له رسنیو مي واورېدل چي سږ کال تقریبآ ۸ ملیارډه افغانۍ د حاجیانو لګښت راغلي دی. زه فکر یووړم چي دا خو بېخي ډیري پيسې دي، حتا یو ولایت په ابادیږي. نو مي د حج په فلسفه پسي څرک واخیست، څو لومړئ مي په المعجم الکبیر کي ۷۵۰ حدیث شریف ولیدۍ چي محمد (ص) داسي هدایت کوي:
قالَ رسولُ اللّه ﷺ: (ما آمَنَ بی مَن باتَ شَبْعانَ و جارُهُ جائعٌ).
معنا: هغه شخص پر ما ایمان ندی راوړی چي خپله موړ بدیږي او ګاونډئ ئې وږی بیده وي، یعني ایمان ئې ناقیص دی. زه (لیکوال) چي د سوسیالیزم (ټولنیزه همکاري او عدالت) سخت پلوي یم ومي لیدل چي په اسلام کي ۱۴۰۰ کاله مخکي سوسیالیزم وو. نو مي هغه کسانو ته ښراوي وکړې چي د کور، کالي او ډوډۍ په شعار ئې افغانستان دغه حالت ته ورساوه ځکه چي هغوۍ هم په خپله فلسفه عمل ونکړ. خیر، د حج په اړه مي څېړني ته دلچسپي نوره هم ډېره سوه. څو چي د سنن بیهقي د څلرم جلد په ۳۲۶ مه پاڼه کي مي دغه حدیث مبارک ولیدۍ چي وایي: (الحجُّ مرّةٌ، فما زاد فهو تطوّع).
معنا: حج صرف یو وار واجب دی، اضافه ئې مستحب دي.
ما ته ډېره جالبه سوه او فکر مي وکړ چی دا خو د محمد (ص) ارشادات دي باید د الله (ج) هدایات هم د همدې موضوع په هکله پیدا کړم او ځان په پوه کړم. نو مي قرآن مجید خلاص کړ. او څو سورې چي مي ولوستې د طعام المسکین فلسفه په مخه راغله چي خدای تعالی په بیلو ایاتو کي حکم او هدایت کړیدی چي د یتیمانو او مسکینانو سره کومک وکړۍ.
خدای تعالی په زاریات سوره او ۱۹ ایۀ کي داسي حکم کوي:
وفِی أموالِهم حقُ لِلسائل والٔمحرومِ.
تفصیل: د نیکو او بډایو خلګو په شتمنیو کي د مسکینانو او غریبانو غذایي حق پروت دی چي باید ورکړل سي.
په سوره بقره ۱۷۷ ایۀ کي داسي فرمایي:
وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ.
تفصیل: نېک او ښه خلګ هغه دي چي د خپلي خوښي شیان یتیمانو او فقیرانو ته هم ورکړي.
دې ته ورته د سوره توبه په زکات ایۀ کي، سوره بلد، سوره ماعون، سوره انسان، سوره حشر، سوره لیل او نورو کي الله (ج) هدایت کړیدی چي د مسکینانو او یتیمانو سره باید مرسته وسي.
