پدې وروستیو وختو کي د اوغان/ افغان او پښتون په هکله هم د پښتنو په منځ کي د اندونو بېلوالی ډېر سویدی او هم د پښتنو  او غیر پښتني قومونو تر منځ حساسیتونه او د نظر اختلافات را پارېدلي دي. یعني ځیني تاریخ لیکونکي اوغان، افغان او پښتون سره جلا کوي خو ځيني ئې یو بولي، دغه یوالي ځیني غیر پښتانه وروڼه دومره خښمولي دي ان چي خپل ځانونه له افغانیته باسي او وایې چي موږ افغانان نه یوو. پدې خاطر چي دغه سؤتفاهم له منځه ولاړ سي او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ فولادي ملي وحدت ټینګ پاته سي نو زه اړ سوم چي تر خپله وسه پر دغه موضوع باندي څه نا څه داسي رڼا واچوم:

کله چي تاریخي مسیر د ابراهیمي ادیانو له مسیر څخه د لرغوني تاریخ په لور واوښت نو په ملتونو کي قومي انګېزې او علاقې را وپارېدې، څو د خپل قوم او ملت د پېژندني په هکله ئې ژوري څېړني او پلټني پیل کړې. معنا دا چي تر اتلسمي پیړۍ پوري د خراسان او سیمي په تاریخي مدارکو کي د ابراهیمي ادیانو تاریخ غښتلی او تاثیر ناکه وو. یعني په تاریخي اثارو کي د قرآن شریف، تورات، انجیل، ذبور، د پیغمبرانو احادیث، اقوال او روایاتو مرکزي رول لوباوه چي غربي تاریخ پوهانو هم پخپلو لیکنو کي له همدغه اثارو څخه په لویه کچه ګټه اخیستل، په تېره بیا د هغه اثارو څخه چي د افغانستان او سیمي په هکله لیکل سوي ول. خو کله چي د اولسمي پېړۍ په پای کي انګرېزي استعمار هند ته د شرقي تجارتي کمپنۍ په نامه داخل سو نو د سیمي پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ښکارهنګي (کلتوري) او  ټولنیزو شرایطو سربیره ئې پر تاریخي روند باندي هم نېغ په نېغه اغېزه وکړل، یعني تاریخي روایتونو او تاریخي لیکنو بلکل تغیر وکړ.

پدې معنا چي: د انبیاوو تاریخ د تاریخ لیکني څخه لیري سو او ځای ئې د غیر ابراهیمي ادیانو هغه پيښو، کیسو او افسانو ونیوۍ چي نن ورځ لرغونی تاریخ نومیږي. په لرغوني تاریخ کي انسانان پر دوو غټو ډلو (اریایي او غیر اریائي) باندي و ویشل سول. اریائیان چا نه پېژندل او تر نن ورځي پوري هم په دقیق ډول نه دي پېژندل سوي، خو کله چي د اتلسمي پېړۍ په پای کي اریایي په غیر مستند ډول د اصیل او نجیب په معنا مرکزي حیثیت پیدا کړ نو تاریخ لیکونکي هم علاقمند سول چي خپله سیمه، خپل قوم او خپله ژبه اریائي ثابت کړي. چي دا کار په انسانانو کي د وېش او تعصب غښتلی لامل سو. د لرغوني تاریخ د لیکوالانو له مخکښانو څخه یو هم انګرېز جان مالکوم (۱۷۶۹- ۱۸۳۳م) شرق پیژندونکی، سیاست پوه او تاریخ لیکونکی دی چي د شرقي هند په کمپنۍ کي افسر وو او ایران ته ئې څو ځله دیپلماتیک سفرونه هم کړیدي.

