په هالند کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

دغه غونډه پر(۲۰۱۴) زیږدیز کال د اکتوبرمیاشتې پر څلورمه (۴) نیټه د هالند د (زوولی)  په ښار کې جوړه شوه.

په دې پرتمینه غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري ادب و فرهنګ پیژندل شویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

دا غونډه زموږ د هیواد د خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي په وینا پیل شوه، دې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو ګډون کوونکوته ښه راغلاست ووایه، او له دوی څخه یې چې په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.

اغلې سهیلا اصغري  د غونډې او د ډاکټر ببرک ارغند د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه په پښتو ژبه اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل.

ورپسې اغلې فوزیه میترا د ډاکټر ببرک ارغند بیوګرافي په  دري  ژبه اوریدونکو ته واوروله.

همداسې ښاغلي استاد نصیردستګیر د ډاکټر ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه هم خبرې وکړې.

- اغلې کتلین ارغند چې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لور ده د ښاغلي ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه ګډونوالو ته چې یو شمیر ځوانانو او بهرني میلمنو په کې برخه هم درلوده په انګلیسي ژبه معلومات وړاندې کړ.

- په دغه غونډه کې سیاست پوه، ټولنیز پوه، د ادب و فرهنګ پیژندل شوي شخصیت، مخکښ او نوښتګر لیکوال،  تکړه شاعر، ژباړونکي او څیړونکي ښاغلي عبدالله نایبي ته بلنه ورکړل شوه چې د ستیژ سر ته راشي او خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي.  ښاغلي عبدالله نایبي د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي سټې او اثارو په اړه خپله وینا واوروله، چې د اوریدونکو له خوا  په ډیره مینه د ده  د علمي او ادبي لیکنې  توود هرکلی وشو.

 - ورپسې زموږ د هیواد پیژندل شوي لیکوال، د اوچت قلم خاوند، نوښتګر شاعر ښاغلي دستګیر نایل خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروله.

 ښاغلي دستګیر نایل په خپله لیکنه کې ، د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند پر ادبي او فرهنګي شخصیت او د ده د اثارو په اړه معلومات وړاندې کړ. ده په خپله لیکنه کې د ارغند صاحب ادبي تصورات، افکار، هنري تصویرونه او عنعنوي ارزښتونه چې د ده په داستانونو کې په ډیره خوږه ، ساده او روانه ژبه بیان شوي وُ، ګډونوالو ته واورول چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.

- په دې پرتمینه غونډه کې د ادب او فرهنګ پیاوړې څیره، په نثر لیکنو کې د اوچت قلم خاونده او خوږ ژبې دیکلماتوره نیلاب موج سلام هم ګډون درلود. دې هم د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي هاندوهڅو او د ده د اثارو په تړاو په خپله لیکنه کې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

- ښاغلی نجیب سرغندوی چې یو تکړه ژورنالیست، لیکوال او ژباړونکې دی هم په دغه غونډه کې ګډون کړئ وُ. ده په خپله لیکنه  کې د ارغند صاحب شخصیت وستایه او د ده د اثارو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.

- ښاغلی طارق پیکارځوان لیکوال، د (جوانان بیدار) د سایت چلوونکی، د (نشریه تیوریک برهان) مدیر مسوُول او د (انجمن فرهنګی آینده مردم افغانستان) ریس په خپله لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه او د ده د اثارو په تړاو رڼا واچوله چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

- اغلې حمیده غفور چې یوه تکړه ژورنالیسته او د ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم په خپله لیکنه کې چې په انګلیسي ژبه یې اوریدونکو ته واوروله د ډاکتر صاحب ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه معلومات ورکړ.

- ښاغلی حمیدالله عبیدي چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې یو پیژندل شوی شخصیت، تکړه ژورنالیست او د نامتو سایت (آسمایي) چلوونکی دی او د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند د زده کړې د دورې نږدې دوست او ملګری دی هم په دغه پرتمینه غونډه کې ګډون درلود. ده د ښاغلي ارغند صاحب یو شمیر خوږې خاطرې او د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه خپله وینا اوریدونکو ته واوروله.

