موږ او تاسو ته معلومه ده چي جنګ ځپلی افغانستان د ۱۹ مي پیړۍ څخه د لویو لوبغاړو د غټي لوبي ډګر کرځیدلی او د هم هغه وخت څخه د خونړیو او وحشي جګړو کوربه سوی دی، تل ئې پر پخپل ټټر تودې او سړې منلي او پخپله ناارمه غیږ کي ئې په ملیونو یتمیان لوی کړیدي. که څه هم د ساړه جنګ ستر کرکټرونه په بیلو وختو کي عوض سویدي او افغان اولس د وخت په یوه محدوده کي ارام نفس کښلی دی خو په ټوله کي سوړ جنګ د مځکي د اقلیم په شان ورځ تر بلي مخ پر ګرمیدو دی او د سپتمر د یولسمي نیټې وروسته خصوصآ په افغانستان او سوریه کي خطرناک او دریم پړاو ته داخل سویدی.

 خطرناک پدې مفهوم: که روان سوړ جنګ په همدې شدت دوام ولري نداچي په جنګ کي شکیل هیوادونه به بربادیږي بلکه د امکانه به لیري نه وي چي دغه د ساړه جنګ بڅرکي به یوه ورځ د جنګ میکرانو لمن ته هم ور ورسیږي او د ګرم جنګ لمبې به په نړۍ کي خپرې سي.

 کله چي د سپتمر د ۱۱ نیټې نه وروسته امریکایانو د طالبانو حکومت رانسکور کړ نو د همدغه ۲۰۰۱ میلادي کال د ډسمبر پر ۱۳مه نیټه د المان په بن ښار کي د شمال ائتلاف په ګډون جهادي تنظیمو او مرحوم ظاهرشاه او پلویانو ئې پر یوه مؤقتي حکومت باندي هوکړه وکړه، چي وروسته به انتقالي او بیا به انتخابي حکومت را منځته کیږي.

  اوس ډیرئ د نطر خاوندان پدې اند دي چي د بن د لومړي او دوهم کنفرانس اصلي مهندس ښاغلی زلمی خلیل زاد دی چي هیڅ ډول لاسته راوړنه نلري، او باور لري چي د خلیل زاد راتګ به افغانستان ته کومه ګټه ونکړي.

 اما ځني نور د نظر خاوندان بیا خوشبینه دي او عقیده لري چي د خلیل زاد راتګ د افغانستان په ګټه دی او انتظار باسي چي زلمی خلیل زاد به د ملي وحدت، صلحي او ثبات په ګټه مثبت بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي.

 ګرانو لوستونکو په بن کي د مؤقتي حکومت د جوړیدو وروسته طالبان دړي وړي سول، څوک مړه سول، څوک بندي سول، څوک فراره سول او څوک هم ارام پر خپلو کورو کښینستل. داچي د بن کنفرانس بنسټ پر صداقت ولاړ نه وو او د لومړۍ ورځي څخه ئې په افغانستان کي د صلحي د ټینګښت عزم او تصمیم نه درلود ځکه نو طالبان بیا را ژوندي او جنګ ته مجبوره سول، څو چي راټول سول، منظم او منسجم سول. دغه لامل چي طالبان څنګه او ولي دوباره جنګ ته وګمارل سول باید په هغه حکومتونو کي وپلټل سي کوم چي ښاغلی خلیل زاد ئې مهندس وو.

 که چیري د بن کنفرانس په رشتیا سره د افغانستان صلحي، ثبات، ترقي او ارامي ته ږمن وای نو د شړل سوو، توراندو او بګیل سوو تنظیمو پر ځای ئې باید د ظاهر شاه په مؤقته مشري سره وطندوسته، ملي او روڼ اندي افغاني کادرونه او شخصیتونه په یوه نوي او دیموکراتیک حکومت کي سره راټول کړي وای. ظاهر شاه که افغانستان ته لږ کار کړی وو یا ډیر پر دې مسئله اوس بحث نه کوو خو زه دعوا لرم چي د بن د کنفرانس تر ټولو ګډون والو پیژندل سوی، مستقیل، ملي او د یوالي سمبول ظاهر شاه وو چي متآسفانه د همدغه خلیل زاد په مهارت د سیاسي ډګر څخه و ایستل سو.