جان مالکوم چي په فارسي ژبه پوهیدۍ پر نورو کتابو سربیره ئې د (پارس تاریخ) په نامه هم یو کتاب لیکلی دی او په دغه کتاب کي ئې د ایران او سیمي تاریخ په اریائیانو او د اریائیانو په مهاجرت پوري تړلی دی چي دغه سلسله تر نن ورځي روانه ده. همدا لامل دی چي تاریخ لیکونکو د ریګویدا، اویستا، بندهشن او دینکرت په شان تاریخي کتابو ته مخه کړل او د لرغوني تاریخ مینوال پداسي حال کي ډېر سول چي په سیمه کي تر اریائیانو مخکي د سیند، مندیګک، ارته، سومر... په شان پراخ او ښکلي تمدنونه موجود ول چي ډېر ئې د اریائیانو لخوا ړنګ سول لکه د سیند تمدن...، یعني اریائیان چي نن ورځ خلګ په تېره بیا افغانان په نازېږي هیڅ داسي څه نه لري چي تر غیري اریایې خلګو دي ښاغلي وبلل سي. خیر اوس به راسو خپل اصلي بانډار (اوغان/ افغان او پښتون) ته.

ایا اوغان/ افغان یو او د پښتون په معنا دی؟

دې سوال هم حساسیتونه را پارولي دي او هم ئې د کورني او بهرني تاریخ پوهانو اندونه سره وېشلي دي. د نعمت الله هروي، محمد حیات خان، راورټي انګلیسي، سراولف کیرو او بیلیو انګلیسي په شان تاریخ لیکونکي پښتانه افغانان بولي او افغانان بیا د کیس (عبدالرشید) اولاده ګڼي چي د غور څخه مکې شریفي ته ولاړۍ او د حضرت محمد (ص) سره ئې ولیدل...، کیس بیا د افغانه ټبر بولي چی د ارمیا زوی او طالوت لمسئ دی. خو دغه نظریه د البیروني، کهزاد، العتبي، برنارد ډورن او مالکوم په شان کورنيو او بهرنيو تاریخ لیکونکو رد کړېده. زما (لیکوال) په اند هم د عبدالرشید نظریه یوه افسانه ده، ځکه چي اسلام د حضرت محمد (ص) په وخت کی زموږ سیمي ته نه بلکه د (خلفای راشدین) په دوره کي رارسېدلی دی. د یوه روایت له مخي د حضرت عمر بن خطاب په وخت کي د احنف بن قیس په مشري په کال ۶۴۳ میلادي کي د نیشاپور او هرات په نیولو سره ساساني سلسله پای ته ورسېدل او سیمه عربي مسلمانانو ونیول. بل روایت وایي چي په کال ۶۵۰ میلادي د عثمان بن عفان په خلافت کي د ساسانیانو امپراطوري را نسکوره سوه چي اخیري پاچا ئې (دریم یزد کرت) وو. پداسي حال کي چي حضرت محمد (ص) د یولسم هجری کال د ربیع الاول په دولسمه د ۶۳ کالو په عمر رحلت وکړ چي د ۶۳۲ میلادي سره برابره ده. همداسي د کیس د روایت تصدیق یا ذکر نه د (شرح صحابه) او نه د (اسمآ رجال) په کتابو کي سویدی، نه هم په کوم اسلامی تاریخ، اسلامی معتبر اثر او نه هم په کوم نبوي حدیث کي د بنی اسراییلو سره د پښتنو نسلي تړاو یاد سویدی. که څه هم چي د قرآن شریف په سورة البقره ۲۴۷ کي د طالوت ذکر سویدی خو د پښتنو سره په تړاو ئې هیڅ نسته. بل دا چي که پښتانه اسرائیل وي بیا نو د افغان تاریخ لیکونکي (ښاغلي سعدالله جان برق) په خبره دوۍ ولي خپله پلرنۍ او مورنۍ عبري ژبه هېره کړه او پښتو ژبي سول. یا که اسرائیل د ژبپوهني پر بنسټ په نوي چاپېریال کي اقلیت ول او د اکثریت ژبه پر تحمیل سوې وي بیا نو د افغانانو په اوسنۍ سیمه کي دغه اکثریت خلګ څوک ول؟

