که څه هم فساد یوه لنډه او ورله ټوله کلیمه ده خو پخپل ذات کي یو پراخ مفهوم دی چي کیدای سي په بیلو اړخونو کي د جلا جلا زاویو څخه و څیړل سي. فساد په انسانیت کي ډیر پخوانی تاریخ لري او د حکومت د جوړیدو سره یو ځای رامنځته سویدی. کله چي د کمون لومړۍ تاریخي مرحله د کار د وسایلو په خصوصي کیدو سره پای ته ورسیده نو سمدستي طبقات را منځته سول او د طبقاتي ټولني د رامنځته کیدو سره سم حکومت شکل ونیوی، څو د حکومت د جوړیدو سره یو ځای فساد هم را منځته سو.

  پر فساد باندي د ډیرو زمانو څخه بانډارونه روان دي او په زرهاوو کاله مخکي هم فیلسوفانو پدې هکله خپل اندونه او عقاید وړاندي کړيدي او کوښښ ئې کړیدی چي د فساد اصلي ریښې پیدا کړي چي فساد ولي او څنګه رامنځته کیږي.

 فساد په لغوي لحاظ د (تباهۍ) په معنا منل سویدی او په لومړي ځل ارسطو تقریبآ ۳۸۰ کاله مخکي تر میلاد په لاتیني ژبه کي کارولی دی. د فساد لپاره په لاتیني او انګلیسي ژبو کي بیلي کلیمي کارول کیږي لکه: corruption, depravity, deterioration, perversion, degeneration, rot. فساد د اکسفورډ د انګلیسي لغاتونو په قاموس کي داسی تعریف سویدی:

 (فساد هغه انحراف دی چي د خپلو عمومي دندو په اجرا کي د رشوت په اخستلو یا د خپلي ډلي په ګټه د کارکولو لپاره صداقت تر پښو لاندي کړي).

  د فساد کلیمه عربي ده او په اسلامي ارشاداتو کي د صلحي په مقابل کي استعمال سویده مګر په اصطلاحي ډول په اسلامي اخلاقي کتابو کي فساد بیل بیل تعریف سویدی.

 د فساد څخه یو اسلامي تعبیر داسي دی:

  ټول هغه کارونه چي په اسلام کي ممنوع دي اجرا کول ئې فساد دی لکه: قتل، زنا، رشوت، سود، شراب او داسي نور.

 د فساد بل اسلامي تعریف چي اخلاقي اړخ لري دادی چي:

 د مسلمان یا غیر مسلمان هر هغه عمل چي په اسلامي ټولنه کي د اختلال د رامنځته کیدو باعث سي فساد دی.

  فساد په عام ډول داسي تعریف سویدی:

 د عمومي قدرت څخه په غیر قانوني ډول د خپلو شخصي او خصوصي ګټو لپاره استفاده کول فساد دی. دغه سؤ یا نا مشروع ګټه اخیستنه چي د ټولنی او دولت په هره برخه کي وي فساد دی لکه: اداري فساد، سیاسي فساد، اخلاقي فساد، اقتصادي فساد او داسي نور. اداري فساد تر ټولو خطرناک او د فسادونو پلار بلل سویدی.

  په مډرنو سیاسي او اخلاقي بانډارو او ګرداوو کي فساد هغه کرکټر ته ویل کیږي چي یو شخص د یوه ارمان څخه، د یوې عقیدې یا ایډیال څخه په اخلاقي او معنوي لحاظ انحراف و کړي او د رشوت، اختلاس یا تقلب په شان عمل اجرا کړي، ندا چي د ټولني د عیني ناخوالو او مجبوریتو پر بنسټ ئې انحراف کړی وي. یعني د یوه انسان د مجبوریت او فساد تر منځ باید فاصله موجوده وي او هغه دا چي کله کله یو شخص د حالاتو پر بنسټ اړکیږي څو یو ناوړه او غیر قانوني کار ته لاس واچوي.

 د بیلګي په ډول یوه ټیټ رتبه مامور یا یوه غریب معلیم ته مریض پروت دی خو نوموړی پخپل معاش باندي په هیڅ ډول د خپل مریض تداوي نسي کولای، لحاظا نوموړی مامور یا معلیم دوې لاري لري یا به د کورنۍ غړی دلاسه ورکوي یا به د رشوت په شان بل داسي غیر اخلاقي عمل کوي څو پیسه تر لاسه کړي او د خپل مریض درملنه په وکړي. زه هر ډول غیر قانوني کړنه او د ملي وسایلو څخه غیر مشروع ګته اخیستنه د فساد څخه لیري او جلا نه بولم خو دلته د بې وسه معلیم یا مامور رشوت اخیستل فساد نه دی بلکه د ټولنیزو شرایطو او په دولتي دستګاه کي د فساد محصول یا معلول دی.

 مګر د (بن) په جوړ سوي حکومت کي چي تر نن ورځي دوام لري د رئیس جمهورانو سوست مدیریتونه او د ځینو وزیرانو، والیانو، وکیلانو، جنرالانو... اعمال په خوار سوي افغانستان کي ندا چي فساد دی بلکه د فساد ډیر بدرنګه او غلیز هغه ډول دی چي د منځنیو پیړیو په شان به قانون زورواکو، مذهبي او قبایلي مشرانوانحصار کړی وو.

  نن ورځ کټ مټ د منځنیو پیړیو په شان قانون د زورواکانو او توپک سالارانو په لاس کي دی او هر هغه څه چي زړه ئې و غواړي په علني ډول ئې بیله کوم ډار او بیري څخه په مرکز او ولایاتو کي تر سره کوي. ځکه نو افغانستان نن ورځ د ۴۸ پر مخ تللو هیوادو په مرسته او د ملیارډو ډالرو په موجودیت کي هم د نړۍ د فاسدو حکومتو په لومړي قطار کي ولاړ دی او هم ئې داسي ناوړه حالات را منځته کړیدي چي طبقاتي فاصله ورځ په ورځ و خپل فاحیش حد ته رسیږي.

  یعني د زورواکو او توپک سالارو یوه محدوده ډله په انساني او ټولنیزو نعمتونو کي عیشونه کوي او پانګه ئې ورځ په ورځ تراکم کوي خو په مقابل کي ئې مظلوم، بیچاره، جنګ ځپلی او بې سرپرسته اولس ورځ په ورځ مسکین اوبیچاره کیږي.

 د توپک سالارانو اولادونه په غرب کي په ډیر ناز تحصیل کوي او خوندونه اخلي خو د غریب او بې وزلو افغانانو زامن یا د بیکارۍ څخه په مواد مخدر باندي معتادیږي، یا د انتحاري حملې او کله هم د ناتو د کورکورانه بمبارد قرباني کیږي او کله هم د وطن څخه د فرار په حالت کي د مدیترانې د بحیرې د ماهیانو خوراک ګرځي، دغه حالت په ذات کي د جنګ یو تکړه عامل دی او جنګ د بنسټونو ورانونکی دی.

 د مغزو فرار او د استعدادو خفه کیدل د مواد مخدر، فشار او تحدید پواسطه پخپل ذات کي د ټولني تباهي ده. او که چیري په افغانستان کي یو سالیم، وطندوسته او اولس دوسته حکومت را منځته نسي او د دولت په درو قواؤ کي اوسنی مسلط فساد د منځه ولاړ نسي بیله شکه به جنګ نور هم تود سي، ناخوالي او بد بختۍ به هره ورځ پر افغاني ټولنه اضافه کیږي او سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي بنسټونه به ورځ په ورځ د نابودۍ کندي ته ور نژدې کیږي.

 ۱۴-۱۱-۲۰۱۶