۱- دیموکراسي

 دیموکراسي نسبي مفهوم دی چي د دوو یوناني کلیمو څخه جوړ دی. دیموس د خلګو په معنا او کراتوس یا کراتي د حاکمیت او قدرت په مفهوم دی چي اوس ئې انګلیسي شکل Democracy ده. دیموکراسي د ګوندونو د پیدایښت نه مخکي ډیر لرغونی تاریخ لري او لومړۍ دیموکراسي چي د تاریخ په حافیظه کي ثبت سویده د اتن دیموکراسي وه چي پنځه سوه کاله مکخي تر میلاد د یوي بلوا وروسته د اتن په اتیکا سیمه کي رامنځته او رواج سول. دغه دیموکراسي د مستقیمي دیموکراسي په نامه نومول سویده.

 دیموکراسي بیل بیل ډولونه لري خو دوه لاندي شکلونه یې تر ټولو عام او عملي شکلونه دي.

 - یو ئې همدغه مستقیم «Direct» شکل دی چي اوس ټولپوښتنه یا ریفریندم ورته ویل کیږي. پدغه شکل کي خلګ خپله مستقیم د یوې موضوع په هکله په ټاکنو کي برخه اخلي، فیصلې کوي او تصامیم نیسي په تیره بیا کله چي پارلمان یا ولسي جرګه د یوې ملي مسئلې په حل کي پاته راسي بیا نو ټولپوښتنه کیږي. لکه په ۲۰۱۵ میلادي کال کي د یونان د پور دلانجې په هکله ریفرندم، په ۲۰۱۶ میلادي کال کي د سویس څخه د مجرمو مهاجرینو د ایستلو په اړه ټولپوښتنه، په سکاتلند کي د برتانیې سره د پاته کیدلو په اړه ریفرندم...

 - بل شکل ئې نمایندګي دیموکراسي ده چي په انګلیسي ورته Representatieve وایي. پدغه ډول دیموکراسي کي خلګ احزابو یا د احزابو نمایندګانو ته د خپلو نمایندګانو په صفت رایه ورکوي چي تقریبآ د نړۍ په ډیرو سیمو کي رواج لري. نمایندګي دیموکراسي هم پر دوه ډوله ده چي یو ډول ئې خلاص Open یا څو حزبي دیموکراسي ده او بل ډول ئې یو حزبي دیموکراسي ده چي خلګ د یوه حزب بیلو کاندیدانو ته د حزب په دننه او دباندي کي رایه ورکوي. یو حزبي دیموکراسي د چین، شمالي کوریا او سوریې په شان مملکتو کي لیدل کیږي.

  د دیموکراسۍ شرطونه

 - د دیموکراسۍ زړه او بنسټیز شرط ټاکني یا انتخابات دي چي په سانسیګریت کي (پروهیت) بلل سویدي او ځانته خپل شرایط لري. یعني دیموکراسي بیله ټاکنو څخه نه تمثیل کیدای سي او نه هم تعریف کیدای سي.

 - د دیموکراسي دوهم شرط دادی چي د حکومت درې قواوي (مقننه، قضائیه، اجرائیه) باید جلا او مستقیلي وي چي نوموړي قواوي په لومړي ځل فرانسوي سیاست پوه شارل دومنتسکو (۱۶۸۹-۱۷۵۵) سره بیلي کړې. که چیري نوموړي قواوي استقلال ونه لري او په ډول د ډولو د کوم حزب یا حاکم تر تاثیر لاندي وي او په ګټه ئې عمل وکړي بیا نو دیموکراسي نقض ده.

 - د خلاصي دیموکراسۍ لپاره دریم اصل د متعددو احزابو شتون او ازادي ده څو یو دبل په مقابل کي سالیم رقابت او مسالمت امیزه مبارزه وکړي چي دغه د اضدادو مبارزه د پرمختګ بنسټیز لامل دی.

 - خو اوس د دیموکراسۍ یا دیموکراتیک حکومت لپاره نوی او مډرن شرط دادی چي یو حکومت باید د خلګو لپاره یا د خلګو د رضائیت لپاره منحل او له منځه ولاړ سي. یعني یو دیموکراتیک حکومت باید د خپلي ناتواني یا غلطي پر بنسټ د خلګو د سهولت، ارامي او خوشبختي بخاطر استعفآ ورکړي او نوو ټاکنو او نوي حکومت ته په پوره صداقت او جرئت میدان پریږدي.

