حقیقت ، انجینر داؤد اڅک: د (وند، من، مند) وروستاړي په پښتو او فارسي ادب کي

که موږ او تاسو د ادبیاتو په لرغونتوب پسي څراغ واخلو، نو د تاریخ د ډیرو پړاوو او تیارو څخه په تیریدو به، کله د ګیلګمیش د منظومې سره کله به په اویستا کي د زردښت د ګاثو (ګاتو) سره او کله به هم د یونان د حماسي شاعر (هومر) د ایلیاد او ادیسه په نامه د حماسي منظومو سره مخ سو چي د (تروا) د جنګ په هکله ئې لیکلي دي.

  ګیلګمیش هم تقریبآ ۲۷۰۰ کاله مخکي تر میلاد د اوسني عراق د (اوروک) په ښار کي د سومریانو یو غښتلی او نامتو پاچا وو چي نوموړې منظومه دده د ژوند او جنګوو بیان کوي. معنا داچی ادب ډیر لرغونی، پراخ او د بانډار وړ مفهوم دی، خو زه ئې په لنډ ډول او لږو ټکو کي داسي درپیژنم:

  ادب د ښکارهنګ (فرهنګ) ښایسته او نازولې برخه ده چي د ټولني بیل او جلا جلا اړخونه په ښکلي، خیالور او عاطیفي انداز کي تمثیلوي. ځکه نو د ادیب او عالِم توپیر همدا دی چي:

  ادیب تل په ښایسته شي یعني ښکلا پسي ګرځي، خو عالِم بیا په تجربه پسي لستوڼي را نغښتي وي. په هر ادب کي چي ساده او ښکلي کلیمې، معنا لرونکي وروستاړي او مختاړي (پسوند، پیشوند) کارول سوي وي په هغه کچه به ادب ښکلی او روان وي. ادب چي د شکل له مخي پر شعر او نثر ویشل سویدی د نورو مفاهیمو په شان واحد او منل سوی تعریف نلري.

  ادب په لغوي لحاظ د پوهي، ښکارهنګ، فضیلت، هنر او اخلاقو په مفهوم دی، خو په اصطلاح کي بیل بیل تعریف سویدی چي یو عام تعرف ئې په لاندي ډول دی:

 ادب هغه خبري دي چي د عامیانه بیان څخه ښکلي او په لوړه سطحه بیان سوي وي څو د اوریدونکي یا لوستونکي پر احساس باندي تآثر وښندي. یعني خیالور او د احترام خاوند وي چي د مکتوبي بیان سره ئې توپیر په همدغه کي دی.

 اوس به راسوو خپل اصلي بانډار ته چي د (وند، من، مند) د وروستاړي یا پسوند کارول دي په پښتو او فارسي ادبیاتو کي. موږ او تاسو وینو او اورو چي نوموړي درې وروستاړي د یوه مقصد لپاره پکاریږي. اوس زما مقصد همدادی څو ثابته کړم چي کوم پسوند یا وروستاړی درست او د معنا خاوند دی.

 تر کومه ځایه چي لیدل کیږي (وند) په فارسي ادبیاتو کي په عام ډول نه بلکه په ځانګړو کلیمو کي پکار لویږي.

  لکه: شهروند.

  ما د (وند) په هکله پلټنه کړیده خو (وند) په بیلو ژبو او بیلو روایاتو کي بیل بیل معنا سویدی. د بیلګي په ډول اغلي محبوبې خپلواک د شهروند په هکله ژباړه کړیده او په یوه برخه کي ئې داسي لیکلي دي:

 «د شهروند ويی په دری ژبه کي له دوو کلیمو څخه جوړه ده چي یوه ئې شهر او بله ئې د وند وروستاړی دی، د معین په قاموس کي راغلي دي چي شهر د لویي ودانۍ په مانا ده چي پکي لوی سړکونه، کوڅې، کورونه او دوکانونه وي او همدارنګه د مملکت په مانا هم ده. په فارسي کي شهر د تبعه یا تابع په مفهوم کاریده او د وند وروستاړی د خدای په مانا کاریده». پدې صورت کي د معین شهروند د (خدای تابع) معنا ورکوي چي زما په اند د اوسني شهروند سره همږغي نلري.

  په فارسي ویکپیدیا کي (وند) د انګلیسي (zen) څخه ترجمه سویدی لکه: Citizen (شهروند) او Netizen چي په (نیت وند) سره ترجمه سویدی. د Netizen یا Cybercitizen اصطلاح په کال ۱۹۹۰ کي د امریکایي مایکل هابن لخوا رامنځته سول چی د انترنیتي ښاري یا شهروند انترنیتي په معنا دی، څوک چی په ورځنیو چارو کي انترنیت ډیر کاروی.

  ما په انګلیسي قاموسونو کي کوښښ وکړ چي په پورته کلیمو کي د zen معنا پیدا کړم خو متآسفانه چي څه مي و نه موندل. یوه معنا مي پیدا کړل او هغه داچي:

 Zen د بودایانو هغه فرقې ته ویل کیږي چي د عبادت او ریاضت پلوي کوي. چي دلته د سیتیزن سر نه لګوي. همداسي د فارسي په (شهروند) او (نیت وند) کي هم د (وند) معنا ګونګه او مبهمه ده.

