ګرانو لوستونکو تاسو ته معلومه ده چي اکثرو بهرني او کورني تاریخ لیکونکو د افغان کلمې لپاره اسواکان، اوګان، اپوکین، اپاجان، اوهن، اپوګان، ابګان... کلمې کارولي دي چي ډیرو تایخ لیکونکو د آس سپرو په مفهوم معنا کړي او د منځنۍ اسیا، بلخ او هندوکش د لمنو اوسېدونکي ئې بللي دي. خو ما (لیکوال) پروسږ کال په خپله لیکنه (اوغان/ افغان او پښتون) کي په مستند ډول نسبي یقیني کړل چي اوه/ اوغو/ اوغان چي اوسنئ عربي ډول ئې افغان دۍ په ارمني، اویستایي او پارتي/  پارثي/ پارسو ژبو کي د خوش خولق، خوش خویه او مهربان په معنا دۍ. وګورۍ د مفصلو معلوماتو لپاره نوموړې لیکنه زما په فیسبوکي پاڼه کي یا د ګوګل صاحب څخه پوښتنه وکړۍ. لنډه دا چي زه (لیکوال) د خپلو پلټونو پر بنسټ دې پایلي ته رسېدلی یم چي پورته کلمې باید په اصل کي د اوغان سیمي پښتنو (اساکو) ته منسوبي کلمې وي. ځکه چي تاسو به زما په نورو لیکنو کي اساک/ ساکا یا اوسني اڅکزي په بشپړ ډول وپېژنۍ او دا به هم درته ثابته سي چی آس په لومړي ځل همدغه اساکو رام کړیدۍ چي په روزنه کي ئې هم ډېر ماهر ول.

تاریخ لیکونکی او شاعر سعدالله جان برق د تاریخ شام په حواله د اساکو په اړه لیکنه کړېده چي زه ئې یوه برخه کټ مټ رانقلوم:

(اساک خپل يو مستقل ثابت سوی او معنا لرونکی ټکی دۍ چي د خپل وخت زماني عمرانياتو، بشرياتو او حيواناتو د علومو سره تعلق لري. او بنياد ئې "اس" دۍ. اساک يعني د اسونو والا چي په ړومبي ځل ئې اس د يوې جنګي سوارلي او وسلې په حیث ميدان ته راويستی وو. اڅکزي، سهاک او ساګزي اساک دي). د پښتونخوا اکاډمي درې میاشتنۍ مجلې ۱۵ مه ګڼه

پوهاند محمد حسن کاکړ هم پدې باور وو چي اساک پښتانه دي او په سانسګریت کي پښتنو ته اسواکا ویل کېدل. اس هم په لومړي ځل د اساکو سرمتي طایفي رام کړ.

استاذ قیام الدین خادم پدې اړه کاږي چي اساکو به ږيرې پرېښودې او پراخ کميس او پرتوګ يې اغوستل. اس، غشی او لیندۍ ئې دايمي ملګری ول. لرغوني پښتانه قومونه. د کلید ګروپ په حواله

افغان تاریخ لیکونکي (لطیف یاد) هم د اسواکا یا اسواکان څوک ول په عنوان لیکنه کړېده او د معتبرو سرچینو پر بنسټ کاږي چي:(اسواکا  Aśvakaاس سپاره جنګیالي ول او د اسانو ښه روزنه ئې کول چي تاریخ لیکونکو پښتانه بللي دي. یاد زیاتوي چي اسواکا د سانسکریت او اوستایي ژبو له अश्वक آشوا/ اَسپا کلمې څخه ریښه اخلي چي معنا ئې آس ده).

  آس ته په سکایي ژبه کي هم اسپه ویل کېدل او اساکو په جنګ او ښکار کي د اسانو څخه ښه ګټه اخیستل. د اساکو په شاهانو کي د ښه آس درلودل د نامي توب نخښه وه. ځکه چي ښه آس والا به هم ښه ښکار کاوه او هم به په جنګ کي نامي وو. یعني هم ئې ښه غشي وارول او هم ئې په نېزه ښه واری کاوه. په اساکو کي د اسپه کلمه تر ډېره ژوندۍ وه لکه اسپه ساتیای، اسپه سایکای، اسپه ساټرای او نور.

دغه لرغونې پښتنه قبیله په سکایي ژبه اساک، پخوانۍ یوناني ژبه کي ساکای/ سکیتي خو د تاریخ پلار (هرودت) اسکلیتثي/ اسکیتثي/ اسکثي بللي دي چي عربانو، هندیانو او هخامنشیانو ساکا یا سکا بلل. په فارسي منابعو کي ساکا/ سجزي، سګزي/ اسکزي چي پښتو بڼه ئې اڅکزي دي په اسیا او اروپا کي ئې امپراتورۍ درلودې. دغه قبیله په اکدي ژبه کي         اسکوزي Iškuzay په بابلي، اشوري او عیلامي ژبو کي اشکزي/ اشکوزي Ashkuzay نومول سویدي چي په تورات، بایبل او ګینسیس کتابو کی د اسکنازي/ اشکنازي په نامه آس سپاره او جنګره خلګ بلل سویدي. په تورکیه کي اوس هم د اسک ناز Aseknaz په نوم سیمه سته چي د اسکنازي قبیلې لومړئ ټاټوبی دۍ.

