په یوه ټولنه کې هنر د انسانانو په منځ کې  د اړیکو وسیله ده، چې هدف او موخه یې د هغوی راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را پاروي.

هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په نوښتګرانه ډول نورو ته بیان اولیږدوي. په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي.

خو د موسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانو ته ورپه برخه کړې دی.  د موسیقۍ هنرهم لکه د شعر هنر یوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.

زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان، هنرمندان، سندرغاړي او سازیان راټوکیدلي اوغوږړیدلي  وُ او دي. زموږ د هیوا د سیمیزې او فلکلوریک موسیقۍ په برخه کې خدای بخښلی استاد (مومن جان)  بیلتون هغه تکړه سندرغاړی دی چې د ده له نوم سر زموږ هیواد وال اشنا دي. دی هغه پیژندل شوې څیره، وتلی او خوږ غږ لرونکی هنرمند وُ چې ټول خپل ویاړلی ژوند یې د خپلو خلکو او مینه والو په چوپړ کې تیر کړې دی. دی  زموږ د موسیقې په آسمان کې یو ځلانده ستوری او په کلونو، کلونو د بزمونومشال ؤ.

خدای بخښلي بیلتون د لوګر په ولایت کې زیږیدلی دی. ده په کوچنیوالي کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وُ او د خپلې خور په ژورې پاملرنې سره یې خپل ژوند ته دوام ورکړ. دی لا ماشوم وُ چې د موسیقۍ سره مینه لرله په پیل کې یې توله (شپیلی) غږوله او په (۱۵) کلنی کې یې د سندرو په ویلو پیل وکړ او د خپلو یارانو او دوستانو په مجالسو کې یې سندرې ویلې او د دوی مجلسونه یې په خپل زړه وړونکي او خوندور اواز تاوده ساتلي وُ.

دی د استاد دُری لوګري شاګرد وُ، استاد دُری ده ته د موسیقي هنر په ښه او مسلکي زده کړو کې زیاته پاملرنه کړیده او د ده په مرسته یې رادیو افغانستان ته لاره پیدا کړه او خپلې سندرې یې هلته ثبت کړې. کله چې د ده خوږې سندرې د رادیو افغانستان په څپو کې خپرې شولې، هغه وُ چې ده د خلکو په منځ کې نور هم زیات شهرت او ګرانښت  پیدا کړ.

د استاد بیلتون د سندرې اوریدل او لیدل د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی ښخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو د ده تل پاتی غږ او هنر د خلکو په ذهن او زړونو کې خپل ځانګړی ځای او مقام لري. د ده ټولې سندرې او  کمپوزونه د ستاینې، درنښت او قدر وړدي.

 ده په رایو تلویزون کې بې شمیره سندرې ثبتی کړې دي.

 خدای بخښلی بیلتون په هیواد کې د ننه د سیمیزې موسیقۍ په برخه کې څلور واره د کال د هنرمند په توګه انتخاب شوې دی او پنځه مډالونه یې تر لاسه کړې دي.

مرحوم بیلتون بیلابیلو بهرنيو هیوادونو ته هنري سفرونه کړې دي لکه : ترکیه، بلغاریا، یوګوسلاویا او همداسې  کله چې له هیواده کډوال شو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړې دي چې د خپلو هیواد والو له توودو هرکلیو سره مخامخ شوی وُ.

په دې ورستیو کلونو کې د سختی ناروغې سره مخامخ شو، د خپلو سترګو لید او د غوږو اوریدل یې له لاسه ورکړل او د ناروغی په بستر کې یې خپلې دردونکې شپې او ورځې تیرولې او هيڅ دولتي مقامونو ده ته پاملرنه و نه کړه.

خو په خواشینۍ سره  استاد بیلتون پر (۹) د نومبر پر (۲۰۱۵) زیږدیز کال کې له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړئ.

(انالله وانا الیه راجعون)

د خدای بخښلي مومن جان بیلتون مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د سیمیزو موسیقي د هنر په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.

زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د موسیقي ټولومینه والو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په درنښت