تصویر از داکتر فرید حسرت-نظیمی
تصویر از داکتر فرید حسرت-نظیمی

وړاندی له هرڅه په کابل کې دیوشمیر وطنوالو مظاهره باندی د اسلامی دولت په نامه تروریستی شبکی وحشیانه حمله په شدت سره عندم او شهیدانو ته یی فردوس جنت غواړم او په عاملینو باندی یی لعنت وایم. اوباید وویل شی چه ټول هغه څه چی د اسلامی دولت؛ القاعدی او اسلامی امارت دتروریستی وحشی او منفورو ډلو له خواه داسلام دمقدس دین ترنامه ترسره کیږی؛ دانسانیت؛ بشریت اود اسلام دمقدس دین د جوهر؛ شعایرو؛ احکامو؛ فرایضو؛ اصولوسره په کامل ډول ضدیت لری او دترسره کونکی ځای یی دوزخ دی او په دی دنیا کی ابدی عذاب دی. او پدوی دی لعنت وي. او نړی افغانستان اونړی څرنګه دتروریسم دطاعون او افت څخه خلاصون موندلئ شي؟

۱- تر ټولو وړاندی دامریکا او ناتو څخه باید په کلکه وغوښتل شی چی دافغانستان سره دشوو ستراتیژیکي قرارداد او امنیتی موافقتنامو له مخی دافغانستان دتروریسم ضد جګړی او افغانستان د امنیت دتامین امنیتی قابلیت دلوړولو لپاره خپلې ژمنی په سمه توګه ترسره کړی او په پاکستان کی د القاعده؛ داعش او طالبانو او نورو ترو ریستی شبکو اډی؛ مرکزونه او پټ ځایونه په له منځه وړلو؛ مالی سرچینو دوچولو او د تروریستانو سره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړدقطع کولو په برخه کی ټوکلي ګامونه پورته کړی او په پاکستان فشار وارد کړی او تری وغواړی چی دتروریسم په ضد جګړه کې چې «دبدو اوښو تروریستانو» ددوه مخی او چټلې لوبی څخه لاس واخلی او په خپله خاوره کی دطالبانو مرکزونه له منځه یوسی، دفترونه یی وتړی او مشران او فعالین يي دخپلی خاوری څخه وباسی او کابل ته وسپاري او د افغانستان پرضد نه اعلان شوی جګری څخه لاس واخلي.

 ۲- دملګری ملتونو دامنیت شورا له خوا د تروریسم دنابودئ اودتروریستانو او مذهبی افراطیونو څخه د ځینو اسیایی او عربي دولتونو او مذهبی افراطی کړیو د ملاتړ دقطع کولو لپاره لازم اقدامات ترسره شي او دتروریسم پټ او ځرګند سیمه ایز او نړیوال ملاتړ کونکی او موسسی؛ سازمانونه او کړئ تثبیت؛ افشا؛ تجرید او په تور لیست کی ونیول او په نړوالو محکمو کې مجازات شی او ددی سره جوخت د آسیا او افریقا په اسلامی هیوادونو کی د بی وزلئ دله منځه وړلو او سیاسی؛ اقتصادی؛ ټولنیزی او فرهنګی پراختیا او ودې لپاره ګډې نړیوالي هڅې او هاند وشي.

۳- دافغانستان ټول ملی؛ دولتی؛ مادی - معنوی او ټولنیز پو تانسیل دتروریسم او افراطیت پرضد بسیج شی. ددولت امنیتی - دفاعی قابلیت ته ارتقا ورکړل شی او ددی موخی لپاره یوه نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین او دتطبیق لپاره یی تر ټولو وړاندی دهیواد دفاعی - امنیتی قابلیت دخود کفایی سطحی ته ورسول شی؛ دهیواد امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی نظامی مسلکی رهبري تقویه شی او په همدی ډول ټول ملت؛ قومونه او قبایل؛ مدنی ټولنه؛ سیاسی ګوندونه او ا جتماعی سازمانونه او نهادونه دافراطیت او تروریسم پر ضد سره متحد او را پورته شي او یو موتئ پراخ ولسی غورځنک په لاره واچول شی.

 ۴- په افغانستان کې یوځواکمن حکومت را منځته شي؛ داسې حکومت چې دلازم سیاسی مشروعیت او یو موټئ سیاسې زعامت څخه برخوردار وی اوپه هیواد کی دولتی واکمنی او پایدار امنیت؛ نظم او ارامي تامین او تضمین کړي او دقانون واکمني تامین کړي او دسیاسي؛ انتخاباتی؛ اداري؛ مالي؛ اقتصادی فساد او د بی وزلئ او بیکارئ او ټولیزو بی عدالتیو: اقتصادی اوفرهنګی ناخوالو جړی وباسی اوداساسی قانون ددموکراتیکو ارزښتونو پر اساس د یوی واقعی دموکراسی درامنځته کولو او دولت - ملت دحوړولو لپاره په سیاسي نظام کې دپارلمانتاریسم دپیاوړتیا او د دموکراتیک انتخاباتی نظام درامنځته کولو؛ ددولت ددری ګونو قواو او دمرکز او ولایاتو ترمنځ دواک؛ صلاحیتونو؛ دندو او مسولیتونو دښه ویښ په برخه کی لازم اصلاحات پلي کړي ږ

 ددی او دی ته ورته نورو اقداماتو او دند و دسمی اجرا په صورت کی کیدای شی چی افغانستان او دهغه ځوریدلی ولس اونړی دتروریسم او افراطیت دطاعون او مصیبتونو څخه خلاصوون ومومي.