لومړۍ برخه
موږ او تاسو وینو چي اوسنئ پر مخ تللی د علم او تکنالوژۍ خاوند انسان پدې توانېدلی دۍ چي هم د اوس په شان ښکلی او مډرن جهان جوړ کړي او هم د طبعت په زړه کښي ټول هغه نعمتونه د ځان تابع کړي کوم چي په خپله خوښه ئې د خپلي سوکالۍ او خوشحالۍ لپاره کاروي. اوسنئ انسان اسمانو ته وختۍ او د بحرو تل ته کښته سو. د نن انسان دا توان هم لري او لګیا دۍ چي ژوند له مځکي څه د مریخ په شان نورو سیارو ته هم انتقال کړي یا په فضا کي هوټلونه جوړ کړي. د ځینو راپورو پر بنسټ روسیې خپل مهم اټومي مرکزونه او سلاوي په فضا کي ځای پر ځای کړیدي څو له خطره په امن کي وي.
اما دغه خلاق، متفکر او مبتکر انسان په خپل ټول تاریخ کي پدې ندۍ توانېدلی چي د صلحي په فضا کي یوه ښکلې او ارامه داسي نړۍ واله انساني ټولنه جوړه کړي چي د طبعت له ګډو نعمتو څخه کوم چي د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره دي په ګډه او منصفانه ډول ګټه واخلي. ځکه چي انسان تل هڅه کړېده چي ډېر څه یا هر څه ځانته واخلي او خپلي غوښتني د زور یا جنګ له لاري پر نورو کمزورو انسانانو باندي وتپي.
د جهان پر نا امني او جګړو باندي فیلسوفانو، ښکارهنګیانو (فرهنګیانو) او نظامیانو تاوده بانډارونه کړي او جنګ ئې بېل بېل تعریف کړیدۍ.
د یوناني هیروکلیت په شان د فیلسوفانو یوه ډله وایي چي جنګ یو طبعي امر دۍ او د ښکارهنګ (کلتور) نه بېلېدونکې برخه ده، اما مبارزه عدالت دۍ. انګرېز جان لیګان بیا په خپل کتاب (جګړه یز تاریخ) کي لیکي چي جنګ یو جهاني مفهوم دۍ خو ډول او پراختیا ئې په هغه ټولنو او هیوادو پوري اړه لري چي مصارف ئې تعین او پر غاړه اخلي. همداسي کارل فون پروسي هم په خپله رساله (د جنګ په باره کي) لیکي چي جنګ د زور پر بنسټ یو عمل دۍ څو وکولای سو چي دښمنان د خپلو غوښتنو په منلو سره مجبور کړو. دغه ډله جنګ روا بولي خو د جنګ لپاره قوانین وضع کوي څو عام وګړي او ملي منابع له منځه ولاړي نسي. اما یو تعداد علماء او سیاست پوهان په تېره بیا د مارکسیزم پلویان پدې عقیده دي چي جنګ د طبقاتو محصول دۍ او پر طبقاتي ګټو رامنځته کیږي.
خو زما (لیکوال) اصلي مقصد پدې لیکنه کي دا دۍ چي د اوسني پرمختللي انسان دغه حالت چي تل خپلي غوښتني پر نورو خلګو د زور یا جنګ له لاري تحمیلوي د انسان کمزوري وبولم او ثابت کړم چي جنګ نه طبعي امر دۍ او نه ئې عمده لامل ګټي دي. بلکه د شخړو او جنګو اصلي لامل د اوسني مډرن انسان کمزوري ده. یعني یو انسان چي هر څه یا ډېر څه د ځان لپاره غواړي دغه حالت د انسان کمزوري بولم. دا چي د انسان کمزوري څه ده نو راځۍ چي اول انسان پېژندني او فلسفي انسان پېژندني ته سر ورښکاره کړو بیا به د انسان پر کمزوري باندي مفصل بانډار وکړو.
د انسان د کمزوري په هکله علومو کوم بحث ندۍ کړی او که ئې کړی وي شاید په نورو نومونو به ئې نومولې وي. خو زه (لیکوال) غواړم چي د انسان کمزوري کوم چي د جهان د ناامني بنسټیز لامل ئې بولم د فلسفي انسان پېژندني سره په اړیکه کي وپلټم او ستاسو ښاغلو لوستونکو سره ئې شریک کړم.