- ښاغلی نورالدین همسنګر چې زموږ د هیواد مخکښ او تکړه شاعر، هیواد پال، اولس پال ، ادبي او فرهنګي شخصیت دی. ده هم په دغه غونډه کې حضور درلود په خپلو خوندورو شعرونو او ښکلې لیکنه یې دغې غونډې ته لا ښکلا ورکړه.

-  د ادب او فرهنګ تکړه مینه وال، سیاستوال، ټولنیز پوه ښاغلي داود اسعد په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکتر ببرک ارغند ادبي هڅو ته اشاره وکړه او هغوی يې  وستایل او د ده د اثارو په اړه یې اوریدونکو ته معلومات ورکړل.

- په دغه پرتمینه غونډه کې ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود هم ګډون درلود.

 ده په خپله وینا کې د ډاکټر صاحب ببرک ارغند د  زده کړې،  ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په اړه او د ده د ادبي اوهنري لیکنو، داستانونو او اثارو د ارزښت، درنښت او د اولسونو د راویښولو په تړاو په بشپړ ډول اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل، چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په  مینه توود هرکلی وشو.

- په دې پرتمینه او درنه غونډه کې د پښتو ادب او فرهنګ مخکښ او تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي سرخیل سیلني هم ګډون درلود. ده په خپلو ښکلو او خوندورو شعرونو دا غونډه نوره هم رنګینه کړه. د ده په لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د شخصیت درنښت او د ده د اثارو ستاینه  له ورایه ښکاریده.

- زموږ د هیواد دروند لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، فرهنګپال او تکړه شاعر ښاغلي بشیر مومن هم په دا پرتمینه غونډه کې حضور درلود.ده په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکټر ببرک ارغند علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیت د درناوی تر څنګ د ده د اثارو په اړه معلومات ورکړل.

- اغلې وینوس احمدزوی چې د زوولې د افغانانو د ټولنې مشره ده هم په دغه پرتمینه غونډه کې خپله وینا اوریدونکو ته واوروله چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو په  بدرګه توود هر کلی وشو.

- ښاغلی فرید سیاوش چې یو سیاستوال او ادبپال  شخصیت دی، په دې غونډه کې هم ګډون درلود. ده په خپله وینا کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت د ستایلو تر څنګ ګدونوالو ته وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې په داسو غونډو کې د لیکوالو پر اثارو باید هر اړخیزې کره کتنې هم  وشي او د لیکوالو د اثارو نیمګړتیاوې په ډاګه شي.

- اغلې تانیا عاکفي چې یوه هڅانده او فعاله ادبي او فرهنګي څیره  او تکړه شاعره ده،  هم  خپل شعرونه اوریدونکو ته واورول چې د دې خوندورو شعرونو دا غونډه لاخوندوره  کړه.

- اغلې اناهیتا ارغند جمال د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لورچې د علم، ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم خپله وینا د ارغند صاحب د ادبي او فرهنګي فعالیتونو تر څنګ د خپل پلار په اړه د یو متواضع، دروند، پیاوړي او غښتلي پلارپه توګه اوریدونکو ته  واوروله.

- په هالند کې د افغاني ټولنو د اتحادیو مشر ښاغلي ولي شاپور چې د ادب او فرهنګ یو ریښتینی مینه وال او فعال شخصیت دی،  هم خپل پیغام ګډون والو ته واوروه. ده د خپلې ټولنې په استازیتوب ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته  د یو تکړه ژورنالیست، وتلي او پیژندل شوي داستان او کیسه لیکونکي  په توګه سوغات (اوارد) او یو باور لیک  هم ډالۍ کړ.