 

۲- ازادي یا لیبرالیزم

 که چیري موږ په ملي کچه پر ازادي باندي بانډار کوو نو ازادي د استقلال په معنا ده. پدې معنا چي یو هیواد باید سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري «ښکارهنګي» خپلواکي ولري او په خپله خوښه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ بهرنی او کورنی سیاست وکړي، تولید او تجارت وکړي او د نړیوالو شرایطو سره سم په نړۍ کي خپل ازادانه او دوستانه روابط تآمین کړي. یعني یو مستقیل هیواد باید د بل کوم خارجي هیواد تر امر او دستور لاندي نه وي او تمامیت ارضي ئې پخپل کنترول کي وي؛ که چیري داسي نه وي او د کوم هیواد درې قواوي د خارجیانو په امر، د خارجیانو د ګټو په خاطر خپل ملي، قانوني او حقوقي اصول او قواعد تر پښو لاندي کړي او خپلو ملي ګټو ته په نه پاملرنه سره د خارجیانو په ارډرعمل کوي بیا نو نوموړی دولت خپل مشروعیت دلاسه ورکوي او د غیر مسقیم استعمار تر چت لاندي په اشغال سوو هیوادو کي شمیرل کیږي. پدې صورت کي د حکومت څخه د ملي ګټو پربنسټ د هر ډول مثبت بدلون غوښتنه بې ځایه او بې ګټي ده.

 خو کله چي موږ پر فردي ازادیو ږغیږو بیا نو موږ د لیبرالیزم د اصلي هدف همدغه «شخصي ازادي» سره مخ کیږو چي نن ورځ ئې د دیموکراسي سره اړیکي نه شلیدونکي دي؛ که څه هم کله کله لیبرالیزم د لیبرترینیزم (اختیارپلوي) سره په تیروتنه کارول کیږي خو دا مفاهیم پخپل منځ کي لږ توپير لري ځکه چي د ازادۍ معیار اختیار نه حق دی.

 یعني ازادي پدې معنا نده چي هر څه دي زړه غواړي یا دي په اختیار کي وي هغه وکړې بلکه ازادي معنا داچي:

 «هر څه چي ستا حق وي هغه وکړه».

 د دیموکراسي تړاؤ د لیبرالیزم سره

 که څه هم چي د بیان ازادي، د فکرازادي، د مذهب ازادي، د مطبوعاتو ازادي او نور مدني حقوق نن ورځ د دیموکراسي ارکان بلل کیږي خو نوموړي ارزښتونه په زات کي لیبرال ارزښتونه دي او په لیبرالیزم پوري اړه لري چي لومړی ځل په ۱۷ پیړۍ کي انګلیسي فیلسوف جان لاک د دیموکراسي سره یو ځای کړل. کله چي د دیموکراسي سره بیل بیل کلتوري «ښکارهنګي» ارزښتونه یو ځای سي د دیموکراسي نوعه جوړیږي. د ساري په ډول د جان لاک لیبرال ارزښتونه چي د دیموکراسي سره یو ځای سول نو لیبرال دیموکراسي ئې رامنځته کړل چي د اسلامي دیموکراسي یا په ټوله کي د دیني دیموکراسي سره په ټکر کي ده. دیني دیموکراسي هغه دیموکراسي ده چي د دین پراخلاقي ارزښتونو باندي بنآ وي. لهذا لیبرال دیموکراسي نه یوازي په اسلامي ټولنو کي بلکه په ټولو هغه ټولنو کي چي دین حاکم وي یا په بل عبارت دین او سیاست نه وي سره بیل سوی مشکلات ایجادوي.

 پایله داچي: دیموکراسي او لیبرالیزم په زات کي حتمي او عقلي رابطه نلري بلکه یوه تاریخي او ټولنیزه اړیکه ده.

 د بیلګي په ډول کیدای سي چي افلاطون د لومړیو لیبرالستانو څخه وشمیرو او دده په مدینه فاضله «ارمان ښار» کي فردي ازادۍ او ټولنیز سهولتونه څلورسوه کاله مخکي تر میلاد منعکس سویدي؛ اما افلاطون د خپل شاګرد ارسطو سره سخت د دیموکراسۍ خلاف وو. افلاطون به ویل چي اکثریت خلګ د تصمیم نیولو او فیصله کولو په هکله لازمه ښایستګي نلري او ارسطو پدې باور وو چي په دیموکراسي کي قدرت درواغجنو او فریبکارو خلګو ته پلاس ورځي. ځکه نو د افلاطون او ارسطو په شان ډیرو مشهورو فیلسوفانو چي د میلاد مخکي ئې په اتن کي ژوند کاوه د دیموکراسۍ پر ځای پر ارستوکراسي باندي ټینګار کاوه. ارستوکراسي Aristocracy د ښه حکومت په معنی ده.

 د افلاطون او ارسطو په اند ارستوکراسي هغه حکومت دی چي د یوه نجیب او ښه اقلیت لخوا په یوه هیواد کي اجرآ کیږي. خو سیاسي فلسفه بیا ارستوکراسي هغه حکومت بولي چي د یوې عقلمندي، هوښیاري او اخلاقي ډلي لخوا اداره سي یعني د داسي ډلي لخوا چي ملي مصالح تر خپلو شخصي مصالحو مبارکي او مقدمي بولي. همداسي زیاتوي چي حکومت د برترۍ او تسلط جنبه نلري خو دغه خبره هم نه ردوي چي ارستوکراسي د هغه اشرافو او نجیبو حکومت دی چي د نسب، اقتصاد او کلتور (ښکارهنګ) له نظره د عامو خلګو سره توپیر لري.