د چکوش واري

تقریبآ درې کاله کیږي چي واکمنو انډیوالانو ته په شعرونو او لیکنو کي اصلاحي وړاندیزونه کوم، چي ګوندي خدای نن به عمل په وکي سبا به عمل په وکړي. مګر واکداران نه دا چي زما په کیسه کي ندي بلکه د مظلوم افغان ولس او نړۍ پروا هم نلري، ګرسره سر نه خلاصوي چي اولس څه غواړي او ټولنه څنګه پرمختګ کوي. خو زه ئې هم نه پرېږدم (ماندني والایش نیستم). تر څو چي ژوندئ یم او ګوتي مي قلم نیسي د خپل مظلوم ولس ږغ به پورته کوم او د خدای حق به وایم، دردونو او ټپونو ته به اصلي ملحم معرفي کوم. یعني هم به پر واکمنانو او هم به د نړۍ پر ټېکه دارانو باندي ټینګ ټینګ چوکشان واروم. نو دا تاسو او دا هم زما:

 

                         د چکوش واري

 

چي د علم ډېوه بل نه وي تیاره وي

پر جنت وي، پر کابل که پر کعبه وي

 

دسترخوان که ډک له ډیرو نعمتو وي

هر نعمت هره ګوله به بې مزه وي

 

الله نلري هیڅ نیاز شاندار مسجد ته

مؤمین هغه چي پر زړه ئې سجده وي

 

         تر ښونځیو چي ئې ډېري مدرسې سي

د تیارې راتلونکي لویه نښانه وي

 

 افغاني پېغلي به هلته په عزت وي

چي په علم او هنر دوۍ اراسته وي

 

د تقوا ستني به ورځ په ورځ کږېږي

چي مو زور هم عدالت هم محکمه وي

 

سړکان ښه میدانونه هلته خوند کړي

چي خپل جوړ مو هم موټر هم طیاره وي

 

علم موټر دی، طیاره ده، ښه توپک دی

که علم نه وي ټوله ژوند به محتاجه وي

 

چي دېوال په کرامت راته روان کړې

نې منم، چی د ښونځي در دي بسته وي

 

ته که سر وهې د غره سره وهه یه

خو بې علمه سر وهل کودکانه وي

 

د داؤد چکوش ته ځان ټینګ که یارو

چي هر واری ئې ملاک او دوستانه وي

 

 

م. داؤد اڅک