په هالند کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه
دغه غونډه پر(۲۰۱۴) زیږدیز کال د اکتوبرمیاشتې پر څلورمه (۴) نیټه د هالند د (زوولی) په ښار کې جوړه شوه.
په دې پرتمینه غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري ادب و فرهنګ پیژندل شویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.
دا غونډه زموږ د هیواد د خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي په وینا پیل شوه، دې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو ګډون کوونکوته ښه راغلاست ووایه، او له دوی څخه یې چې په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.
اغلې سهیلا اصغري د غونډې او د ډاکټر ببرک ارغند د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه په پښتو ژبه اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې اغلې فوزیه میترا د ډاکټر ببرک ارغند بیوګرافي په دري ژبه اوریدونکو ته واوروله.
همداسې ښاغلي استاد نصیردستګیر د ډاکټر ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه هم خبرې وکړې.
- اغلې کتلین ارغند چې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لور ده د ښاغلي ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه ګډونوالو ته چې یو شمیر ځوانانو او بهرني میلمنو په کې برخه هم درلوده په انګلیسي ژبه معلومات وړاندې کړ.
- په دغه غونډه کې سیاست پوه، ټولنیز پوه، د ادب و فرهنګ پیژندل شوي شخصیت، مخکښ او نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکي او څیړونکي ښاغلي عبدالله نایبي ته بلنه ورکړل شوه چې د ستیژ سر ته راشي او خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. ښاغلي عبدالله نایبي د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي سټې او اثارو په اړه خپله وینا واوروله، چې د اوریدونکو له خوا په ډیره مینه د ده د علمي او ادبي لیکنې توود هرکلی وشو.
- ورپسې زموږ د هیواد پیژندل شوي لیکوال، د اوچت قلم خاوند، نوښتګر شاعر ښاغلي دستګیر نایل خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروله.
ښاغلي دستګیر نایل په خپله لیکنه کې ، د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند پر ادبي او فرهنګي شخصیت او د ده د اثارو په اړه معلومات وړاندې کړ. ده په خپله لیکنه کې د ارغند صاحب ادبي تصورات، افکار، هنري تصویرونه او عنعنوي ارزښتونه چې د ده په داستانونو کې په ډیره خوږه ، ساده او روانه ژبه بیان شوي وُ، ګډونوالو ته واورول چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.
- په دې پرتمینه غونډه کې د ادب او فرهنګ پیاوړې څیره، په نثر لیکنو کې د اوچت قلم خاونده او خوږ ژبې دیکلماتوره نیلاب موج سلام هم ګډون درلود. دې هم د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي هاندوهڅو او د ده د اثارو په تړاو په خپله لیکنه کې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
- ښاغلی نجیب سرغندوی چې یو تکړه ژورنالیست، لیکوال او ژباړونکې دی هم په دغه غونډه کې ګډون کړئ وُ. ده په خپله لیکنه کې د ارغند صاحب شخصیت وستایه او د ده د اثارو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.
- ښاغلی طارق پیکارځوان لیکوال، د (جوانان بیدار) د سایت چلوونکی، د (نشریه تیوریک برهان) مدیر مسوُول او د (انجمن فرهنګی آینده مردم افغانستان) ریس په خپله لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه او د ده د اثارو په تړاو رڼا واچوله چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.
- اغلې حمیده غفور چې یوه تکړه ژورنالیسته او د ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم په خپله لیکنه کې چې په انګلیسي ژبه یې اوریدونکو ته واوروله د ډاکتر صاحب ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه معلومات ورکړ.
- ښاغلی حمیدالله عبیدي چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې یو پیژندل شوی شخصیت، تکړه ژورنالیست او د نامتو سایت (آسمایي) چلوونکی دی او د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند د زده کړې د دورې نږدې دوست او ملګری دی هم په دغه پرتمینه غونډه کې ګډون درلود. ده د ښاغلي ارغند صاحب یو شمیر خوږې خاطرې او د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه خپله وینا اوریدونکو ته واوروله.
- ښاغلی نورالدین همسنګر چې زموږ د هیواد مخکښ او تکړه شاعر، هیواد پال، اولس پال ، ادبي او فرهنګي شخصیت دی. ده هم په دغه غونډه کې حضور درلود په خپلو خوندورو شعرونو او ښکلې لیکنه یې دغې غونډې ته لا ښکلا ورکړه.
- د ادب او فرهنګ تکړه مینه وال، سیاستوال، ټولنیز پوه ښاغلي داود اسعد په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکتر ببرک ارغند ادبي هڅو ته اشاره وکړه او هغوی يې وستایل او د ده د اثارو په اړه یې اوریدونکو ته معلومات ورکړل.
- په دغه پرتمینه غونډه کې ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود هم ګډون درلود.
ده په خپله وینا کې د ډاکټر صاحب ببرک ارغند د زده کړې، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په اړه او د ده د ادبي اوهنري لیکنو، داستانونو او اثارو د ارزښت، درنښت او د اولسونو د راویښولو په تړاو په بشپړ ډول اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل، چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په مینه توود هرکلی وشو.
- په دې پرتمینه او درنه غونډه کې د پښتو ادب او فرهنګ مخکښ او تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي سرخیل سیلني هم ګډون درلود. ده په خپلو ښکلو او خوندورو شعرونو دا غونډه نوره هم رنګینه کړه. د ده په لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د شخصیت درنښت او د ده د اثارو ستاینه له ورایه ښکاریده.
- زموږ د هیواد دروند لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، فرهنګپال او تکړه شاعر ښاغلي بشیر مومن هم په دا پرتمینه غونډه کې حضور درلود.ده په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکټر ببرک ارغند علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیت د درناوی تر څنګ د ده د اثارو په اړه معلومات ورکړل.
- اغلې وینوس احمدزوی چې د زوولې د افغانانو د ټولنې مشره ده هم په دغه پرتمینه غونډه کې خپله وینا اوریدونکو ته واوروله چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو په بدرګه توود هر کلی وشو.
- ښاغلی فرید سیاوش چې یو سیاستوال او ادبپال شخصیت دی، په دې غونډه کې هم ګډون درلود. ده په خپله وینا کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت د ستایلو تر څنګ ګدونوالو ته وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې په داسو غونډو کې د لیکوالو پر اثارو باید هر اړخیزې کره کتنې هم وشي او د لیکوالو د اثارو نیمګړتیاوې په ډاګه شي.
- اغلې تانیا عاکفي چې یوه هڅانده او فعاله ادبي او فرهنګي څیره او تکړه شاعره ده، هم خپل شعرونه اوریدونکو ته واورول چې د دې خوندورو شعرونو دا غونډه لاخوندوره کړه.
- اغلې اناهیتا ارغند جمال د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لورچې د علم، ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم خپله وینا د ارغند صاحب د ادبي او فرهنګي فعالیتونو تر څنګ د خپل پلار په اړه د یو متواضع، دروند، پیاوړي او غښتلي پلارپه توګه اوریدونکو ته واوروله.
- په هالند کې د افغاني ټولنو د اتحادیو مشر ښاغلي ولي شاپور چې د ادب او فرهنګ یو ریښتینی مینه وال او فعال شخص