د افغانستان خاوره یو ځل بیا د خپل سیاسي تاریخ په خورا کړکېچن پړاو کې قرار لري. د تېرو څو لسیزو څرګند ښکېلاک، او ورسره د ښکېلو دولتونو ویجاړونکو اغیزو، کړکیچنو حالاتو؛ او په شعوري ډول بهرنیو لاسوهنو، دا هېواد د کړکېچ او بنسټپالنې په جرړاب او مرکز بدل کړ؛ پراخه اقتصادي بې وزلۍ، د مخدره موادو د مافیا واکمني، د فاسد ناقانونه دولتي سیستم رامنځ ته کیدل، قومي، ژبني، مذهبي او جنسیتي شخړو ته لمن وهل، یوه بې سارې انساني غمیزه رامنځ ته کړې ده، دهېواد ملیونونه وګړي، د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

 داخلي تر شا ولاړو قوتونو، د نړۍ استبدادي، او د ګاونډ د فاسدو او لالچي حکومتونو په مادي او معنوي همکارۍ سره، په هېواد کې غیر ملي او غیر دموکراتیک حکومت د جوړولو او ولکې لپاره لاره هواره کړه.

 پدې خاطر موږ نن ورځ خپله دنده بولو او هوډ کوو چې؛ د اقتصادي نابرابرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، باید د قومي، ژبني، مذهبي او جنسیتي تبعیضونو پر وړاندې په زړورتیا او له ډاره پرته د مبارزې ډګر ته راووځو. له پخوانۍ زمانې څخه تر نن ورځې پورې، نړۍ د امپریالیستي نظامونو په مرسته د شتمنو هیوادونو د واکمنو طبقو له خوا، د وروسته پاتې هیوادونو د مادي او معنوي زیرمو د بې توپیره لوټلو شاهده ده. له یوې خوا تیري او جګړې، او د نړیوالو ناروغیو خپریدل په زرګونو خلک وژني، او له بلې خوا د چاپېریال ستونزې، د اوبو د سرچینو چټک کمښت، د افغانستان په ګډون، ډېرې ځمکې د صحرایي او بیابان کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ساینسي او تخنیکي لاسته راوړنو وده، او انحصار، د تولید سرچینو انحصارونو ته دا ممکنه کړې ده چې، د رښتیني ژوند او د انسان په ذهن باندې د مجازي تسلط تر منځ واټن لرې کړي.

 په داسې حالت کې چې ټولنیز بحران د عامه پوهاوي په ناوړه ګټه اخیستنې سره پای ته رسیږي، د ټولو نابرابریو په وړاندې مبارزه د آرماني محدودې څخه بهر کیږي، او شعوري او ساینسي چلند پر حاکم نظر بدلیږي. په ټولو هیوادونو کې د ټولنیزې هوساینې د سیسټم د رامنځ ته کولو لپاره د مبارزې یوه ګډه او واحده پیژندنه او طریقه شتون نلري؛ کومه چې د یوه ځانګړي حالت او د یوې ځانګړې علمي ارزونې دنده ده. زموږ ائتلاف د سمتي، قومي او ژبني علایقو پرته، دغو دندو او مسوولیتونو ته لومړیتبو ورکوي:

 د افغانستان خلکو ته د قانون حاکمیت، دموکراتیک ملي حکومت رامنځ ته کول، او د افغانستان د مظلومو خلکو د ښه او هوسا ژوند لپاره، د ټولو مادي او معنوي امکاناتو برابرول دي. د دې انساني هیلو لپاره، زموږ د فکر بنسټیز اصول چې، زموږ راتلونکو فعالیتونو ته لاره پرانیځي وړاندې کیږي: ۱