افغان تاریخ لیکونکی ښاغلی حمیدالله روغ د خپل کتاب (ما «کی» هستیم؟) په ۱۹ او ۲۱ مخونو کي اوغان او افغان سره جلا کوي او لیکي چي افغان د پښتون معادل ندی، افغان د یوې جغرافیې نوم دی، افغان د یوه ملت نوم دی چي د افغانستان ټول قومونه په غېږ کی نیسي. خو د اوغان په هکله په خپله یوه لیکنه (اوغان معادل افغان نیست و اوغانستان معادل افغانستان نیست) کي داسي لیکي:(پدې اخیرو کلونو کي ځینو ښاغلو لیکلي دي چي اوغانان اصلآ په مکران «د کرمان او اصفهان منځ کي» اوسېدل او استوګن ځای ئې اوغانستان نومېده، څو همدغه اوغانان زموږ سیمي ته راغلل او خپل نوم ئې زموږ پر وطن کښېښاوه. ښاغلی روغ دغه روایت ردوي او وایي چي اوغان د چنګېز یو قوماندان وو او د خپل لښکر سره په مکران کي اوسېدۍ څو ډله ئې د سیميزو خلګو لخوا اوغانان او ځای ئې اوغانستان وبلل سو چي د افغانانو او افغانستان معادل ندي. که څه هم چی ښاغلی روغ پدې هکله ځانګړی مآخذ نه وړاندي کوي خو دغه خبره د مرحوم حبیب الله تږي په قول په لږ توپېر سره پولنډي تاریخ لیکونکي (کروسنسکي) د خپل کتاب (د یوه سیاح خاطرات) په ۲۱ او ۲۳ مخونو کی داسي کړېده:(کله چې ګوډ تېمور ارمنستان او نور ګاونډي ملکونه ونیول نو دغه خلک «اوغانان» یې یو لیري ملک ته چې د پارس او هند ترمنځ پروت دی ولېږل...). د کروسنسکي منظور له دغه ملک څخه اوسنئ کندهار دی. خو مرحوم تږی د کروسنسکي سره موافق ندی.

افغان تاریخ لیکونکي کاندید اکادمسن محمد عظم سیستاني د (ایا اوغان معادل افغان نیست؟) په عنوان لیکنه کړېده او په ټینګار سره وایي چي:(اوغان او افغان یو دی او د پښتون په معنا دی. ښاغلی سیستاني دلیل راوړي چی غیر پښتني قومونه پښتنو ته اوغان او اوغو وايي). رشتیا هم ځني قومونه لکه تاجیک، هزاره، اوزبیک... پښتنو ته اوغان/ اوغو وایي او په نوموړو وروڼو قومونو کي یوه اصطلاح سته چي یو د بل په مقابل کي ئې داسي کاروي: قهر اوغان رحم تاجیک/ قهر اوغان رحم هزاره/ قهر اوغان رحم اوزبیک. همداسي د ۱۳۷۱ هش وروسته کله چي تنظیمي جنګونه پیل سول نو په یوه مرحله کي حزب وحدت د عبدالعلي مزاري په مشري او حزب اسلامي د ګلبدین حکمت یار په مشري د شورای نظار په مقابل کي چي احمدشاه مسعود ئې مشري کول ګډه جبهه جوړه کړل او ډېر خونړي جنګونه ئې وکړل. پدغه وختو کي به هزاره وروڼو ویل چي:(ازره و اوغو برارند – دشمن شورای نظارند).

ګرانو لوستونکو مخکي لدې چي زه (لیکوال) د افغان په هکله خپله شتمني ستاسو سره شریکه کړم بده به نه وي چي پدې هکله د څو نورو کورني او بهرني تاریخ لیکونکو له اندونو سره هم اشنا سو.

ابن بطوطه مراکیشئ چي د ۱۳۴۰ میلادی په شا و خوا کي ئې افغانستان ته سفر کړیدی د خپل کتاب (د ابن بطوطه سفر نامه) په ۴۰۶ مخ کي داسي لیکي:(وروسته مي کابل ته سفر وکړ چي د افغانانو په نامه د عجمو طائیفې ژوند پکښي کوي. کابل له پخوا څخه د افغاني شاهانو مرکز وو، افغانان په غرونو کي کلک مورچلونه لري او غښتلي خلګ دي...).