 اوس بیله شکه چي د افغانستان په جنګ کي پاکستان خپل زهرجن رول لوبوي اما د چا په زور او د چا په پیسو؟ که چیري پاکستان رشتیا هم دومره سرکښه وي چي د ملل متحد، ناتو په تیره بیا د امریکا خبره نه مني او د امریکا پر ضد تروریستان روزي بیا نو امریکا ولي د عراق، لیبیا او افغانستان په شان د ملل متحد د منشور د ۵۱ مادې څخه په استفاده په پاکستان کي دننه عملیات نه کوي او د تروریزم جرړي د منځه نه وړی؟

 زما په اند د افغانستان اوسنی مشکل یا اوسنۍ ناخوالي ډیره ژوره ریښه لري، د اشخاصو او افرادو تر قدرت او ارادې وتلې خبره ده او زه باور لرم چي د افغانستان اوسنی په وینو رنګ تقدیر، اشخاص او افراد نسي بدلولای ځکه چي د افغانستان معضله مستقیآ د سترو لوبغاړو د پراخو او ژورو ستراتیژیو سره اړیکه لري، تر څو چي د لوبغاړو په ستراتیژیو کي بدلون او اصلاحت رامنځته نسي، انساني نسي سوړ جنګ به پر مظلومو اولسونو د اور په شان ګرم او تحمیل وي.

 بلې! که چیري ښاغلی زلمی خلیل زاد د ستراتیژیکو بدلونونو سره په پوره صلاحیت باندي افغانستان ته را استول سوی وي او د افغانستان ملي ګټو ته په احترام چي صلحه ئې سرداره ده ږمن سوی وي بیا نو ډیر امکان سته چي اوسنی زړه بوګنونکی حالت به د افغان مظلوم اوس په ګټه تغیر وکړي، په دې شرط چي تر هرڅه لومړی باید په افغانستان کي یو متعهد، سالم او ملي حکومت رامنځته سي او که چیري د روان حالت په شان په دولتي سکټور کي لازم اصلاحات رامنځته نه سي، ملي، مترقي، وطندوسته، صلحي او د وطن ابادۍ ته ږمن کادرونه په حکومت کي ځای پر ځای نسي بیا نو هغه متل دی چي وایي:

 «د ږیري ئې را واخستل پر بریت ئې کښیښول».

 یعني که حکومتي قدرت او تغیرات د نن په شان د یوې محدودي حلقې پلاس کي وي چي والی وزیر سي وزیر والی سي، وکیل سفیر سي سفیر والی یا وزیر سي، پدې صورت کي به ځوریدلي افغانان د ارامي او ثبات په ګټه د هیڅ ډول بنیادي بدلون شاهدان و نه اوسي.

 دا هم تر لمر روښانه ده چي زلمی خلیل زاد به د تل په شان د امریکایي ګټو لپاره امریکایي اهداف تعقیبوي نه د افغانستان.

 لنډه دا: تر څو چي د افغان رنځیدلي اولس غوښتنو ته چي په سر کي ئې د سراسري او تل پاتي صلحي تآمین دی احترام و نه سي او په هکله ئې عملي او کوټلي ګامونه پورته نسې د مهرو تغیر او تبدیل به جنګ ځپلي افغانستان ته هیڅ کومه ګټه ونلري.

  اوس د قراینو څخه داسي ښکاري چي د صلحي د تآمین په هکله لا تر اوسه پوري تصمیم ندی نیول سوی او دلیل ئې مخکي د مخکي د روسیې د غونډي ردول دي د امریکا لخوا چي د صلحي په نیت رابلل کیږي. امریکا وایي چي د روسانو غونډه صلحه نسي رامنځته کولای. پداسي حال کي چي د ساړه جنګ بنسټیز لامل همدغه د امریکا او روسیې اختلافات دي.

  زما وړاندیز دادی چي روسیه بیله شکه په نظامي لحاظ په سیمه او نړۍ کي د امریکا سره موازي قدرت دی، وړاندیزونه ئې باید جدي ونیول سي او توافق ورسره وسي. که نه سوړ جنګ به همداسي ګرم وي او په منځ کي به مظلوم اولسونه او مخ پر انکشافه هیوادونه د سونګ د موادو په شان سوځي.

 پایله داچي اوبه باید د سره پاکي سي او تر څو چي د سترو لوبغاړو په جیوپالتیک او جیوستراتیژیکو پلانو کي مثبت تغیرات، اصلاحات او بیا کتنه وه نسي همدغه تراجدۍ به رواني وي. یعني (همدغه اش به وي او همدغه کاسه).

 ۱۱ – ۹ – ۲۰۱۸