 موږ د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو. ۲. په افغانستان کې ملي حاکمیت په خلکو پورې اړه لري، او د خلکو اراده باید په مرکزي او محلي شوراګانو کې د خپلو استازو د آزادو، پټو او مستقیمو ټاکنو له لارې ښکارندویه وي. ۳. د افغانستان دولتي نظام له درېو قواوو (اجراييه، مقننه او قضايي) څخه جوړ دی، او د درې واړو ارګانونو حقوقي واکونه بايد داسې تنظيم شي؛ تر څو دهغوی مشروع خپلواکي له لاسوهنې خوندي وي. ۴. حکومت باید د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د ملاتړ لپاره قانوني بنسټونه تنظیم او جوړ کړي؛ ترڅو د دوی سیاسي او ټولنیز فعالیتونه د دموکراسۍ د ودې او د ولسي حاکمیت د لا پیاوړتیا لامل شي. ۵. موږ د دولتي ځواک د سیمه ایزو ارګانونو د وړتیاوو د پراختیا لپاره او د ټاکنو له لارې د دولتي ارګانونو د دموکراسۍ ملاتړ کوو. د دولت واک باید د مرکز او محلونو ترمنځ په داسې ډول وویشل شي چې، د اقتصادي ودې، د ولسواکۍ د تعمیم، کلتوري غوړیدنې، او د مشروع ارزښتونو د تحقق سبب او رښتوني شي. زموږ په اند، په مرکز کې د یو فرد یا سیاسي جریان په شتون کې نامحدود دولتي واک، یوه ناکامه، ناکاره او غیر دیموکراتیکه تجربه ګڼل کیږي. د واکونو د وېش اصول باید په داسې ډول پلي شي چې په قانوني توګه د مطلقیت مرکزيت رامینځته کیدو مخه ونیسي. ۶. زموږ په اند، د ولسواکۍ او ملي نظام پياوړتيا، يوازې د واک په ټولو کچو کې د هېواد د ټولو قومونو په قانوني او شعوري ونډې سره تر سره کېدای شي. زموږ لومړنی او حیاتي هدف د یوه مدرن وګړي په وجود او نقش کې، د یو مستحکم «حقوقي دولت» جوړښت دی. هر ډول هڅې او تلاشونه چې د توکمیزو، ژبني او عقیدتي حکومتونو د پراختیا او جوړولو لپاره کیږي؛ زموږ له دریځه رد دي. 7. موږ په بنسټیز ډول هر ډول تبعیض او ظلم ردوو، او د یوه عادلانه نظام لپاره مبارزه کوو. ۸. موږ د ښځو له مدني، ټولنیزو او سیاسي حقونو څخه دفاع کوو او په عمل کې د دې حق، قانوني تحقق ته ژمن یو. زموږ له نظره د ښځو د آزادۍ، د کار حق او د ښځو د تعلیم د حق محدودیت هیڅ دیني، فکري او علمي جواز او توجیه نه لري. ۹. موږ د خلکو د کلتوري او دودیز ژوند په ټولو برخو کې په سالمه وده او هوساینې باور لرو، او د هېواد د ټولو قومونو او قبیلو د دیني عقیدو، اعنعناتو د له ویاړه ډکې روحیې څخه دفاع کوو. ۱۰. زموږ په اند د افکارو او بیان د آزادۍ څخه دفاع؛ د انسان د معنویت د ودې یو اړین عنصر دی، او د فردي حقونو او آزادیو له تضمین پرته د ټولنیزو حقونو خوندي ساتل ناشوني دي. ۱۱. د خلکو په دیني چارو کې د حکومت د نه لاسوهنې، او د هغو شبکو د جوړولو مخه باید ونیول شي چې د خلکو له عقایدو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ۱۲. افغانستان د ټولو اوسیدونکو ګډ کور دی، موږ د رښتینې ولسواکۍ پر بنسټ جمهوريت غواړو، موږ د طالبانو د تپل شوي استبدادي رژیم، او هیواد د داعش او نورو تروریستي شبکو په اډه بدلولو سره مبارزه کوو. زموږ په اند د جمهوریت، دموکراسۍ او د قانون حاکمیت پر اصولو باوري، د معاصرو افکارو (دولت-ملت او ملت-دولت) پر بنسټ ولاړ، یو عدالت پلوه نظام کولای شي د ټولو توکمونو او قبیلو ملي یووالی ټینګ کړي او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي. ۱۳. د حکومت د ګډو او خصوصي پانګونو د امنیت تامین، او ملي ګټو ته په لومړیتوب ورکولو سره د بهرنۍ پانګونې راجلبول، د اقتصاد د ودې لپاره زموږ د هڅو برخه ده. ۱۴. زموږ په اند، د نشه یي توکو تولید او پلور، په وروستیو لسیزو کې د جګړې او ناامنیو