حقیقت ، نصیر احمد څپاند: د انقری اتیلاف یا دجبل السراج د ټړون تسلسل

په کال ۱۹۹۲ کله چی د جبل السراج اتیلاف دیو تعداد جنګسالارانو او معلوم الحاله تنظیمی څیرو لخوا دروسیه ایران پاکستان او فرانسه په ملاټړرامینځ ته شو او دملګرو ملتونو دسولی دپلان دسبوتاژه کولو ترڅنګ یی دملی اردو منحلول چی د پاکستان یواځینی ارمان وو چی باید له مینځ یوسی همدارنګه د ډاکتر نجیب الله حکومت باید سقوط شی، ددولت راتلونکی ریاست باید احمد شاه مسعود، صدارت عبدالعلی مزاری، دفاع وزارت عبدالرشید دوستم ته او مشترکه اداره باید لمړی په شمال کی اوبیا مرکز کابل کی رامینځ ته شی، ځینی نوری داقتدار، سمتی، ژبنی، تنظیمی او شخصی ګټو غوښتنی یی درلودلی. ((جنګهای کابل، د جنرال سید عبدالقدوس لیکنه، ۲۱۸ ــ ۲۱۹ مخونه))

 دیاد اتیلاف په پایلی ټول افغانان پوهیږي او هیڅوک به بیا د هغه تکرار ته زړه نه ښه کوی. همدارنګه د جبل السراج نا مقدس تړون وو چې پایله کې يی کابل ښار په کنډواله بدل شو دهیواد زیربنایی تاسیسات ملی اردو، هوای څواکونه اقتصادی، تعلیمی، صحی او سوداګریزسکتورونه او بنسټونه یی تباه او دخاورو سره خاوری کړل او په تعدادد ۷۰ زره مظلومو هیوادوالو په وژنی تمام شوو، د دملګرو ملتونو دسولی او ملی روغی جوړی پلان یی سبوتاژه کړو، دولتی اوعامی شتمنی یی چور اوتالان کړی او هیوادوال یی د ستر و غمیزوسره مخامخ کړل او مهاجرت ته یی مجبورکړل.

 دملی یووالی دحکومت دجوړیدوسره دوی چی هم دحکومت رسمی ګډونکوونکی او برخوال دی دښاغلی ولسمشر اشرف غنی د اصلاحاتو او سیستم دجوړیدو او همدارنګه د کامیاب بهرنی سیاست په لوبولو سره چی ګاونډیان یی سیاسی او اقتصادی انزوا سره مخ کړل همدارنګه په داخلی سیاست کی دحکومت او دښاغلی ګلبدین حکمتیار سره دکامیاب سولیزسیاست بریا او سولی ته نږدیکیدل دوی ته زغم او تحمل وړنه وو او ددوی خپلی شخصی او تنظیمی ګټی دګواښ او په خطرکی ولیدلی په مختلفو پلمو یی دملی یووالی د حکومت په ضد دخپلو خارجی بادارنو په لمڅون په توطیو مظاهرو او سازشونوپیل وکړو چی مونږ اوتاسی یی دغیر سیاسی او مدنی لاریونونو او نا مشروع غوښتنو د مثال په ټوګه د ښاغلی محمد حنیف اتمر د امنیت شورا دسلاکار او دکابل ګارنیزویون د قوماندان ښاغلی ګل نبی احمد زی داستغفا او له دندودګوښه کولو شاهدان یوو چی د ګاونډیو دسفارتونو لخوا حمایه کیدل.

 په ترکیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د زوی باتور دوستم د کوژدنی دمراسمو په پلمه د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه "دافغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا" په نامه دتیر په شان یوځل بیا یو نامقدس په، سمتی، ژبنی، تنظیمی او شخصی ګټو ولاړ اتیلاف دجوړیدو اعلان وکړو. نوې جوړې شوې شورا له افغان ولسمشر غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو "ناقانونه اقداماتو" دې لاس واخلي. د ولسمشر د لومړي مرستیال د واکونو بیرته ورګرځول، د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر بنسټ د کابینې د وزیرانو او د اجرایيه ریاست مرستیالانو واکونه ورګرځول، په امنیتي ادارو کې بنسټیز سمونونه راوستل، د حکومت منځ کې د سیاسي غاړو ترمنځ د باور بیا راژوندي کول، د اداري سمون او د ټاکنو کمیسون د غړو په ټاکلو کې بیاکتنه او ځینې نورې هغه غوښتنې دي چې دې شورا مطرح کړې دي. مګر دا ناقانونه اقدامات تعریف شوی ندی چی کوم افدامات دی؟