 تر کومه ځایه چي ما پلټنه کړیده (وند) اصلآ د پښتو کلیمه ده چي د میوند، ژوند، خاوند، خوند، بدخ وند (بدخوند) اخ وند (اخوند)، ارغ وند، پووند (شپون)، پې وند (پیوند) او مړوند په شان نورو کلیمو کي هم لیدل کیږي.

 د (وند) د معنا په هکله د اردو ژبي ژبپوهان په خپله ویکپیدیا کي داسي لیکي:

 د وروځو (ابرو) تر منځ خالي ځای ته (وند) ویل کیږي او د (خداوند) په شان کلیمو کي استعمال سویدی.

 پښتو ژبه پر اوستایي وروستاړو سربیره داسي ریښتني او معنا لرونکي وروستاړي لري چي هم په ځانګړي ډول او هم د کلیمې سره په ګډ شکل کي معنا ورکوي لکه: (تون)، (وال)، (وان) او داسي نور.

  په ټوله کي وروستاړی او مختاړی د تړلو یا یوځای کولو دنده لري، ځکه نو مستقیل ندي او باید د نورو کلیمو سره یو ځای وي.

 په پښتو ادب کي هم په پراخه کچه لیدل کیږي چۍ ډیر محترم لیکوالان د (وند) پر ځای د (من) وروستاړی کاروي، پداسي حال کي چي ما و نکړای سول په پښتو ژبه کي د (من) معنا او ریښه پیدا کړم، خو بیا ئې هم ډیر لیکوالان په ټینګار سره پکار وړي.

  لکه: ځواکمن، هنرمن، ګیله من او داسي نور.

 که څه هم (من) په اویستایي (جرمن) د سانسیګریت په (چرمن) او د پښتو په (څرمن) کي چي درې واړه یوه معنا لري او همداسي د سانسیګریت په (جرمن) کی چی د شپې معنا ورکوي لیدل کیږي خو ما تر اوسه ندي موندلي چي (من) په ځانګړي ډول څه معنا لري.

 لحاظا زه ټولو ښاغلو لیکوالانو ته وړاندیز کوم که موږ په ګډه سره د فارسي دري او پښتو په ادبیاتو کي د (وند) او (من) پر ځای یو ګډ او معنا لرونکی ورستاړی یعني (مند) استعمال کړو ګټه به ئې داوي چي یو به خویندو ژبو ګډه ادبي کلیمه لرلې وي بل داچي یو طبعي او معنا لرونکی ورستاړی به په ټولو ادبیاتو کي رواج سي.

 معنا داچي (مند) معنالرونکی، ښکلی او د طبعي ژبي لرغونی لغات او وروستاړی دی چي ما ئې په هکله پلټنه کړیده.

 (مند) د اویستایي ژبي لغات دی چي د پښتو ژبي سره نژدې خپلوي لري، زما د خبري ثبوت پخپله د اویستا کتاب دی. که موږ او تاسو په اویستا کی د اریاناویجه په شمول هغه شپاړس سیمی یا ملکونه وګورو کوم چي اهورامزدا و زردښت ته معرفي کړیدي نو سمدستي به یو د هغو شپاړسو ملکو څخه چی په یولسمه شمیره کي راځي هلمند ووینو.

 هلمند په بیلو اثارو کي د بیلو لیکوالانو له خوا په بیلو شکلو لیکل سویدی.

 لکه: هیرمند، هیرمید، تومانت، هرمند، هنتومنت، ایری مانتوس، ایتي ماندروس، ایتامند او هیومیت. صرف د نظام الدین شامی په کتاب (ظفرنامه) کي چي د ګوډ تیمور د فتوحاتو په هکله ئې لیکلی دی هلمند ئې د «هرمن او هلمن» په ډول راوړی دی چي یقیننآ تحریف سوی شکل دی. ځکه چي د هلمند تر ټولو لومړی او اصلي شکل اویستایي Haētumant (هئیتومنت) دی. هئیتومنت په سانسګریت کي سئیتومنت راغلی دی، ځکه چي په سانسیګریت کي تل د اویستا (ه) په (س) اوښتې ده لکه: هوما او سوما.

 د هلمند اویستایي شکل د (داویه) د زوی قرنبغ د کتاب (بندهشن یا بندهش) په ۲۱ او ۲۲ فصل کي هم تائید سویدی. همداسي د وندیدا په لومړي فرګرد او ۱۳ مه برخه کی هم په عین ډول لیکل سویدی.

  (هئیتو) د اوبو او د اوبو د بند (ورخ، ورغ) په معنا او (منت یا مند) د درلودونکي، خاوند یا صاحب په معنا دی.

 یعني عزتمند = د عزت خاوند، ځواکمند = د ځواک خاوند ...

 پایله داچي (مند) نه یوازی معنا لرونکی ورستاړی دی بلکه یوه ښکلې او د طبعي ژبي کلیمه هم ده چي کارول به ئې هم معنا ولري او هم ښکلا.

 ۲۶ – ۱۲ - ۲۰۱۷