انسان پېژندنه Antropologie د انسان ښکارهنګ (کلتور)، ټولنیز ژوند او فکري نړۍ په تاریخي مسیر کي د طبعي او ټولنیزو مناسباتو سره په څنګ کښي مطالعه او تر څېړني لاندي نیسي. انسان پېژندنه د لومړیو انسانانو او لومړیو ټولنو جسمي، فکري او ښکارهنګي (کلتوري) ځانګړتیاوي راسپڼي او برملا کوي ئې. یعني انسان پېژندنه هغه لاملونه کشفوي چي د ښکارهنګي (کلتوري) ټولنو د رامنځته کېدو یا د منځه تلو باعث کیږي.
خو فلسفي انسان پېژندنه philosophical antropolgy چي د انسان زات معرفي کوي د فلسفې په ډګر کي هغه مهمه برخه ده چي فیلسوفانو تل بانډارونه پرکړي او خپل ګرداونه ئې په ګرم کړیدي. په فلسفي انسان پېژندنه کي ډېر داسي سوالونه مطرح سویدي چي تر اوسه ئې واحد او منل سوی جواب ندې موندلی لکه:
- ایا د انسان زات په مکمل ډول بدلېدونکی او شکل اخیستونکی دۍ؟
- د انسان زات تر کومي کچي پوري په بدني او فیزیکي وضعیت پوري اړه لري او تر کومي کچي په ټولنیز او ښکارهنګي (کلتوري) تآثیراتو پوري اړه لري؟
- ایا کېدای سي چي سیاسي فلسفه داسي بیان کړو یا ئې بنسټ داسي کښېږدو چي د انساني زات په هکله د هر ډول جنجال او اختلاف پارونکي فرضییې څخه خلاصه وي؟
که څه هم چي تر اوسه فیلسوفان پدې ندي توانېدلي چي پورته سوالو ته اخیري او ګډ جواب ورکړي اما د هغوۍ په هکله د منظم او سیستماتیک فکر کولو پر رویش ئې پرمختګونه کړیدي. د انسان د طبعت یا زات د بدلون په باره کي فلاسفه بېل بېل نظریات لري. ارسطو یو د هغو فیلسوفانو څخه دۍ چي د انسان کمال ته عقیده لري او د انسان د لومړي او نه روزل سوي ماهیت او د هغه ماهیت تر منځ توپیر ته قایل دۍ کوم چي انسان ئې د خپل زات په پېژندلو سره د داخلي بدلون او پوهي پر بنسټ کسبوي. د ارسطو په اند دغه داخلي یا دننه بدلون کېدای سي چي د اخلاقو د علم پواسطه عملي سي. یعني د فیلسوفانو دغه ډله چي د انسان د کمال پلوي کوي پدې اند دي چي د انسان ابتدائي او نه روزل سوی زات د انسان د تربیه سوي، پوه او باخبره زات سره توپیر لري.
زات یعني څه؟
زات د فلسفي او منطقي اصطلاحاتو څخه دۍ چي د عرض په مقابل کي کرار لري. زات په فلسفه او منطق کي بېل بېل تعریف سویدۍ چي زه ئې په لنډ ډول داسي درپېژنم:
زات په منطق کي
په منطق کي زات په عام ډول یعني په شي کي تعریف سویدۍ او وایي چي زات د یو شي د مآهیت په معنا دۍ. یعني د یو شي هغه ځانکړتیاوي چي د هغه په تغیر سره یا د هغه دلاسه په ورکولو سره د شي مآهیت تغیر وکړي هغه ته زات ویل کیږي. پدې معنا چي زات د یو شي حقیقت دۍ چي د شي د وجود په مقابل کي واقع دۍ. یعني یو شئ وجود لري خو د وجود حقیقت چي څنګه او د څه شي څخه جوړ دۍ په زات پوري اړه لري. زات د (پر خپل ځان ولاړ) په معنا دۍ، یعني زات ټینګ او مستقیل دۍ چي د عرض په مقابل کي ولاړ دۍ. عرض بیا هغه شئ دۍ چي پر خپل ځان ندۍ ولاړ او تل پر زات باندي تکیه وي. لکه موږ چي ووایو جسم زات دۍ او رنګ ئې عرض دۍ ځکه چي یو جسم کولای سي چي په جلا جلا رنګو سره وجود ولري.
