حقیقت نصیراحمد څپاند: سعودي عربستان دبدلونونو په درشل کي

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی. سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین، په جنوب ختیځ کی د عمان، په ختیځ کی د قطر، په شمال کی د عراق، کویت او اردون سره گډې پولې لري. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یی الریاض دی. د سعودی عربستان د مځکې سطحه اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه شته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی یي د عسیر غر موقعیت لري. په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.

 په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ. په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه. دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی (عقیده) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی. الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده. په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله. په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیولو. په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول. مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول. سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو. (ويکيپېډيا)

 د سعودی حکومت د سخت دریځي پالیسي ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوي کورنې له خوا د حکومت ټولي چاري اداره کیږی او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه. په ټولنیزوچاروکی هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شي.

 د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده. په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یي د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله. همدا راز ښځوته په کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو. له همدی امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ. ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو له ۱۹۹۰ مې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوي ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله. بلاخره لاندي اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول.

 ۱۹۹۹ ـ اکتوبر: د لومړي ځل له پاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ.

 ۲۰۰۱ ـ دسمبر: پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده. حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل.

 ۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر: د ښځو او نارینه ؤ په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ.

 ۲۰۰۳ ـ اکتوبر: پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله. د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول.

 ۲۰۱۱ ـ سپتمبر: پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ، لکه د رایې ورکولو حق، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې، مشورتي شورا ته، د ټاکل کېدو حق.

 وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه. پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.

 ۲۰۱۲ ـ‌ جون: ولیعهد شهزاده نایف ومړ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو.

 سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شي د لومړي ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله د جنسي توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شي.

 ۲۰۱۳ ـ فبروري: پاچا عبدالله، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ. دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې.

 ۲۰۱۴ ـ مارچ: سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ. په دې ډلو کې اخوان المسلمین، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي. (بی بی سی)

 د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسي د سعودي د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت «جواز لرل» دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.

 د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي. د سعودی حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي.

  همدارنګه د سعودی عربستان پلازمينې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولری، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره به لوی وی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی. د سعودي حکومت، هڅه کوی د سعودی د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی.

 همدارنګه د سعودی د سپورت د فیدراسیون د مشري په ټوګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړني ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودی تلویزیون له لاری د لمړی ځل له پاره د ښځینه ؤ په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی.

 د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتی چارو په لاس کی نیول.

 سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل.

 دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړنی بهرنې سفرپه ترځ کي، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول.

 مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې نږدې همکاري ته هڅول، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل. د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل. د پوځي روزنې پروګرام، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.

 د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودي د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی.

 د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير له پاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړی چې ټول (ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث) دغه احاديث چی د سخت دريځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایري بهر کړي. همدارنګه په زرګونو سخت دريځي امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان، واعظان او دعوتګران نيولي دي.

 پایله:

 پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چی د سعودی عربستان حکومت غواړی د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه ایز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کی د نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کی د ترویزم د پالنی کوم تورچی پر دي هېواد لګیدلی ؤ هغه له ځان څخه لیزي کړی. همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یی اتومی تکنالوژی اواتومی وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده، د هغوی په مقابل کی د پوځی ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره سیال کړی، ځینې پوځی ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړي چی روسییه او متحده ایالات یی ښه مثال کیدلی شی. همدارنګه د ملی تفریحی سترو پارکونو جوړول او دی ته ورته زیربناي سترو پروژو پیلول، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدوشي د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کی په لویه کچه ګټه پورته کړی. همدارنګه ځیني مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وی او ورته لوي ستونزی وزیږوی. همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکی د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځی او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی.

 سرچینی او ماحذونه:

 بی بی سی پښتو وبیپاڼه

 المان اونړی ویبپانه

 پښتونیوز

 نن ټکی اسیا ویبپاڼه

 ویکیپیډیا