مرحوم عبدالرازق پالوال داسي کاږي:

(کله چي د یوناني باختر غښتلي امپراتور«سلوکوس نیکاتور» د کسپین بحیرې پر غاړه راګي (رئ) ته نژدې یو ښار جوړ کړ نو یوروپوس نوم ئې پر کښېښاوه، چي وروسته د استرابون «یولسم،۱۳، ۱۶، څ ۵۲۴» په قول پارتي/ پارثي واکمنانو دغه ښار ارڅکیه/ اڅکیه ښار وباله. خو خپله پالوال لیکي چي د اساکو تربرو (ارشکیانو/ ارسکیانو/ ارڅکیانو/ اڅکیانو/ پارثیانو) د خلګو څخه ښارونه نه اخیستل بلکه د هغوۍ د نامتو ښارو څنګ ته ئې نوی ښار جوړاوه. لیکوال زیاتوي چي پارثیانو/ اڅکیانو پر یوروپوس ښار خپل نوم ندۍ ایښی بلکه څنګ ته ئې د اڅکیه په نوم بل ښار جوړ کړ. لکه د نیسا ښار څنګ ته چي ئې د اڅاک/ اڅک/ اساک/ اسک ښار جوړ کړ. د ترکمنستان پلازمېنه (عشق اباد) هم د اسغ اباد، اسک اپات، اشک اباد، اسک اباد، اڅک اباد او یو وخت د پولتور/ پالتار اڅک په نوم یادېدۍ چي وروسته په ۱۹۲۷میلادي کال شورویانو په عشق اباد مسما کړ. پالوال ټینګار کوي چي د اساک/ اسک اصلي بڼه د پارثي ژبي اڅک دۍ).

وګورۍ د پښتنو نوی پخوانئ تاریخ. دوهم ټوک. ۶۶ او ۳۴۳ مخونه  او د عشق اباد دایرة المعارف    

 زما (لیکوال) بل دلیل چي پورته کلمې اساکو ته منسوبي دي دا دۍ چي اساکو په منځنۍ اسیا، بلخ او شاوخوا سیمو کي امپراتورۍ درلودې خو د اوګانو، اپګانو، اسواکانو... په نوم د کوم حاکمیت سره نه مخ کیږو. دا هم د پام وړ ده چي فردوسي د غزنویانو په وخت کي افغان او اوګان دواړه یاد کړیدي یعني کېدای سي چي بېل به ول.

افغان تاریخ لیکونکی (صدیق فرهنګ) هم پدې هکله زما سره همږغی دۍ او وايي چي مشکله ده د مهابهاراتا اسواکا او په سانسګریت ژبه کي اسواګانه د افغان کلمې پخوانۍ بڼه وبولو.

افغان تاریخ لیکونکی (حمید روغ) هم زما پر خوا دۍ او د خپل کتاب (ما کی هستیم) په ۱۹ او ۲۰ مخونو کی په ټینګه وایي چي اسوریانو ۸۰۰ کاله مخکي تر میلاد اساکو ته اپوګان لقب کاراوه او زیاتوي هغه قومونه چي د دوهم مهاجرت وروسته ئې د کسپین او توري بحیرې تر منځ سیمه پرېښول او د اوبو پر خوا په جنوبي برخو کي تیت و پرک سول عبارت دي له اساکان «اچکزایان»، ساروماتیان «زرمتیان»، زا زيان «ځاځيان»، الاننان د پوهاند رشاد په قول ولیکم وزیر، مایوتان چي په کندهار کی په همدغه نوم باندي یو قبیله سته، ماساغیتان «ماساخیل، موسی خیل»، ایسادونان «ایسا خیل بعدآ عیسی خیل»، اسب زای «یوسف زای».

