حقیقت ، انجینر محمد داؤد اڅک: پر (ملي) مفهوم باندي لنډ بانډار

کله چي په ۱۸ میلادي پیړۍ کي د روښانتیا (روشنګرۍ) غورځنګ په اروپا کي راپورته سوو او د کلیسا د تعصباتو، د دین څخه ناوړه ګټه اخیستل او د مطلقه شاهي رژیمونو پر خلاف ئې د پرمختګ، فردي ازادیو، او عدالت ږغ پورته کړ نو پدغه وخت کی مسیحیت چي د اروپایانو ملي هویت او د خلګو ګډ ارمان وو ضعیفه سو او بلاخره ئې د ګډ هویت په حیث مفهوم د لاسه ورکړ. یعني په همدغه منځنیوو پیړیوو کي د روښانتیا غورځنګ پداسی حال کي پراختیا مومي او مسیحیت کمزوری کوي چی د مدرنیته کړند (جریان) تقریبآ سل کلن مزل وهلی دی.

 په اروپا کي د کلیسا تر ضعف وروسته بل داسي ارمان یا هویت نه وو چي واکمنان دي د هغه پواسطه خلګ سره راټول او د یوه قیام لپاره دي منسجم او تشویق کړي په تیره بیا د جنګیالیوو د تشویق د پاره. پدې خاطر چي حاکمان خپلو جنګیالیوو ته مؤرال ورکړي او د وطن په نامه ئې د جنګ په لاره کي سرښندني ته اماده کړي نو د ملت یا Nation کلیمه ئې رامنځته کړل څو خلګ سره را ټول او د جنګ لپاره انګیزه ورکړي.

 ملت پلوي یا Nationalism په ډیره چټکۍ سره په نړۍ کي خپور سو، په تیره بیا په اسیا او افریقا کي تر ازادۍ او دیموکراسۍ لا ژر رواج سو او پراختیا ئې وموندل.

 اوس موږ او تاسو په ټولنیزو رسانیو، کتابونو، لیکنو او شخصي بانډارونو کي د ملي کلیمه ډیره اورو یا ئې لولو خو د مفهوم په هکله ئې بیا هم اندونه بیل دي یا داچي ځني دوستان ئې د مفهوم په هکله پوره پیژندګلوي نلري.

 پدې معنا: سربیره پر دې چي ملي یوه ښکلې کلیمه ده په عین حال کي یو پراخ مفهوم هم دی خو په ګرامري لحاظ نسبي صفت دی چي د ملت څخه اخیستل سویدی. د ملت پراخ او تاریخي بحث به راتلونکي ته پریږدو خو د نسبي صفت دنده داده چي نسبت و یو ځای یا شي ته رسوي. کله چي د ملي کلیمه پکار وړو باید یوه شي یا نوم ته مخاطب سو څو چي نوموړی صفت وهغه ته اړوند کړو او هر کله چي یوه پدیده یا مفهوم د ملي صفت واخلي هغه پدیده یا مفهوم د فردي غالب څخه وزي او د خصوصي ملکیت څخه هم ازادي اخلي څو چي په ملت، ملل یا د هغه ټولني په ټولو خلګو پوري اړه پیدا کړي.

 معنا داچي هر ملي مفهوم، ارزښت یا پدیده د یوې ټولني په ټولو قومونو، اقشارو او طبقاتو پوري اړه لري بیله دې چي ښکارهنګ (فرهنګ)، مذهب، قوم یا ژبه په نظر کي ونیول سي.

 ملي شخص، ګوند، حاکم یا ملي حکومت هغه دی چي ارمانونه ئې د ملت ارمانونه وي، د ملت په درد او غم کي شریک وي، د ملت د سوکالۍ او پرمختګ په فکر کي وي، د ټولني ټولو قومونو او مذهبونو ته په یوه سترګه ګوري، د هغوی حمایه ورسره وي او ملي ګټو ته ئې تر شخصي ګټو لومړیتوب ورکړی وي. یعني ټول اولس په عقلي ډول ځني راضي وي.

 ملي شخص، ګوند یا مقام سربیره پردې چي د خپل ښایستګۍ پر بنسټ د مملکت د بیلو قومونو او مذهبونو په منځ کي محبوبیت او ملاتړي لري باید تل د ملي ګټو د ساتني او بډایني په چوکاټ کي فکر وکړي، خبري وکړي او عمل وکړي.

 مهیمه دا چي یو ملي شخص، ګوند یا حاکمیت پر ټولو پورته صفاتو سربیره باید د ټولو ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړي، که نه ملي به نه وي.

 ملي ارزښتونه عبارت دي له: ملي حاکمیت، ملي صلحه، ملي وحدت، ملي هویت، ملي استقلال، ارضی تمامیت، سیاسي ازادي، ملي افتخارات، ملي تاریخ او داسي نور.

 که چیري په یوه ټولنه کي د پورته ارزښتونو څخه یو ارزښت د یوه حاکمیت، ګوند یا شخص لخوا تر پښو لاندي سوی وي یا معامله پر سوې وي معنا داچي د ملي ګټو خلاف غیر ملي عمل سویدی او هغه حاکمیت یا ګوند ته هیڅکله ملي ویلای نه سو.

 ۴- ۹ – ۲۰۱۷