چي خپل هدف ته په کُلي ډول نه وي رسیدلی او که چیري یوه عضوه هدف ته تر رسیدو مخکي د ائتلاف څخه وزي باید خپل دلایل ولري خو جبهه داسي نده. په جبهه کي کیدای سي چي هدف پر برخو یا پړاونو باندي وویشل سي او د جبهې اعضاوي کولای سي چي د جبهې سره تر یوې برخي پوري یا تر یوه پړاو پوري ملګري وکړي او وروسته خپله لار جلا کړي. د ساري په ډول که په یوه هیواد کي د دولت (اجرائیه قوه، مقننه قوه، قضائیه قوه) د تعویض لپاره د سیاسي ګوندونو یوه جبهه ایجادیږي نو د جبهې یوه عضوه یعني حزب یا سازمان کولای سي چي صرف د دولتي واکمن (صدراعظم یا رئیس جمهور) تر لیري کیدو پوري د جبهې سره پاته سي وروسته جبهه پریږدي او یا کیدای سي چي د ټول حکومت تر بدلون پوري په جبهه کي پاته سي. یعني حتمي نده چي یو حزب یا سازمان دي په جبهه کي تر پایه پاته سي.

 

اوس مهمه داده چي جبهه باید د چا ترمنځ جوړه سي؟

 جبهه او ائتلاف یوه ګډ او مشخص هدف ته د رسیدو لپاره باید د هغو احزابو او سازمانو تر منځ شکل واخلي کوم چي بیلي برنامې او بیل بیل اهداف لري خو هغه احزاب او سازمانونه چي یو شانته فکر کوي، مشابه برنامې لري صرف په شمیرو کي ئې فرق وي، ګډ اهداف او مشترک مکانیزم لري، حتا مشترکه ایدیالوژي لري او د یوې مور اولاده وي هغه باید اصولآ په ګډ او واحد حزب کي سره راټول سي نه جبهه یا ائتلاف کي. د داسي ګوندو لپاره چي هر څه ئې مشابه وي د جبهې مطرح کول یا په جبهه کي راټولیدل نداچي ستره سیاسي اشتباه ده بلکه د طلایي وخت ضیاع هم ده. پدې خاطر چي ددوۍ په منځ کي په تیؤریک لحاظ هیڅ داسي څه نسته چي دوۍ دي یو دبل څخه لیري او جلا فعالیت وکړي.

  مګر هو: یو لوی او قوي دښمن په منځ کي سته چي دوۍ هیڅکله نه پریږدي چي تر یوه چتر لاندي په یوه واحد حزب کي ګډه، اصولي او ملي مبارزه وکړي. دغه لوی او خطرناکه دښمن کومه بیګانه پدیده نده بلکه د سیاسینو خپله خود خواهي یا ځان غوښتنه ده چي د مؤقف، مقام او شهرت د کسب لپاره ئې د سیاسینو څخه ارام اخیستی دی.

 پایله داچي: هغه سیاسیون چي ولس او هیواد ته ږمن او صادقه نه وي، خپلي شخصي او سکټرسټي ګټي تر ملي ګټو او مصالحو مهمي بولي په هر سیاسي فورم کي چي سره ټول سي یوالی به ئې بې ثباته او اتحاد به ئې د روښکۍ وي.

 په درنښت

 سرچینې: انلاین ډیکشنري ابادیس

  ۱۴- ۳ - ۲۰۲۱