زات په فلسفه کي
فلسفي انسان پېژندنه زات په ځانګړي ډول د انسان په زات کي مطالعه کوي او د انسان هغه خاصي ځانګړتیاوي په ګوته کوي کوم چي د انسان په زات پوري اړه لري. فلسفي انسان پېژندنه (فکر کول، احساس کول او عمل کول) د انسان زات بولي چي انسان ئې په طبعي ډول بېله ښکارهنګي (کلتوري) تآثیراتو څخه پکار اچوي.
خو زه (لیکوال) د فلسفي انسان پېژندني څخه په بخښني سره پر نوموړو درو زاتي ځانګړتیاو باندي چي د انسان په زات پوري اړه لري (ازادي) هم اضافه کوم او غواړم ثابت کړم چي ازادي هم د انسان یوه زاتي او طبعي غریزه ده او انسان په فطري توګه ازادي غوښتونکی دۍ. که لږ مخته ولاړ سم هر ژوندئ موجود په خپل زات کي ازادي غوښتونکی دۍ او که لږ نور مخته ولاړ سم ټوله پدیدې جانداره دي که بې جانه ازادي غواړي او په ازادي کي ژوند خوښوي. چي د نیوټن دریم قانون (هره پدیده عکس العمل لري) زما (لیکوال) ادعا ثابتوي.
که موږ او تاسو د طبعت د ملیارډو کلونو تاریخي مسیر ته وګورو وبه وینو چي انسان په طبعت کي تکامل او په ټولنه کي پرمختګ د ازادو شرایطو پر بنسټ کړیدۍ څو د ابتدایي پړاو څه ورو ورو په خپله خوښه د طبعت سره د ایکولوجیک سازش په کولو باندي اوسني او عالیشانه شکل ته رارسېدلی او ښکلي انساني ټولني ئې جوړي کړیدي. که چیري د ټولنیزو جریاناتو څخه ازادي واخیستل سي او خپل زاتي انتخاب سوی مسیر (لومړئ کمون، باداري او غلامي. فیؤډالي، سرمایه داري او سوسیالیزم) طئ نکړي قیودات او ممانعتونه پر تحمیل سي بېله شکه به په ټولنه کي هر اړخیز پرمختګونه د ازادو شرایطو په انډول ورو او نه احساسېدونکي وي. همداسي که په طبعي جریاناتو کي مداخله وسي او د طبعي پدیدو پرحریم او قانونمندیوتجاوز وسي معلومداره به په طبعت کي د تکامل پروسه چي ډاروین د طبعي انتخاب پر بنسټ د نوعي بدلون بللې ده مخه ډب وي. لکه د اوسنیو بشري ټولنو ایجاد، د تکنالوجۍ پرمختګ، تسلیحاتي مسابقې، ګلخانه یي ګازونه او جنګ جګړو چي نه یوازي د طبعي تکامل د ګړندیتوب مخه نیولې ده بلکه د طبعت د ورانېدو غښتلی لامل هم دۍ.
په همدې خاطر زه (لیکوال) فلسفې ته وړاندیز کوم چي ازادي نه یوازي د انسان په زات کي پر فکر، احساس، عمل باندي اضافه سي بلکه د طبعت زات هم وبلل سي. ځکه که موږ د طبعي یا ټولنیزو پدیدو د حرکاتو او جریاناتو ازادي (قانونمند عمل او حریم) سلب یا نقض کړو هغه پدیده، جریان او حرکت به په شکل او مضمون کي بدلون ومومي. پدې لحاظ ویلای سم چي ازادي د ملیارډو کهکشانو د نظم او ترتیب بنسټ هم دۍ او که په لنډ ډول سره ووایم ازادي هغه طبعي غریزه او نعمت دۍ چي د شي یا پدیدې د پیدا کېدو سره سم د هغه شي په بطن کي ځای سویدۍ.
اما نن ورځ د زات په هکله هم داسي سوالونه مطرح سویدي چي تر اوسه ئې ټول منلی جواب ندۍ موندلی لکه:
- زاتي ځانګړتیاوي څه شي دي؟
- موږ څنګه کولای سو چي د انسان زات ته ښوالی ورکړو؟
دې سوالو ته جواب او نور مسائل په دوهمه برخه کي.