له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل په سیمه کې د یپکن نفوذ ته لاره هواره کړي او په ورته وخت کې، دا په نړۍ کې د متحده ایالاتونو د واک د تضعیف او محدودیت پیغام له ځانه سره لري. په قوي احتمال سره، به افغانستان دا وار د سترو قدرتونو د جیوپولیتیک ـ استراتیژيک اغېز او نفوذ، د «دوهمې لویې بازۍ» شاهد وي.

 که لومړۍ  «لویه بازي» په افغانستان او منځينۍ آسیا کې، د روسیې امپراتورۍ او بریطانې ترمنځ وه، نوې «  دوهمه لویه بازي»  به د چین، روسیې  تر منځ وي، متحده ایالتونه کیدای شي په نوې لوبه کې نیابتي رول ولوبوي.

 داسې اټکل هم شته چې ، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به په سیمه کې د روسيې، چین، هند اوایران نوې ټلواله رامنځ ته شي.

 یاد  هېوادونو په اوس کې هم ښه سیاسي او اقتصادي اړیکي لري. د دې احتمال زیات دی  چې؛ موږ به په افغانستان کې د نویو ټکرونو شاهدان وو، که چېرې کې په افغانستان باندې،  په اوس کې د منطقې د سترو او وړو قدرتونو، تر منځ یوکنسېنسوس ، اجماع او یو وفاق رامنځ ته نه شي، ځکه تاریخ ښودلې ده، چې، دا هېواد او دا ولس په یکتازۍ، یوه زبرځواک هم نه دی په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول  اېل کړی او لاندې کړی.

 د سویلي چین مارنینګ پوسټ لیکلي  «چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل، پداسې حالکې چې منطقي  هم دي   ٬٬ نوي جیو پولیټیکل تشکیلات  ٬٬ به  متحده ایالاتونو ته زیان او چین ته ګټه ورسوي.»

 اساسي پوښتنه دا ده چې، ایا متحده ایالاتونه به له افغانستانه بیخي لاسونه پرې مینځي او  په دغه هېواد کې چې پکې یې ترېلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر مصرف شول، او پکې یې زرګونه پوځيان مړه او ژوبل شول، ماتې ومني؟

 دغې پوښتنې ته به ښه ځواب وروسته د پېښو انکشافات ووایي، خو یو څه روښانه دي، هغه دا دي چې، امریکا نوره له دغې اوږدې جګړې ستړې شوې وه. د بایدن اداره او د متحده ایالتونو حاکمه کړۍ اوس یوازې پر دې بوخت دي چې؛ چې ددغې جګړې یو څه زده کړي او درس واخلي.

 افغانستان، آسیا - مینځني ختیځ ته د دروازې په توګه د «دوهمې لویې لوبې» په څنډه کې دی، او دافغانستان کنټرول د یورواسیاکنټرول لپاره اړین دی.

 دا هم کېدای شي چې افغانستان د متحده ایالاتو او چین تر منځ په ۲۱  پیړۍ کې، د سیاسي لوبو مرکز شي.

  د سیمه ییزو مواصلاتو لپاره د «یوې لارې» یو  طرفه سړک «پراخه پروژې» پروژه به د چینایانو تر مشرۍ لاندې د یوه نوي نظم دایجاد لپاره لاره هواره کړي.

 د واخان په بندر کې له افغانستان سره د پولې دواړو غاړو ته پراتو هېوادونو ته هم اشاره باید وشي، چې له چین سره ښه اړیکي لري.  په تاجکستان کې د چین نظامي اډه شتون لري، ایران هم د متحده ایالاتو د بندیزونو له امله د پیکن له پانګونې ګټه اخیستونکی دی.

 چین د نورو هیوادونو سره د همکارۍ  ښه وړتیا لري ځکه چې د خپلو متحدینو ځمکنۍ بشپړتیا لپاره دنه مداخلت او درناوي پالیسۍ لري، مګر کمونیستي ایډیالوژي، د پیکن پروړاندې ناسمه تبلیغ  اوکاریدلای شي، لکه د شوروي اتحاد پر وړاندې چې په افغانستان کې وکاریدله.

  د چین او مسکو ټلواله که رقابت

 چین ممکن په افغانستان کې د تیرو دوه لسیزو  په پرمختګونوکې  ګټونکی رول په راتلونکې کې ولوبوي.

 په افغانستان کې د امنیت او  په نظامي پرمختګونو کې له جدي مداخلې او مؤثره رول پرته چین  په اوښیارۍ سره یوازې د سوداګرۍ همکارۍ  په پراخولو او په اقتصادي زیربناوو کې  پر پانګونو تمرکز کړی دی او کوي یې.

 دغه هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه کړې، او د متحده ایالاتو فشارونو سره سره  ،  د طالبانو  سره هم ښې اړیکي لري.

 چین څلور سوه ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره د نفت په استخراج کې سرمایه ګذاري کړي دي. همدا رازچین له افغانستان سره په نړۍ کې د پنځم لوی معدني قرارداد چې هغه مس عینک دی کړی دی، سره لدې چې دغه قرارداد د امنیتي ستونزو له کبله لا سود او ګټې اخېستنې ته چمتو نه دی، خو هغه تراوسه اعتبار لري، چې په راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

 روسیه هم په ورته وخت کې په افغانستان کې د پانګونې سخت لیواله دی. دغه هېواد په پام کې لري چې؛ هغه پروژې چې د شوروي اتحاد په زیاتې پانګونې پيل شوې وې، بیرته احیاکړي او پکې له سره پانګونه وکړي.

 یو څه چې د یادولو وړ دي، هغه دا دي چې، که چین په افغانستان کې  په اقتصادي پانګونه کې برلاسی دی، روسیه په سیاسي ـ دیپلوماتیکي، نظامي او فرهنګي برخه کې، په دغه هېواد کې  ځورلس کلن د فعال او یکه تاز  حضور له کبله برلاسی دی.

 افغانستان تقریبآ ټول تاریخ د روسيې د ملي ګټو ټکی و، او د مرکزي آسیا د نورو هېوادونو ترڅنګ، افغانستان د روسیې د نفوذ په ساحه کې راته.

 اوس روسیه د افغانستان  د شخړې په هوارولو کې په نړیوال ستېژ کې فعاله برخه لري، د طالبانو سره ښې اړیکي لري، او د افغانستان د ستونزې د هوارولو لپاره مسکو د طالبانو د پلاوي  څو ځله کوربه هم و.

 د روسیه لپاره اساسي مساله دا ده چې افغانستان د يو خواييز او يو جانبه خارجي اغېز او نفوذ څخه خلاص شي، او دا هېواد د نورو هېوادونو پرضد د نظامي ـ سياسي او اقتصادي هدفونو او ګټو لپاره  استعمال اوپه خارجي پايګاوو بدل نه شي.

 د افغانانو هیله هم دا ده  چې افغانستان د يوه حاکميت لرونکي او نه ټوټې کېدونکي هېواد په توګه عنعنوي بېطرفي غوره او د عدم انسلاک او ناپېلتوب سياست وچلوي او پرمخ بوزي او په افغانستان کې د دخالت او مداخلې ټولې زمينې له منځه ولاړې شي چې تر اوسه پورې لا نه دي تللي.