-  دغې غونډې ته  یو شمیر نامتو، تکړه او هڅاندو لیکوالو او شاعرانو خپل شعرونه او پیغامونه هم رالیږلي وُ چې  دبیلابیلو ستونزو په وجه دوی ونشو کولای په دغه غونډه کې ګډون وکړي. زموږ دغو دوستانو خپل پیغامونه او شعرونه رالیږلي وُ:

ښاغلي صدیق کاوون توفاني،  ښاغلي غلام رباني بغلاني، اغلې زرغونه ژواک، ښاغلي نجم الرحمن مواج، ښاغلي عمر ننګیار، ښاغلي فاروق فردا، ښاغلي سیامک هروي، ښاغلي یعقوب بهروز، ښاغلي آشتي، ښاغلي تاج، ښاغلي فضل رحیم رحیم او داسې یو شمیر نورو...

- د یادونې وړ ګڼم د دغې غونډې په غوړیدلو او رنګینولو کې د آغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي چې یو زړه وړونکی اواز لري او تکړه ویانده ده ، د آغلې فوزیه میترا چې  یوه خوږ ژبې او تکړه ویانده ده  او استاد نصیردستګیر چې یو تکړه دیکلماتو دی کارنده ونډه او د دوی هلې ځلې  دغونډې د مخته بیولو په برخه کې  د خورا قدر او ستاینې وړ  دي.

- د غونډې دویمه برخه د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد تکړه  هنرمندانو ښاغلي نعیم مهربان، ښاغلي  فواد، چې د طبلې په برخه کې  ښاغلي فهیم ورسره فعاله برخه  درلوده د ټنګ ټکور په برخه کې  ښکلې او  په زړه پورې مستې سندرې واورولې چې په تودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شول.

-  په پای کې اغلې سهیلا اصغري ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته بلنه ورکړه چې خپله وینا اوریدونکو ته واوروي.

- ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند  د تاوده هرکلي سره د ستیژ سر ته راغی او خپله وینا یې پیل کړه. ده له ټولو مینه والو څخه  چې په دغه غونډه کې یې  ګډون کړئ وو،  او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

- همداسې ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ټولو دوستانو څخه چې د دغې غونډې په ترتیبولو او جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده د ستیژ سر ته بلنه ورکړه او هغوی ته یې د سوغات په توګه یو شمیر خپل کتابونه ډالۍ کړل.

دا درنه او پرتمینه غونډه د شپې د دوې بجو په شاو خوا کې د خوښیو په څپو کې پای ته ورسیده .

 

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 

د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په ویاړ نمانځ غونډه:

 

ګرانو خویندو او وروڼو، د علم، ادب او فرهنګ مینه والو دوستانو!

ستاسو درنه حضور ته په دغه پرتمینه غونډه کې ښه راغلاست وایم.

زه ویاړم چې ستاسو قدرمنو دوستانو سره یو ځای په داسې یوه درنه او پرتمینه غونډه کې برخه اخلم چې د یوهڅاند لیکوال، تکړه ژورنالیست، پیاوړي داستان لیکونکي، ټولنیز پوه، سیاست پوه، د ادبي او فرهنګي بریاوو او قدردانۍ په ویاړ جوړه شوې ده.

دا نوښتګر، مخکښ او پیاوړې پوهیال، فرهنګپال او د ادب او فرهنګ غوره ویناوال ګران او منلې ډاکټر صاحب ببرک ارغند دی.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه نومیالی لیکوال او پیژندل شوې سټه ده چې په پوره ریښتینولۍ سره یې د افغان اولس بریاوو، ویاړونو او دردونو ته خپلې ادبي پنځونې ځانګړې کړې دي.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند پر (۱۳۲۵) لمریز کال کې د کابل په ښار کې په یوه روڼ انده او منوره کورنۍ کې زیږیدلی دی.

دغه پیاوړی لیکوال په پر له پسې توګه د بلخ، کابل کندهار ولایتونو کې د باختر، حبیبې او میرویس هوتکي په لیسو کې زده کړې کړې دي، اوخپلې لوړې زده کړې یې د ادبیاتواو بشري علومو په پوهنځې کې پای ته رسولې دي. هغه ځواکمن استعداد چې ده درلودو د بلغارستان د صوفیې پوهنتون له خوا د خبریالی او ژورنالیزم په څانګه کې د دوکتورا دیپلوم ورکړ شوی دی.