ما چي د خدای تعالی او رسول الله هدایات ولوستل حیران پاته سوم چي دا ځني مسلمانان ولي په ایت او حدیث عمل نکوي، د غریبانو لاس نه نیسي او په وارو وارو حج ته ځي. نو مي خپل همیشني انډیوال (قلم) ته ږغ کړچي راځه، هغه حاجي صاحبان څو ټینګ چکوشان ووهو کوم چي څو واره حج یا عمرې ته ځي. او پوښتنه ځني وکړو چي تاسي له ډیرو حج کولو څخه غواړۍ:
څه؟
په تلوار ډېرو پیسو درومې کعبې ته
شېخه څه غواړې د دې توري کړکۍ څه
پر ناحقه دېوال مه وله په کاڼو
شیطان وباسه د خپلي ککرۍ څه
تقوا او فضیلت هلته حساب دي
چي عشق پرېږدې مادیاتو او چوکۍ څه
پاک مؤمین د الله دوست دی هغه څوک
چي الله ئې وي محبوب ټولي نړۍ څه
د نامه لپاره ځغلې چي حاجي سې
خدای خو زړه کي دی، ته پوه له دې پوهۍ څه؟
ستا ګاونډ کي یتمان وږي بیدېږي
حج دي نسي که عطا نکړې سدرۍ څه
که ځوان زوی او ځوانه لور لرې په کور کي
اول ځان خلاص کړه د دواړو له ښادۍ څه
په نېستي کي هر سړئ شیخ الازهر دی
مؤمین لیري وي هستي کي له بدۍ څه
الله نسې تېر ایستلای هوابازه
لاس دي واخله له تذویر ریا کارۍ څه
انجنیر داؤد اڅک ۶ – ۵ - ۲۰۲۶
ډېر پښتانه لیکوالان په خپلو لیکنو کي د استاذ پر ځای استاد لیکي په تېره بیا د پوهنتون استاذ ته. زه نه پوهېږم چي د دغو ښاغلو منطق به څه وي. خو تر کومه ځایه چي ما درک کړېده دغه ښاغلي فکر کوي چي استاد تر استاذ ښاغلې کلمه ده. یعني د احترام اړخ ئې تر استاذ دروند بولي. بل حدس مي دا دی چي دغه ښاغلي فکر کوي چي استاذ یوازي مسلکي او حرفوي کارپوه او ماهر ته ویل کیږي نه د پوهنتون استاذ ته. ځکه چي څه وخت مخکي مي یو ځوان استاذ چي اوس هم د کابل په یو پوهنتون کي استاذ دی او کله کله په تلوېزیون کي هم پر ژبنیزو مسایلو خبري کوي، په فیسبوک کي پر یوه موضوع باندي انتقاد کړاو ورته ومي لیکل چي تاسي استاذان باید متوجه اوسۍ چي... .
خو دغه استاذ ډېر په خښم سو او ماته ئې د تانې په ډول ولیکل چي ته خو هم استاذ یې. زه پوه سوم چي دغه ځوان استاذ د استاد او استاذ تر منځ توپیر ته قائله دی او په استاد کي د احترام بار ډېر ویني، چي داسي نده. نو راځۍ چي د استاذ او استاد پر کلمو باندي یو لنډ بانډار وکړو.
ما (لیکوال) چي په پورته کلمو پسي څراغ واخیست نو تر څه مزل کولو وروسته د اریک ژبي سره چي په پارتي/ فارسي باستان باندي هم یادیږي مخامخ سوم. تر ښه بانډار وروسته مي ولیدل چي زرهاوو کلونه مخکي د استاذ یا استاد پخوانۍ بڼه اوستا/ اوستاد وو. چي په فارسي کي استاد په پښتو کي استاذ او عربي کي أستاذ سویدی.
استاد په فارسي کي هم صرف د پوهنتون استاد ته نه بلکه ټولو هغه حرفویي کار پوهانو او ماهرانو ته هم ویل کیږي چي حتا لوړي زده کړي ئې هم نه وي کړي. لکه د خطاطي، نجاري، اهنګري او بنایي استاد. په عربي ژبه کي همداسي ده، یعني بیلو حرفوي کارپوهانو ته أستاذ وایي.
که څه هم ډېرئ ژبپوهان وایي چي استاذ عربي کلمه ده او وروسته فارسي او پښتو ژبو ته داخله سوېده. خو زما (لیکوال) پلټنه ښيي چي اوستاد/ اوستا د اریک ژبی کلمه ده چي د وچیر = وزیر، کمیس = قمیض، اپت = افت او نورو هندواروپایي کلمو په شان عربي ژبي خپله کړېده.
پایله دا چي استاذ د پښتو خپل سوی ډول دی کېدای سي چي بې خاره په جرئت سره ولیکل سي.
