حقیقت، ولی منگل: زموږ هېواد د یوې تاریخي پېښې په درشل کې دی

زموږ د ګوند د تاریخي کنګرې په ویاړ

 

سږ کال به دهېواد تاریخ بیا د یوې تاریخي پېښې زرینه پاڼه پرانیځي.زموږ ګوند به بیا د یو والي او وحدت ګنګره جوړه کړي. ګوندیان به هغوی ته ووایي چا چې په نشت حسابولو چې ، موږ دهغو کړنګونو شاهبازان یو چې که ګهیز پر هره خوا الوځي ماښام خپلې ځالې ته را الوځي .

ځکه چې زموږ زړونه،‌ فکرونه او آرمانونه سره شریک دي.

دا موږ هغوی ته وایو چې ویل به یې: موږ محو یو موږ ځپل شوي يو .‌هغوی ته زموږ ځواب دا دی چې :موږ ژوندي یو ! موږ د تېر تاریخ یو برخه یو او د نننی تاریخ یوه برخه به موږ هرومرو جوړوو .موږ هغه مبارزان یو چې د وطن په درد سوځيږو که سل ځله پرمخ لویږو راپورته کیږو؛ او که د مرګ پر پوله هم و بیا هم خوزیږو. موږ د حق د لارې لارویان او مبارزین یو او د حق لاره په وروستني تحلیل کې د بري لاره ده.

زموږ قهرمان ګوند چې د اور په لیکه کې یې د پېښو د تحمیل په نتیجه کې واک ترلاسه کړ،

څه کم یوه نیمه لسیزه د تورې ارتجاع او د هغوی د امپریالیستي بادارانو، د نړۍ د لویو تیروریستي شبکو، د اسلام په جامو کې د اخواني شیطانانو او تش په نامه جهادي سفاکانو او جلادانو په وړاندې وجنګیده او ورزمیده او د خپلې ناپایه او سرښندونکې مبارزې په بهیر کې یې هېواد او خلکو ته د خدمت په لار کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول پېغور په خپل تندي پرېنښود.‌ د خواښيو او مباهاتو ځای دی چې پيغور د هغو پر جبین ولګیده چې هم یې اسلام وشرماوه او هم یې آزادي؛ ځکه هغه څوک چې زموږ د ګوند د حاکمیت نه راوروسته قدرت ته ورسیدل، د دین او آزادۍ په خرڅ او پلور کې له ټولو ښه سوده ګر وختل.

موږ ماتو ، مرګونو او زندانونو وازمویلو؛ څکوک چې ماتې ، ګرم سنګرونه او مرګونه ازمویلی شي ؛ هغه بریاوو ته هم رسیدلی شي؛ ځکه د تخت او بخت په لار کې زموږ لوبه لا ګرمه ده او بخت مو بیدا دی.

د تیروریزم سره د جګړې په بهانه چې هېواد مو د نړیوال امپریالیزم ښامار لاندې کړ؛ او په پایله کې یو ګورت د غلو غدۍ د واک پر ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ کښېنولی شوه، په حقیقت کې د افغانستان د غمیزې اوږدول او غزول و. زیات له یوه نیمې لسیزې کیږي چې افغان ولس دې دغې دروغجنې جګړې له کبله د وینو په حمام کې لمبیږي او د جګړې د ختمون څرک هم لا نه لیدل کیږي. د کابل پر تخت یوه لاسپوڅې کړۍ، فساد سالاران او غداران مسلط شوي دي.. تیروریزم او مذهبي افراطیت لا قوت مومي او ځواک اخلي؛ او یا قوت ورته ورکول کیږي، تر څو په دغه بهانه او پلمه د افغانستان د نیواک بهیر دوام ومومي او هېواد مو چور او تالان شي.

پر کابل مسلط یوې مفسدې او خاینې کړۍ ته روانه جګړه په لنګه غوا بدله شوې؛ هغوی د جګړې په دوام کې د خپلې سلطې اوږدول لټوي او پکې خپله حرامه پانګه ټولوي.

زموږ ګوند په داسې برخلیک ټاکونکو حالاتو کې سر راوچتوي چې د خلکو سترګې یوازې زموږ لور ته را اوړي، چې کله سره متحد کیږو او کله هغوی د دغو خودفروشه خاینینو ، لوټمارانو او د خلکو د وینو د سوده ګرو له چنګال نه آزاد وو.

د افغانستان د پرمختګ ملي متحد ګوندټولې مترقي کړۍ او عدالت غوښتونکي ګوندونه اتحاد او پيوستون ته رابولي او هغوی ته یې تل خپله غېږه خلاصه ده .

راځئ چې خپل سیاسي درایت او سیاسي ځواک او قوت په وحدت او یو والي کې وازمویو ! راځئ چې د هېواد د سترو ګټو په خاطر له خپلو ځاني غرضونو او مفاداتو نه تیر شو !

تاریخ چې افغان ولس یې جوړوونکی دی ؛ موږ به و نه بخښي چې په داسې غمیزه کې د هغوی تر څنګ او ننګه و نه دریږو او خپل تاریخي رسالت تر سره نه کړو . زموږ بریاوې او رسالتونه زموږ په یو والي کې نغښي دي .

مخ په وړاندې د وحدت پر لور !

ژوندی د وي زموږ اتل ګوند!