ډاکټرصاحب ببرک ارغند د (ارواښاد غلام محی الدین) زوی دی چې د (ویښ ځلمیانو) فعال غړۍ وُ. د دوی اصلي ټاټوبی د کابل ولایت د پغمان ولسوالی د (ارغندی) کلی دی، او پلرنۍ ریشه یې سلیمان خیل او د تترخیلو د ستانکزای شاخ پورې تړلی دی.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند د رسمي او نارسمي دندو سربیره د (درفش جوانان) د اونیزې بنسټ ایښودونکی او لومړنی مسوول مدیر دی. او همدا راز د (دهقان) مجلې او د (وطن) میاشتنی خپرونې مسوول مدیر پاتې شوې دی.

 ګرانو دوستانو په دې غونډه کې یو شمیر د ادب درنو مینه والو هم ګډون کړئ دی او خبرې لري، ما غوښتل چې د ډاکټر صاحب د داستاني اثارو په اړه هم یو څه ووایم او معرفي یې کړم خو د وخت د کموالي له کبله په همدې لیکنې بسنه کوم. خو زه تاسو دوستانو ته وړاندیز هم لرم. ما د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند سره یو کال مخکې بشپړه مرکه درلوده تاسو کولای شی د ډاکټر صاحب او د ده د اثارو د پوره پیژندګلوی په اړه دا مرکه په بیلابیلو سایتونو کې ولولئ.

خو سره له دې هم غواړم یو څه ووایم.

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي:

(یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتی کیږي ...).

د علامه طرزي صاحب د دې خبرو په لاسوند، په رښتیا سره چې ژبه او ادب د هر ملت یوه لویه شتمني ده، او ډیر ګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیواد وال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یو ګلبڼ ورته همیشنې پاملرنه وکړي.

په دې ویاړلي علمي او ادبي ډکر کې هغه لیکوال کولای شي ستررول او نقش ولوبوي، چې لوړه انساني عاطفه او د بشر پالنې احساس ولري، او د لوی اوهدفمند انسان په توګه د لوړو آرمانونوخاوند وي، پر خپله ژبه واکمن وي او د خپلې ژبې د پرمختګ او ودې په لاره کې کارنده او رغنده برخه واخلي، روښانه نړی لید او اندیشه ولري، د خلکو د سوکالۍ، دموکراسۍ او د عقیدو د بیان د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي.

زموږ لیکوال باید د ځوانانو په راویښولو کې او د دوی د عیبونو په ورښودلو کې، د هیواد سمسورتیا او پراختیا، د ملي احساس روزلو اوغوړیدلو ته، د عالي او علمي افکارو خپرولو، اخلاقي او تربیوي معیارونو ته، په خپلو لیکنو او اثاروکې ځانګړې پاملرنه وکړي. د عدالت، انصاف، صداقت، حقیقت او ټولنیزو حقوقو پلوې وي، د پاک او سپیڅلي قلم خاوند وي اود قلم عفت او حیثیت وساتي، هغه ظلمونه اواستبداد، چې په خلکو کیږي وغندي او ټولنې ته یې په ډاګه کړي، او د ظالمو حکومتونو د ناروا کارونو سره او د ټولنیزو ناخوالو او د ټولنې د بدو پدیدو سره نه پخلاکیدونکې وي، د ژړیدلو اوکړیدلو خلکو دردونو او روحي رنځونو سره، د هیواد، هیوادوالو، انسان او انساني کرامت سره ژوره مینه او خواخوږي ولري. د یو زړه سواندي انسان په توګه د شهیدانو او یتیمانو او خوارانو سره وژاړي او اوښکې تویي کړي او د دوی د غمجنو حالاتو سره غمجن او دردمن وي.

 لنډه دا چې که زموږ ریښتینې لیکوال دا پورتنې څرګندونې په پام کې ونیسي نو باید یو متدین، پاک او سپیڅلې انسان، د تقوا اوپرهیزګاری دروند شخصیت، متواضع، بې کبره او د لوړو انساني اهدافو او صفاتو خاوند وي.

