ګرانو وطنوالو خویندو او وروڼو!

له هرڅه نه وړاندې د ۱۳۹۵ هجري - لمریز نوي کال او دنوروزدلرغوني جشن او شکلي‌ پسرلي درارسیدو په مناسبت تاسو ته دزړه له کومې مبارکئ وړاندې کوم او نیک مرغه اوزرغون کال او دنوروز دخوښئ نه ډکې او شکلې ورځې درته غواړم.

ګرانو هیوادوالو!

د ۱۳۹۵ کال هم دتیرو غم لړلو کالونو په شان په داسی حالاتو کې پیل کوو چې په هیواد کې افراطیت اوترور؛ بغاوت و شرارت؛ تشدد؛ جګړه او بې امني، تبعیض او ستم؛ ظلمونه او تیري، بی وزلي او بیکاري، استثمار او ټولنیزې بې عدالتئ په ټولو ابعادو دوام لري او دنیک مرغئ او نیک مرغه کالونو لر لید نه تر سترګو کیږی.

سره له دې چې دا ناخوالي دمختلفو عیني او ذهني عواملو لکه عمومي ورسته پاتې والئ دجګړو او بی امنئ اونور اغیز منو زیږنده دي، خوددې ناخوالو تر ټولو اغیزمن لامل دترور یسم په ضد جګړه کی دلاسته راوړنو نه شتون او ستراتیژیکی بن بست او دپاکستان څخه هیواد ته دتروریسم صدور او دتروریستی شبکو د جنایتونو شدت دناامنی بحران دوام له یوی خوا او دښه حکومت اوښې حکومتولې نه شتون دئ له بلی خوا په هیواد کی دشته نا خوالو تر ټولو عمده عوامل ګڼل کیږی.

بنا پردی تاسو ګران هیواد وال به هغه وخت داوسنیو ناخوالو خلاصون ومومي او نیک مرغه اخترونه ولری چي دبهر او په ځانکړی ډول دپاکستان دخاوری څخه هیواد دتروریسم صدور اودتروریستی شبکو جنایت او وحست او بغاوت ته پای ټکئ کیښودل شي او دهیواد په سیاسي وضعیت او دسیاسی واک په جوړښت کی ملی - دموکراتیک او مترقی سیاسي ځواکونه پو موټئ سیاسي حضور ولری او په مسلط ځواک بدل شي او په نتیجه کی یومشروع او منلئ؛ قانونمداره او فساد ضد، دولس خدمتګار، ځواب ویونکي، اغیز من او کار ا حکومت او حکومتونه را منځته شي.

په پاي کې یو ځل بیا تاسو ګرانو وطنوالو؛ خویندو او وروڼو ته دنوي کال په مناسبت مبارکی وایم او هیله من یم چې نوي کال په هیواد کې دپایداری سولي اوډادمن سراسري امنیت دتامین اودفساد؛ بې قانونئ؛ بی وزلې؛ بیکارۍ؛ تبعیض او ستم اوټولنیزو بی عدالتو څځه ستاسو ګرانو هیوادوالو دژغورنې دپیل کال شي.

هر روزتان نوروز- نوروزتان پیروز