ژبه نه یوازي د افهام او تفهیم بلکه د پوهني، افکارو، علم او تجربو د انتقال وسیله هم ده. ځکه نو ژبه په ژبپوهنه کي د ژوند لومړئ ضرورت بلل سویدی. ژبپوهنه ټولو هغه سوالو ته جواب ورکوي کوم چي په ژبه پوري اړه لري لکه:

 ژبه څه شي ده، ژبه څنګه عمل کوي، ژبه د کومو جوړښتو څخه په وجود راغلې ده، انسان څنګه یو د بل سره اړیکه نیسي، د انسان ژبه د نورو جناورانو د ارتباطي سامان سره څه توپیر لري، کوچنئ څنګه خبري زده کوي، بشري ژبو څنګه پر مختګ کړیدی، ژبي یو د بل سره څه نژدیوالی لري، د نړۍ د ژبو مشترکي ځانګړتیاوي څه دي، انسان څنګه لیکل کوي، ژبه ولي بدلون مومي یا د منځه ځي او داسي نور. یعني ژبپوهنه ژبه په هر اړخیزه توګه مطالعه کوي.

 دا چي ژبه یوه پیچلې انساني او ټولنیزه پدیده ده نو د ژبې د ژوري او هر اړخیزي مطالعې لپاره باید د ټولو هغه علومو څخه ګټه واخیستل سي کوم چي د ژبي سره په اړیکه کي دي. طبعي ده چي د ژبي ژوره مطالعه هر اړخیز او بې پرې رویش ته ضرورت لري څو لیکوال او ژبپوه خپله شخصي سلیقه، علاقه او باور پکښي ځای نکړي. اوس په دې هکله لنډ بانډار کوو چي د ماشوم یا په ټوله کي د انسان په شخصیت جوړولو کي کومه ژبه مهیمه او تاثیر ناکه ده، مورنۍ ژبه که د چاپیریال (محیط) ژبه؟

 دا منو چي ماشوم تقریبآ تر څلور کلنۍ پوري د مورنۍ ژبي څخه ګټه اخلي، خو وروسته وړکتون او بیا ښونځي ته ځي چي د ماشوم لپاره جلا او نوی چاپیریال دی. د کور څخه شروع پدغه نوي ماحول کي د ماشوم شخصیت جوړیدنه پیل کیږي. ماشوم پدغه نوي ماحول کي د ژوند ډیر څه ویني، ډیر څه اوري، ذهني او جسمي فعالیت کوي او د ژوند د راتلونکي په اړه همدلته جالبه او نوي شیان زده کوي نسبت د مور غیږ او خپل کور ته. ځکه چي په کور کي په تکراري ډول لږ څه اوري، لږ څه ویني او لږ څه زده کوي. البته دلته مقصد د کوچني له وضعیت State څخه ندی چي د جسمی، روحي او عقلي تغیراتو پر بنسټ باید بیل پړاونه طئ کړي بلکه بانډار د ژبي پر نقش دی.

 اوس مهیمه داده چي د ماشوم بهرنئ چاپیریال (کوڅه، کلی، وړکتون، ښونځی، پوهنتون) که په هره ژبه وي ماشوم به د ضرورت پر بنسټ هغه ژبه زده کوي او په هم هغه ژبه به خپل ژوند په هر اړ خیز ډول مخته وړي. ځکه چي د ماشوم په ښونه، روزنه، پوهي، علم، تجربه او د افکارو په رشد او پرمختګ کي هغه ژبه ډیر رول درلودلای سي کوم چي ماشوم له هغې ژبي څخه ډیر شیان اخلي، د ژوند ضروریات په هغه ژبه رفعه کوي، د خپل محیط سره تعامل په هغه ژبه کوي، د ژوند نعمتونه او اسانتیاوي په هغه ژبه برابروي، خپل جذبات او احساسات په ښکاره کوي او بلاخره هغه ژبه چي ماشوم خپله مینه او خپل انکار په ښکاره کوي.

 همدا لامل دی په هغه هیوادو کي چي مهاجر ماشومان یا د مهاجر سوو خلګو ماشومان چي په نورو هیوادو کي پیدا کیږي خپله مورنۍ ژبه نسي ساتلای او د لاسه ئې ورکوي چي دا یو طبعي امر دی. ځکه چي یو خو ضرورت نه ورته احساسوي بل دا چي د معصومانه ذوق څخه ئې ورځ په ورځ لیري کیږي. حتا په کور کي هم علاقه لري چي د خپلو وروڼو، خویندو، مور او پلار سره هم د هغه هیواد په ژبه خبري و کړي کوم چي پکښي پیدا سويدی، زده کړي او ژوند پکښي کوي.

 پاته دي نه وي چي په ډیرو قومو کي ډیر محترم، پر وطن او خپله ژبه مین والدین سته چي د ماشوم د دغه علاقې خلاف کوښښ کوي او پر خپلو کوچنیانو فشار راوړي چي په کور دننه پخپل منځ کي په مورنۍ ژبه خبري وکړي څو ماشومان ئې مورنۍ ژبه زده او و ساتلای سي. خو دا کار عملي ندی. ځکه چي ماشوم ترهغه څه اضافه نسي زده کولاي کوم چي په کور کي ئې د مور او پلار یا نورو څخه اوري. یعني کوچنئ چي په کور کي کومه ژبه زده کوي هغه ژبه به معلومداره ډیره محدوده او ابتدائي ژبه وي، چي نه خپل مشکلات په حلولای سي او نه خپلي اسانتاوي په برابرولای سي. لیکل خو لا پر ځای پریږده.

 که څه هم په ځینو اروپایي هیوادو کي د ځینو هیوادو ماشومانو ته په مکتبو کي مورنۍ ژبه د یو ساعت لپاره تدریس کیږي خو دا هم د بشپړي ژبي په زده کړه کي کومک نسي کولای. ځکه چي د ټولنپوهني، روانپوهني او ژبپوهني ګډ اصل دادی چي:

 هر هغه ماشوم چي د ۴ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پوري په یوه ټولنه کي غټ سي د هم هغي ټولني محصول دی.

  درنښت

  ۴ - ۴- ۲۰۲۲