له نیکه مرغه زموږ د لرغوني هیواد زیاترو عالمانو، پوهانو لیکوالو، تاریخ لیکونکو، سیاستوالو، لرغونپوهانو، ژبپوهانو، ژورنالیستانو، د مطبوعاتو ډله ییزو رسنیو کارکوونکو، ادیبانو، شاعرانو او څیړونکو د دغو پورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره په خپلو ګټورو آثارو او لیکنو کې خپل قلمونه اوچت ساتلي دي او خپل غږونه او فریادونه یې پورته کړي دي.

د دوی ګټور او غوره اثار زموږ د ادب او فرهنګ په تاریخ کې نه ورکیدونکي، نه هیریدونکي او تل پاتې دي. د دغو نامتو او سترو شخصیتونو کارنامې د درنښت او ستاینې وړ دي.

زموږ په هیواد کې له دغو غښتلو او علمي څیرو څخه یو هم ښاغلی

ډاکټر صاحب ببرک ارغند دی، چې زموږ دهیواد په ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یو پیاوړې، وتلې او پیژندل شوې داستان او کیسه لیکونکې، ادبي، فرهنګي او سیاسی شخصیت دی. دی د دري ژبې د هغو نوښتګرو، مخکښواو نامتو لیکوالو څخه دی، چې د ده په غوره لیکنو او ارزښتناکو داستاني آثارو کې ډیر لوړعلمي مفاهیم، انساني، ټولنیز، ملي او ادبي تصورات او افکار په ډیره خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي. د ده په لیکنو او داستانونو اوکیسو کې هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه، تصویرونه، زموږ د اولسونو په ژوند باندې د واکمنو دودونو، عنعنوي ارزښتونو، پاک او سپیڅلي انساني احساسات، جذبات او عواطف ادبي او اخلاقي پیغامونه په ډیر رنګین او ظریفانه بڼه انځور شوي دي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب ټولې لیکنې او اثار خو په تیره بیا د هغه غوره رومانونه لکه: (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (کفتربازان)، (سفر پرندګان بی بال)، او تاریخي رومان (لبخند شیطان) زموږ د هیواد د ادبیاتو په اسمان کې ځلیدونکي ستوري دي او زموږ د فرهنګیانو، ادب پوهانو، قلموالو او لوستونکو د خورا درنښت او ستاینې وړ دي.

د دغه مجرب لیکوال د ګټورو لیکنو او داستانونو یوه بله ښیګڼه او ژور اغیز دا دی چې راتلونکو نسلونو ته د داستان لیکنې غوره او دقیق تخنیک او فن زموږ د ولسونو د ملي او انساني ارزښتونو، فرهنګي میراث، عقاید، فولکلور او دودونه لیږدوي او زموږ د ټولنې د ملي پیوستون، ملي هویت او ملي خواخوږې د ټینګښت ښکارندوی او ساتونکی دی.

ډاکټر صاحب ببرک ارغند یو موُدب، زړه سواندی، متواضع، خواخوږی، مینه ناک، زړور او پتمن شخصیت دی. د هغو سپیڅلو لیکوالو له ډلې څخه دی چې خپله پوه، افکار او تجربه یې تل د خپلو هیوادوالو په خدمت کې ایښې ده.

دغه پیاوړی او زړور شخصیت د (۱۹۹۶) زیږدیز کال راهیسې د خپلې درنې میرمنې او پنځو اولادونو سره د هالیند په هیواد کې د کډوالی ژوند تیروي.

درنو دوستانو او د ادب مینه والو!

په پای کې غواړم ووایم:

زه د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند د ادبي، فرهنګي، ټولنیز، او سیاسي کارنامو د درنښت اوستاینې د وړاندې کولو ترڅنګ د ټولو ټولنیزو، ادبي او فرهنګي ټولنو څخه چې د دغه نومیالي، فرهنګپال او ادبپوه سټې په درناوی یې دا درنه او پرتمینه غونډه جوړه کړئ ده د زړه له کومې مننه کوم.

ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند ته د پاک الله څخه خوشاله، نیکمرغه، سوکاله، برمیاله ژوند او اوږد عمرغواړم. د ده د لا نورو بریاوو او غوړیدو په هیله.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود