له ډېره وخته سوال راته پيدا وو چي اوسنئ د ۲۱ مي پېړۍ متمدن انسان ولي ندی توانېدلی چي بېله جنګه، د صلحي په فضا کي یوه ښکلې او ارامه انساني ټولنه جوړه کړي، څو خپل مشکلات په منطق او تفاهم سره حل کړي. همدې سوال ته مي د جواب موندلو لپاره لستوڼي را ونغښتل او روان سوم. لومړئ مي د هېروکلیت، جان لیګان، کارل فورس او نورو فیلسوفانو او عالمانو نظریات پیدا او و لوستل. چا ویل جنګ د انسان فطرتی غریزه ده، چا ویل جنګ پر غله (ګټو) دی او داسي نور. وروسته د انسان پېژندني عمومي سړک ته ور و وتم او سفر مي پیل کړ، د لږ سفر وروسته مي و لیدل چي تر هر څه مخکي باید لومړئ سړک (د انسان زات) طئ کړم. کله چي نوموړي سړک ته ور شوه سوم، سمدستي مي د اروا پوهني، ټولنپوهني، ښکارهنګ (کلتور) پوهني، سیاسي فلسفې او بیولوجي لوحې تر سترګو سوې. معنا دا چي د انسان زات ته تر رسېدو مخکي باید دغه کوڅو ته هم سر ور ښکاره کړم. زه هم په نوبت سره په نوموړو کوڅو کي و ګرځېدم او چکر مي و واهه خو په هره کوڅه کي بیا نوري کوڅې وې، یعني موضوع ډېره پېچلې وه. لنډه دا چي ما تر خپله وسه سترګه و لغړول او بیرته بې پایلي عمومي سړک (انسان پېژندني) ته را و ګرځېدم. یوه یخ سیوري ته کښېنستم او د دمي وروسته مي پرېکړه و کړه چي:

په اوسنۍ نړۍ کي د جنګونو لامل د انسان کمزوي ده. دا چي زما اصطلاح (کمزوري) به بیولوژي او اروا پوهني په څه نوم نومولې وې یا به ئې و نوموي نه پوهېږم. خو زما په اند یو انسان چي هر څه یا ډېر څه ځانته غواړي دغه بې ځایه غوښتنه اوغرور د انسان کمزوري ده. همداسي ډېر انسانان وینو چي په نورو انسانانو کي اصلاح او بدلون غواړي خو پخپل ځان کي اصلاح او بدلون نه مني. د ډاکترانو په شمول ټول انسانان د ایروین، چرس، الکهول، سګریت، نسوار، پاڼ او نورو نشه یي توکو په ضرر پوهیږي خو بیا ئې هم استعمالوي.غوښتل مي د انسان کمزوري په مفصل ډول په نورو بېلګو کي در و پيژنم خو لیکنه ډېره اوږده سول ځکه مي سمدستي د شعر کمال ته رجوع و کړل چي پراخ مسایل پخپل کوچني وجود کي ځایوي. نو ما هم خپله اوږده لیکنه په لاندي غزل کي را و نغښتل. دا تاسي او دا ئې د انسان کمزوري په غزل کي.

 د انسان کمزوري

یوه لـویـه کمـزوري لــري انســــان

که ئې لیري کړي جهان به سي ودان

 

بل ته ښې خوږې خبري نصیحت کړي

ناصح نــه کـوي عمـل پـه خـپـل بـیـان

 

بل ته غواړي اصلاحات او نیکي چاري

خپــله نه راوړي هغه اصلاح پـر ځــان

 

اوسنـۍ نــړۍ بــه هــله انســاني ســــي

چي هر یو سو جواب ګو د خپل وجدان

 

په شعار او تظاهر مو څه جوړ نکـړل

خدای ته ګــورۍ قدر و کړۍ د زمــان

 

د تـوپک او غرور لاره وېجاړي ده

مینـه و کړۍ مینـه نـوم دی د انسـان

 

که هر څوک یو د بل حق لره قائل سو

زموږ نـړۍ ده ښایستـه جنـت نښـــان

 

د ځان شته دي هموطن لره هم غواړه

چي ښکلا هم د ماحول سي هم د ځان

 

د ګلاب په رژېدو بلبل هم خوار سي

چي سېـلۍ پر چمن راسي د خـــزان

 

که دي یو عاشق اصلاح وای د زړه سره

اوس به نه وای داسي خوار پر دې جهان

 

د داؤد تشــه دعــا پـر ډېـر څه نیســه

 

رب دي جوړ کـه ښایستـه افغانستـان