که څه هم چي فاضل استاد حبیبي پر اساکو ډېر بحث ندۍ کړی خو یو ځای داسي کاږي:

(موسیو هاکن په خپل کتاب «په افغانستان کي د فرانسوي کیندونو لس کلنه نتیجه» کي لیکي چي اساک بدوي خلګ ول او د خپل عمومي مهاجرت مخکي ئې د یونانیاو سره په مزدوري عسکري کول څو وروسته ئې ځني مشران لوړو مقامو ته ورسېدل. لکه هرایوس چي وروسته ئې د یوناني شاهانو په څېر په خپل نوم سکه ووهل او دغه سکه خپله موسیو هاکن په تاشقرغان کي وموندل. هاکن وایي چي دغه قبیله د باختر څخه هریرود ته کښته سوه او د هغه ځایه په هلمند، ارغنداب او شاوخوا سیمو کي ځای پر ځای سوه. د سیستان مشهور پاچا ئې میوس نومېدۍ چي ۷۲ کاله مخکي تر میلاد همدلته پاچا وو. کتاب زیاتوي کله چي دغه صحرا ګښت کوچیان د امو دریاب په جنوب، باختر او شاوخوا کي د پکتها/ پښتنو سره یو ځای سول نو د اساکو نوم پدې سیمو او قبیلو کي پاته سو. لکه سهاک، ساګزي...). د افغانستان مختصر تاریخ. ۸۰ مخ

پوهاند زیار هم سکه، کسي، کاسي او کاس د ساکا ټبر بولي.

فروفیسرفرای د سیستان ساکا د پښتنو لوړ نیکونه ګڼي. پښتون، افغان او افغانستان. ۱۰۴ مخ

بله مهمه خبره دا ده چي د استاد حبیبي، اکادمیسن عبدالشکور رشاد، استاد علي احمد کهزاد، پوهاند محمد حسن کاکړ، محمد عثمان صدیقي، محمد جواد مشکور او انګرېز بیلیو په شان ډیرو تاریخ لیکونکو تائید کړېده چي کله اساک/ اڅکزي دغه سیمي ته راغلل نو سیمه د دوۍ په نوم اسکستان/ سکاستان سره ونومول سوه چي عربو سجستان باله او اوسنۍ بڼه ئې سیستان دۍ څو د دوۍ اخري او دایمي هیواد سو.

 

پام مو اوسه ښاغلو چي زموږ تر اسکستان مخکي نوري پراخي سیمي هم د اسکستان او سکیتیه په نوم یادي سویدي. یوناني تاریخ لیکونکي (استرابو) د توري بحیرې شمالي او شمال شرقي سیمي (دوبروجا) د کوچني اسکستان او کله هم د شرقي اسکستان په نامه یادي کړیدي. دوبروجا Добруджа/ Dobrudzha د توري بحیرې پر څنډه پرته سیمه ده چي په ۱۹ مه مېلادي پېړۍ کي د بلغاریا او رومانیا تر منځ ووېشل سوه. خو لوی اسکستان/ پښتونستان چي په لرغونې یوناني ژبه ئې Σκυθία سکیتیه Scythia باله ۲۰۰ کاله مخکي تر میلاد په یورواسیا کي پراخه سیمه وه چی په نارنجي رنګ لیدل کیږي. د اساکو انګلېسي دایرةالمعاارف:

په روسي فدراسیون کي اوس هم د ساکا په نوم غټ جمهوریت سته. دا چي نوموړی جمهوریت ډېر جواهرات لري نو په یاکوتستان باندي هم یادیږي او پلازمېنه ئې یاکوت اتسک/  یاقوت اڅک نومېږي. په کزاکستان کي هم د اساکو د یو شهزاده ډېر پخوانئ طلایي ګور کشف سویدۍ چي په اسک طلایي ګور مسما دۍ. 

پایله:

لومړئ دا چي د قیس/ عبدالرشید شجره مطلق جعل ده. دوهم دا چي تاسو ښاغلو ولیدل او په اینده کي به هم ووینۍ چي پښتنو نوري پراخي امپراتورۍ هم درلودې او سر لوړی ژوند ئې کاوه. خو متآسفانه چي اوس د نړۍ تر ټولو خوار، ذلیل، بې تعلیمه، بې اتفاقه، بد نیته، خود کش پردئ پرسته او در په دره قوم پښتون قوم دۍ چي ډېر مسؤلیت ئې د مشرانو دۍ. ځکه نو پښتنو ته خواست کوم، زارۍ کوم چي په پټو سترګو په نورو پسې مه ځۍ، د ګاډۍ آسان مه جوړېږۍ، هوښیار سۍ، انتقادي او نوښت ګر سۍ. همداسي د پښتنو مشرانو او مسؤلینو ته هم زارۍ کوم چي ژوند ډېر لنډ دۍ خدای او وجدان ته وګورۍ پر قوم او هیواد تجارت او دلالي مه کوۍ، په لږو امتیازاتو هیواد، ولس او قوم مه خرڅوۍ، یو موټی سۍ، نور قومونه هم د وروڼو په شان په غېږ کي ونیسۍ او تېر عظمت مو راژوندئ کړۍ.

سرچینه: زما (لیکوال) نا چاپه کتاب (د پښتنو، تاجیکانو او افغانانو لرغونی او مصور تاریخ) یوه څنډه.

         انجنیر محمد داؤد اڅک                                                                        ۷ – ۸ - ۲۰۲۵