کله چی په ۱۸۱۳ میلادي کي د تزاري روسیې او فتح علی شاه قاچار تر منځ د اذربائیجان په ګلستان سیمه کي د ګلستان تړون لاسلیک سو نو د ایران په شمال کي د قفقاز، اذربائیجان او د خزر بحیرې پر څنډو ځني سیمي رسمآ روسانو ته وسپارل سوې. دغه تړون د روسیې لوی حریف بریتانوي هند ډېر په خښم کۍ او سمدستي د روسیې د نور پرمختک د مخنیوي او منځنۍ اسیا ته د رسېدو په خاطر لاس پکار سو، او د افغانستان پر خوا ئې چي ډېره مهمه او ستراتېژیکه سیمه ده را ودانګل، څو وروسته د افغان او انګلیس جنګونه پیل سول. یعني د غټو لوبغاړو لویه لوبه او نیابتي جنګ له همدغه وخته پیل سو چي متآسفانه مرکز ئې تر نن ورځي مظلوم افغانستان دی او دوۍ ئې په شخړو کي شکېل دي.

که څه هم چي په روسیه کي د اکتوبر تر انقلاب (۱۹۱۷م) وروسته نیابتي جنګ سوړ سو خو په (۱۹۴۰م) یعني د دوهم نړۍ وال جنګ په جریان کي بیرته هغه وخت تود سو چي شوروي او امریکا د جنګ وروسته د جهان پر ویش او شکل باندي توافق ونکړ. نیابتي جنګ وروسته دومره تود سو چي په ۱۹۴۹میلادي کي د شوروي پر ضد ناتو او په ۱۹۵۵میلادي کي د ناتو پر ضد وارسا تړون را منځته سو. اوس ټول شاهدان یوو چي نوموړو غټو لوبغاړو په بیلو زمانو کي په بیلو شکلو او بیلو نومو سره د خپلو جیو پالتیک، جیو ستراتېژیک او جیو اکانومیک اهدافو لپاره پر افغانستان بې رحمانه یرغلونه کړي او مظلوم افغان ملت ئې بدبخته او د جنګ کندي ته غورځولی دی. دا هم وینو چي نوموړو لوبغاړو کله یو او کله بل را غوزار کړی وي. مګر بیا هم د نوموړو پهلوانانو څخه یو هم ماته نه مني او د بلي سیالۍ لپاره ځان چمتو کوي. د دوۍ د غېږ ایستلو میدان ډېر پراخ دی، کله چي په افغانستان کي د یوه پهلوان په بل باندي وس نه ورسېږي بیا نو د افغانستان د غچ اخیستلو په بدل کي د نړۍ په بل ګوټ کي یو بل ته لینګته اېږدي او کسات ځني اخلي. اوس به د شلمي پېړۍ له پېښو څخه تېر سو خو  په ۲۱ مه پېړۍ کي چي امریکا په افغانستان کي د قوي لښکر سره په پوره زور باندي شل کاله تېر کړل او په منځنۍ اسیا کي ئې د مناس په شان پوځي اډې هم جوړي کړې خو بیا هم خپلو ټاکلو مؤخو ته ځکه نه ورسېده چي حریف ئې ورته بیدار وو او هره شېبه ئې د امریکا کړني څارلې. امریکا د خپلي دغه ناکامۍ د جبران او غچ اخیستو په خاطر اوکراین ضعیفه نقطه وبلل او د زرهاو کیلومترو لیري فاصلي څخه راغله او د روسیې تر ږیري لاندي ئې غوښتل چي دغه ستراتیژیکه نقطه چی روسانو ته حیاتي ارزښت لري په ناتو کي شامله کړي څو روسیه تر فشار لاندي ونیسي، خو حریف ئې بیا هم بیدار وو او تر مخه ئې پر اوکراین حمله وکړه.