انجنیر داؤد اڅک ۸ – ۴ - ۲۰۲۶
د انتقاد واري
نن مي په فیسبوک کي یو خبر ولوست چي د کابل فعال او تکړه ښاروال د خپل کاري ټیم سره کندهار ته غوښتل سویدۍ، څو په کندهار کي د چوک مدد څخه تر باغ پول پوري نوی سړک ډیزان او چاري ئې پیل کړي. د خبر په اورېدو سره ډېر خوښ سوم چي په کندهار کي هم څه پرمختګ وسي. خو پر بل اړخ قلبآ ځکه خوا بدی سوم چي په ټول لوی کندهار کي د یوه سړک جوړولو لپاره مسلکي انجنیر نسته؟
او تشویش را ولوېدۍ که معامله داسي روانه وي نو د کندهار، په ټوله کي د افغانستان راتلونکې به څنګه کیږي؟
څو بلاخره مي په همدې تشویش کۍ د زړه بړاس تر خپل صمیمي انډیوال (قلم) وایستۍ او لاندي څو بیته مي په ولیکل:
جوړیږي
نه په سړک نه په توپک جوړیږي
وطن په علم محبت جوړیږی
زه به بازار او مارکیت څه وکړمه
چۍ نه غیران نه مي نیمک جوړیږي
دا ښېرازې وي مؤقتي اکثره
اصلي بنسټ خو په حکمت جوړیږي
هره بریا به لمانځو فخر به کړو
ژوند په قلم او کتابت جوړیږي
زموږ افغاني او با حیا ملالي
ځغلي بهر په پنجابک جوړیږي
که څوک رشتیا زموږ د عزت خیال ساتې
نو زموږ عزت خو په مکتب جوړیږي
کار چي د کار اهل ته نه وسپارې
نو سنګړبیت خراب حالت جوړیږي
که یو زره احساس لرې داؤده
وطن په عشق ملي وحدت جوړیږي
سنګړبیت = ګډوډ – بد رنګه – بد خونده
انجینر داؤد اڅک ۱- ۵ - ۲۰۲۵
د فکر فلسفه
فکرونه زېږي پر پدیدو باندي
له ذهنه لیري واقیعتو باندي
دننه صرف یوه خالي پیته ده
فکر جوږېږي پر مفهومو باندي
خاصیت د مغز دۍ ارام بیده وي
خو را ویښیږي پر حادثو باندي
چي څه احساس نکړي پنځه حواس زموږ
هیڅ به ونکړو زموږ په عقلو باندي
که غواړۍ ښه فکر جامع ولرۍ
ګرځۍ پر ښکلو پراخ مضمؤنو یاندي
یا نوښتګر سه خپله تولید ولره
یا ځه د نورو پر علمي پلوو باندي
تر خپله وسه به روان یم مخته
هم پر کرکنډو هم پر اغزو باندي
داؤد ته مه وایه چي ودرېږه
هغه عادت دۍ په غورځنګو باندي
انجنیر اڅک هواباز
۱۱- ۸ - ۲۰۲۴
د چکوش واري
تقریبآ درې کاله کیږي چي واکمنو انډیوالانو ته په شعرونو او لیکنو کي اصلاحي وړاندیزونه کوم، چي ګوندي خدای نن به عمل په وکي سبا به عمل په وکړي. مګر واکداران نه دا چي زما په کیسه کي ندي بلکه د مظلوم افغان ولس او نړۍ پروا هم نلري، ګرسره سر نه خلاصوي چي اولس څه غواړي او ټولنه څنګه پرمختګ کوي. خو زه ئې هم نه پرېږدم (ماندني والایش نیستم). تر څو چي ژوندئ یم او ګوتي مي قلم نیسي د خپل مظلوم ولس ږغ به پورته کوم او د خدای حق به وایم، دردونو او ټپونو ته به اصلي ملحم معرفي کوم. یعني هم به پر واکمنانو او هم به د نړۍ پر ټېکه دارانو باندي ټینګ ټینګ چوکشان واروم. نو دا تاسو او دا هم زما:
د چکوش واري
چي د علم ډېوه بل نه وي تیاره وي
پر جنت وي، پر کابل که پر کعبه وي
دسترخوان که ډک له ډیرو نعمتو وي
هر نعمت هره ګوله به بې مزه وي
الله نلري هیڅ نیاز شاندار مسجد ته
مؤمین هغه چي پر زړه ئې سجده وي
تر ښونځیو چي ئې ډېري مدرسې سي
د تیارې راتلونکي لویه نښانه وي
افغاني پېغلي به هلته په عزت وي
چي په علم او هنر دوۍ اراسته وي
د تقوا ستني به ورځ په ورځ کږېږي
چي مو زور هم عدالت هم محکمه وي
سړکان ښه میدانونه هلته خوند کړي
چي خپل جوړ مو هم موټر هم طیاره وي
علم موټر دی، طیاره ده، ښه توپک دی
که علم نه وي ټوله ژوند به محتاجه وي
چي دېوال په کرامت راته روان کړې
نې منم، چی د ښونځي در دي بسته وي
ته که سر وهې د غره سره وهه یه
خو بې علمه سر وهل کودکانه وي
د داؤد چکوش ته ځان ټینګ که یارو
چي هر واری ئې ملاک او دوستانه وي
م. داؤد اڅک