د تمویل یو له جدي عواملو څخه دی. د میلیونونو معتادینو شتون د ظالمانه او غیر انساني سیاست پایله ده. دولت باید د کروندګرو لپاره د بدیل کرنې په برابرولو او د روږدو کسانو د درملنې لپاره د صنایعو د جوړولو له لارې دغه نړیوال ناورین پای ته ورسوي، او د نشه یي توکو د صادراتو او وارداتو ټولې لارې بندې کړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره د نړیوالو مرستو راجلبول ډیر اړین دي. ۱۵. دولت مکلف دی چې د بې وزلو سره د مرستې لپاره د بنسټونو په جوړولو سره د فقر سره د مبارزې لپاره عملي ساحې رامینځته کړي. ۱۶. په نړيوال ډګر کې زموږ هڅې له نورو هېوادونو سره د ملي ګټو د توازن پر اصولو ولاړې دي. د هېواد بهرنۍ تګلاره باید داسې تعدیل شي چې، زموږ د هېواد د بې پرېتوب، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ اصل په سیمه ییزو او نړیوالو شخړو کې خوندي او تضمین وي. موږ په خپل هیواد کې د کړکیچ د حل او په ټولو نړیوالو شخړو کې د ملګرو ملتونو د رول زیاتولو ته لیواله یو او د نورو نړیوالو بنسټونو ملاتړ کوو چې د سولې او ګډې خیر ښېګڼې لپاره کار کوي. موږ په ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ غږ کوو چې، د افغانستان له خلکو سره د هفوی په عادلانه مبارزه کې د یو دیموکراتیک او قانونمند دولت د جوړولو لپاره کار وکړي، او استبدادي، بنسټپال او ناروا رژیمونه په رسمیت ونه پېژندل شي، او د یوه مشروع حکومت د جوړولو لپاره ټول انتخابونه او امکانات باید په پام کې ونیول شي. ۱۷. زموږ په هیواد کې د اوسني تنظیم شوي ناورین سره مبارزه یو ټولیز، منطقي او سرښندونکي غورځنګ ته اړتیا لري. هیڅ یو موجود سیاسي سازمان په یوازې توګه نشي کولی اغیزمن نقش ولوبوي، د محدودو سیاسي فکرونو سره د وړو ډلو په مینځ کې خاپوړې کول، د مخته تګ جریان ورو کوي او ویجاړوي. د وطن او خلکو سترې ګټې باید د ذوق، قومي، سمتي، تنظیمي او مذهبي برلاسۍ د شخړو قرباني نه شي. د ټولو ځواکونو او هېوادپالو شخصیتونو د صادقانه اتحاد مفکوره؛ باید د یو طرفه او ناحقه اختلافونو ځای ونیسي تر څو د یوې سوکاله راتلونکي لپاره لاره هواره شي. موږ د افغانستان د مظلوم ولس د دموکراتیکو او عادلانه ارمانونو د تحقق لپاره؛ خپلې سالمې او مدني مبارزې ته دوام ورکوو. (د اړتیا په صورت کې به د مدني نافرمانۍ تر کچې)، په ټولو برخو کې به پر عدالت متعقد د یوه اپوزیسیون رول ولوبوو. ۱۸. سیاسي بنسټونه، عدالت باوره او عدالت غوښتونکي، ملي مترقي او مذهبي شخصیتونه چې د دغه ائتلاف پروګرام مني، د دې سیاسي بنسټ مساوي غړي دي. ټول تصمیمونه او پرېکړې د ائتلاف د رهبرۍ په شورا کې په ګډه ترسره کیږي. موږ د خپلې خاورې له ملي، پرمختګ پلوو دیموکراتیکو او وطنپالو ځواکونو، او شخصیتونو سره هیڅ ډول نا حل کیدونکي اختلافونه نه لرو، د هغوی تر څنګ په صادقانه ډول حرکت کوو. راځئ چې د ولس د نېکمرغۍ او د وطن د ابادۍ لپاره سره یو شو! راځئ چې ګامونه پورته کړو ...اوسنی ائتلاف زموږ د هیواد د ملي او دموکراتیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره، د یوه صادقانه حرکت پیلامه ده.

 ز آبی خورد ماهی خورد خیزد

 نهنگ آن است در دریا ستیزد

 څو دتوان رسی په لوی دریاب کی ګرځه

 په ویاله کی دزوال وینم نهنګه

  مخ پر وړاندې د هغو دوستانو سره چې د وطن د دښمنانو او د دنیا د استکبار په مقابل کې موږ ته ورته عقیده لری او پر ضد یې مبارزه کوي!

 د ملي دموکراتیکو ځواکونو د ائتلاف شورا یکشنبه د حمل ۱۴ - ۱۴۰۱ ه ش د اپریل دریمه ۲۰۲۲ م

* * *

برگردان: ولی منگل