وړاندی له هر څه د مارچ د اتمې دښځې د نړیوالې ورځې د رراسیدو په مناسبت د افغانستان ښځو ته دزړه کومې مبارکي وایم او په ښځه د هرډول تشدد، تیري، ظلم؛ ستم او بې عدالتیو غندنه کوم. او افغان ښځو ته د تشدد، تبعیض، تیري، ظلمونو؛ ستم اوبی عدالیو ضد روانه آزادی بخښونکی او عادلانه داعیه او مبارزه کی بریالیتوب غواړم.

  ښځه انسان دئ اود ښځې داعیه د انسانیت - بشریت؛ آزادۍ - برابرۍ او پر مختګ داعیه ده. ښځه دانسان - بشر په توګه ‌‌‌‌‌‌ذاتا د ټولو انساني او مدنی حقونو؛ څخه برخورداره ده، او دانسانیت د ارزښتونو او داسلام دمبین دین د انسانی ارشاداتو او دبشری حقونو د نړیوالي اعلامیی او زمونږ دهیواد د اساسی قانون او نورو قانون له مخي دآزادی او برابری دنر سره برابره ده او دټولو فردی؛ اجتماعی؛ سیاسی؛ اقتصادی او فرهنګی حقونو او فرصتونو څخه برخورداره ده او دهر ډول تشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم او بې عدالتئ څخه مصؤنه ده او دکورني اودمیړه سره د برابرو کورنیو حقونو؛ دندو او مسولیتونو درلودونکې ده.

  ښځه دانسانیت او په یوه ټولنه کې د آزادئ اوبر ابری دشتون او نه شتون معیار دی او په ټولنه کې آزادی او برابری دښځې د عزت؛ انسانی او مدنی حقونو په تامین کې تحقق مومي. ښځه مور ده او جنت دمور په پښو کي دئ؛ ښځه داسلام په مقدس دین کی ځانکړي ځاي لري او هر څوک چې په انسانیت او اسلامیت باور لري نه یوازې دښځې انسانی حقونو تر پښو لاندې کولو څخه باید ډده وکړي، بلکه د هغې دانسانی کرامت درناوئ او د انسانی او بشری حقونو تامین او ساتنه باید خپله انسانی او دینی وجیبه وګڼي.

  ښځه د نوو او زړو؛ مترقی او ارتجاعی او مترقی فکرونو انسانیت - بشریت؛ آزادی او برابری ضد منحطی فکرونو او ناوړه دود پالنی اود پرمختګ او په شاه تګ دتضاد او مقابلی او ارتجاعی اوپرمخ تلونکو اوغورځنګونو دمبارزی په محراق قرار لري. او دیوه هیواد پر مختګ دهغه هیواد دښځو د پرمختګ له مخی ټاکل کیږی. یا په بل عبارت هغه هیواد ته پر مختللی هیواد ویلای شو چی ښځه پکې دانسانی او ټولنیزو حقونو څخه په لازمه توګه برخورداره وي. او برعکس هغه هیوادونه لکه زمونږ هیواد چې شځې پکې داسارت او ستم لاندې ژوند کوي په وروسته پاتی هیوادونه کې شمیرل کیږي.

  دادي وینو چې له بده مرغه زمونږ په هیواد افغانستان کی ښځه د انسانیت او مذهبی افراطیت او دانسانیت او اسلامیت ضد افراطی افکارو او منحطو دودونو؛ تشدد؛ تیریو، اسارت؛ ستم؛ ظلمونو او بی عدالتیو او دنر او ټولنې ددوه ګونی ستم اودجنسیتی تبعیض څخه ځوریږي او زمونږ په ټولنه حتی داسې کسان هم شتون لري چې ښځې ته ددوهمه درجه انسان په سترګه ګوري او په کورنی تشدد کې وهل اوټکول کیږی او دیوه ډله افراطی ملایانو دفتوا له مخې سنګسار او وژل کیږي او یا خپله دتشدد او ناخوالو څځه دخلاصون لپاره مرګ ته پناه وړي او یا ځان سوځوي.

  زمونږ په هیواد کی نجونې په بدو کې قربانی ده او تراوسه قربانی ورګوي. اجباري او دقانونې سن نه مخکي نکاح او واده ته مجبوریږی او د ولور په نامه په واقعیت کی دجنس په شان اخیستل او خرڅول کیږي. په کمکئ نجونو د جنسی تجاوز ناوړه پیښي هم اوریدل کیږي.

  دافغانستان مطلق اکثریت ښځې دسواد څخه محرومی دي او دپې وزلې؛ نارو غې او د خپلو کوچنیانو او کورنئ اودنورو ټولنیزو ناخوالو څخه عذاب ګالي او په سیاسي، اقتصادي او اجتماعی او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او لازم ګډون څخه محرومې شویدی.

  په داسی حال کې چې په افغانستان کی دښځو دانسانی حقونو د تامین په ډګر کې د دولت دیوه لړ اقداماتو او د هیواد دښځو دسازمانونو او مدنی ټولنې او د ښځو دټولنو او سیاسی ګوندونو دمبارزی په نتیجه کې دځینو لاسته راوړنې تر سترګو کیږی چې دټینګیتا او پراختیا لپاره یی مبارزه او هڅه او هاند وشي. خو دنړئ دپرمختللو هیوادونواو مترقی بشریت تجربی شيي چې ښځه به په افغانستان کې هغه وخت دتشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم او بي عدالتیو څخه وژغورل شی اودخپلو انسانی حقونو څخه به برخه منه شي چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد مترقی؛ دموکراتیک او عدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کی دمسلط جریان په توګه تثبیت او و پیژندل شي او په هیواد کې یوه کارا دموکراسی اوځواکمن، حقوقی او دموکراتیک دولت رامنځته شي اواستقرار ومومي.

  په پای ګی یو ځل بیا دښځې دنړیوالی ورځې په مناسب افغان ښځو ته مبارکی وایم او دوی ته دخپلو روا انسانی او مدنی حقونو لپاره مبارزه کی بریالتوب غواړم اوپدی لاره کی دافغانستان دښځو ددموکراتیک سازمان او غورځنګ اودهغه په سر کی دډاکتر اناهتیا راتب زاد او نورو افغان سرغندیو ښځو دقهرمانانه مبارزی او هڅو په یاد دافغانستان ښځو سترو بیالیتونو غواړم.

نیک مرغه دې وي دمارچ اتمه دښځو نړیواله ورِځ او بریالي دې وي د آزادئ، برابری او سوکالئ لپاره دنړۍ د اوافغانستان د ښځو قهرمانانه اونه ستړي کیدونکې مبارزه او هڅې او هاند.