 ولسمشرۍ ماڼۍ د ټلوالې د اعلانیدو په غبرګون کې ويلي، په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د حکومت کمی او لاسته راوړنې همدوی ته متوجه دي. د ولسمشر د ویاند د دفتر مشر شاه حسین مرتضوي وايي،"موږ خبرپاڼه ولوسته، هغو کسانو چې دا اعلامیه لیکلې، ټول د حکومت غړي دي. د دوی غوښتنې په حقیقت کې له خپل ځانه دي". د نوموړي په وينا، "که کم کاري هم وي په ټوله کې د حکومت رهبري ته متوجه ده او ښه ده چې ټول مسؤلیت مننونکي وي. که کمی وي هم دې مسولیت ومنل شي او که لاسته راوړنې هم وي په ویاړ دې یې مسولیت ومني". د ښاغلي مرتضوي په وينا د ملي یوالي حکومت، ولسمشر د ملي ګټو او د هیواد جوړولو لپاره د هر مثبت ګام هرکلی کوي. دی وايي "موږ تمه لرو هرڅوک چې په اوسني وضعیت نیوکه لري، یوه بدیله لار چې د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي وړاندې کړي".

 ماضی ته په کتو سره مو په کامل باورسره وییل شو چی دوی په هیڅ عنوان او په هیڅ قیمت او شرایطو نه غواړی چی خپلی شخصی، سمتی، قومی او تنظیمی ګټی د ملی منافعو قربانی کړی دوی یو ازاد ځپلواک او با اقتصاد افغانستان نه غواړی دوی نه پرخبل ځان او نه پرخپل دین او مذهب باور لری نه قانون پیژنی نه هیواد نه خلکو او نه هم ملی ګټوته ژمن دی او نه دباثباته او مدرنی حکومتداری، ولسواکی نه هم صلح او ملی روغی جوړی ته وفادار دی دوی صرف اوبه خړوی او ځپلی ګټی ورکی پالی او خپلوخارجی بادارنو ته ژمن دیاو دخغوی په لمڅون د هغوی اجنداوی مخ ته وړی.

  افغانستان دټولو میشتو ورونوقومونو هغه که تاجکان، که پښتانه، ازبکان، هزار ګان پشیان، ایماق، قزلباش او نورستیان دی ګډاو مشترک کور دی هیواد مو یودی دود او دستورمو یودی، غم او ښادی او تاریخ مویو دی او دښمن مو هم یودی.

 را ځی یوځای ددغو جنګسالارنواو په مقابل کی په کلکه ودریږوټول قومی، مذهبی، سمتی او ژبنی، تنظیمی او ځان غوښتونکی اختلافاتو ته دپای ټکی کیږدو او یو موټی ددوی دشومو او پردیپالواجنداو پرخلاف مبارزه وکړو همدارنګه په سیاسی احزابو، مدنی ټولنو او مستقلو شخصیتونو او صاحبنظرانو غږ کوو چی په خپلو کی سره دنظراو فکری یووالی پیداکړی همدارنګه دغه سیاسی فرهنګ او کلتور ته چی که په حکومت یی ونډه او یا دوزارت کرسی ولری داحکومت ښه دی قانونی او مشروع دی او که بی برخی وی بیا سیاسی جبهی دحکومت پراخلاف تاسیس ووی هم نظام ټکوی او هم غیر مشروع غوښنتی دغه ته دپای ټکی کیږدی په ګډه سره دیوسراسر ځوځښت له لاری دموجوده حکومت ملاتړی شی او دغه حکومت پریږدی چی خپله کاری موده پوره کوی دستونزودایجادولو پرځای ورسره مرسته او همکاری وکړی دداخلی نامشروع او په بهر کی جوړشو نامقدسو ایتلافونه چی داجنبیانو اجنداوی اووارداتی ایدیالوژیګانی پلی کووی او دورونو قومونو ترمنځ ژبنی، قومی، سمتی او مذهبی او ګوندی تعصباتو ته لمنی وهی او دنظام دسقوط خوبونه ګوری ددوی پروړاندی په کلکه سره مبارزه وکړی وکړی، او ددوی دتوطیو مخنیوی وکړو او هیوادوال د غمیزو نه وژغورو او دغه نسبی لاسته راوړنی هم وژغورو.

 دسرلوړی باثباته اومتحد افغانستان په هیله