بېله شکه چي روسیې پدې حمله کي ځان د پیشي سره په جوال کي واچاوه، یعني دا جنګ نه ګټلای سي نه ئې پرېښولای سي. او پدې کار ئې حریف ته ښه غوا لنګه سوه، یعني په هره اندازه چي دغه جنګ اوږدېږي په هغه کچه د روسیې او اروپايي ملکونو اقتصاد او ثبات کمزوری کیږي. معلومداره چي روسیې د اوکراین جنګ ته ښه محاسبه نه وه کړې او تر دوه کاله جنګ وروسته متوجه سوه چي پدې جنګ کي ئې تر ګټي تاوان ډېر دی. نو پدې خاطر چي د اوکراین جنګ وګټي، یا ئې کم رنګه کي، پر امریکا او انډیوالانو ئې فشار واچوي او بل ځای ئې مصروفه کړي نو په منځني ختیځ په ځانګړي ډول په سره دریاب کي ئې امریکا او انډیوالانو ته شخړه جوړه کړه او په عیني شکل ئې امریکا هم د پیشي سره په جوال کي واچول. اوس دواړه ستر لوبغاړي د پیشیانو سره په جوال کي لوېدلي دي. که چيري امریکا همداسي د پیشيي د مونګاچو سره مخ وي لکه په سره دریاب کي پر امریکایي بېړیو د حوثیانو راکټونه، په اردن، عراق او سوریه کي پر امریکایي اډو باندي د ډرون وارونه... لیري به نه وي چي امریکا به د منځنۍ اسیا او روسیې د ناارامه کولو او تهدیدولو په خاطر یو ځل بیا خدای نه کرده د خپلو افغاني او غیر افغاني ګوډاګیانو په مرسته افغانستان وسیله کړي او د نیابتي جنګ په میدان به ئې واړوي. که څه هم چي د سطرنج په لوبه کي آس، فیل، پیاده... لوبېږي او قرباني کیږي خو فیصلې پاچهان کوي.

پایله دا چي: که زبر ځواکونه په رشتیا غواړي چي نړۍ په امن او ارامي کي ژوند وکړي نو باید خپله استعماري غریزه (ځان غوښتنه، پراختیا غوښتنه، هر څه یا ډېر غوښتنه) کنترول کړي. یعني دغه د بشري حقونو او دیموکراسۍ ټیکه داران باید انسانیت ته را وکرځي. معنا دا چي دغه مډرن انسان، اسمانو ته ختلی انسان او د اوبو تل ته کښته سوی انسان باید د نړۍ هر مظلوم ولس ته د خپلو نازولو په سترګه وګوري، د نړۍ په ګوټ ګوټ کي باید مظلومو انسانانو ته د انسان په سترګه وګوري، نه د وسیلې یا سونګ موادو په سترګه. منظور مي دا دی چي مظلوم او غریب ولسونه دي په یوه منصفانه تعامل کي پرېږدي چي خپل سرنویشت په خپله وټاکي، د خپل ژوند مسیر په خپله انتخاب کړي. څو پدې صورت کي به هم نړۍ ارامه وي او هم به نړۍ وال د میني په فضآ کي ژوند کوي. که ستر لوبغاړي داسي ونکړي او همدا د بالښتانو وارونه شروع وي ناممکنه ئې نه بولم چی یو واری به د دوۍ په پسته غېږه کي هم وموښلي. یعني کېدای سي چي د دغه نیابتي جنګ یو بڅرکی چي مظلوم او غریب ولسونه ئې قرباني دي د دوۍ ورېښمیني لمني ته هم ورسېږي او یو داسي ډز به ځني جګ سي چي هم به د مځکي کُره تهدید کړي او هم به ژوند تهدید وي. ځکه چي په ۲۱ مه پېړۍ کي به د زبر ځواکونو تر منځ جنګ د ستورو جنګ وي، چی یو بل به د فضآ څخه سره ولي.

د دې فضایي دریم نړۍ وال جنګ امکان د روسیې غښتلي ولس مشر ښاغلي پوتین په خپله مصاحبه کي چي په ۹ -۲ -۲۰۲۴ تاریخ ئې په مسکو کي د امریکایي خبرنګار (تاکر کارلسون) سره کړېده رد نکړ او د یوه سوال په جواب کي ئې داسي وویل:(تر څو چی د اوکراین سره کومکونه قطع نسي جنګ به روان وي، او که چیري امریکایي یا نور خارجي عساکر اوکراین ته د اوکراین په دفاع داخل سي دا به د نړۍ وال جنګ په معنا وي چی بشریت به له منځه یوسي).

لنډه دا چي اڅک هواباز وايي: اشرف المخلوقات باید په پوره صداقت او پوره متانت سره ګډ او غښتلی داسي ګام پورته کړي چي د عادلانه صلحي ټینګښت، د نړۍ د انساني کېدو، د میني خپرېدو، د حسادت، خود خواهۍ او تنګ نظرۍ د ورکېدو په لور وي، نه د جنګ، بد نیتۍ او بدبختۍ په لور.     

درنښت

۱۳ – ۲ - ۲۰۲۴