البیروني د خپلي تحقیقي رسالې «التفهیم» د دریم اقلیم په بیان کي او د «الصیده» کتاب د زیتون د وني په بیان کي د هندوکش غرونه د چین څخه تر زابل او بُست پوري د افغانانو غرونه بللي دي.

امریکایي تاریخ لیکونکې میرمن (ماري لویس کلیفورد) پخپل کتاب (د افغانستان هیواد او خلګ ئې) چي مرتضی اسعدي ترجمه کړیدی د عربي مؤرخینو له روایاتو څخه نتیجه اخلي او په ۱۴۱ مخ کي لیکي چي:(عربو د اوه ګانه «افغان» نوم د چټکو آس سپرو په معنا پر بیلو قومو «پښتون، تاجیک، ازبیک...» باندي اطلاق کړیدی).

د نړۍ مشهور مؤرخین او ژبپوهان لکه: کریستن لاسن ناروېجئ، ایریکلوس او جان مارتین فرانسویان، مک کرندل او الکزاندر  انګریزان بیا پدې باور ول چي اپګان (افغان) د باختر او کامبوچه هغه آس سپرو ته ویل کېدل چي اویستایي دین ئې درلود او د عربو په مقابل کي ئې مقاوت کاوه. دغه قول استاذ حمید نوید هم په خپل کتاب (د افغان کلمې ریښه موندنه د تاریخي اسنادو په رڼا کي) تائیدوي او د افغان په اړه د هندي محقق (اګره وال) قول چی سانسګریت ئې مطالعه کړیدی داسي را نقلوي:

(د افغان کلمه د کوم خاص قوم یا ټبر په معنا نده او نه د کوم ځانګړي قوم معرفت کوي). استاذ نوید مخته ځي او وایي چي:(ابګان، اپګان په عربي لهجه کي افغان سویدی خو عراقي تاریخپوه «ابن اثیر» د افغان کلمه پخپل پخواني شکل ابګان سره لیکلې ده).

علامه عبدالحی حبیبي هم د خپلي مقالې (افغان او افغانستان) په شپاړسم مخ کي چی ښاغلي حبیب الله رفیع ژباړلې ده کاږي چي :(ابن اثیر په الکامل کي دوۍ په پخوانۍ املا ابغان باندي لیکلي دي).

سیف هروي هم په خپل کتاب (تاریخ نامه هرات) کي د اټک پر غاړو څو ځله د افغانستان ذکر کړیدی او افغان، اوغان ئې یو او پښتون بللی دی. سراولف کیرو هم د خپل کتاب (پټانز) د پښتو ژباړي په ۱۳۳مخ کي اپګان، ابغان او افغان یو او پښتون بولي.

افغان شاعر او لیکوال (عبدالباري جهاني) هم د اوغان په عنوان مستنده لیکنه کړېده چي اوغان، افغان او پښتون یو بولي خو اوغان بیا پر مغولو او پښتنو باندي داسي وېشي:(هغه مغول اوغانان چي د آل مظفر د قدرت په وخت کی په کرمان او د هغه ولایت په شاوخوا سیمو کی ژوند کوي... له هغو افغانانو یا پښتنو سره چی د سلیمان غرو په لمنو کی ژوند کوي... ډېر توپیر لري).

بېله شکه چي د زرهاوو کالو مخکي د پېښو سمه او واقیعي بڼه معلومول مشکله حتا ناممکنه ده او تاسو ولیدل یا مو لیدلي دي چي د اوغان، ابګان، اپګان، اسوکان، اپوګان، او- پو-کین... په هکله ډېرو کورنيو او بهرنيو تاریخ لیکونکو بېل بېل نظریات وړاندي کړيدي. خو ما اڅک هواباز چي تر کمه ځایه پلټنه کړېده لاندي نظریه په نسبي ډول هم دقیقه او مستنده برېښي او هم په اسانی سره نتیجه ځني اخیستل کیدای سي او هغه دا چي:

اوغان/ اوغو په بیلو ژبو کي بېل بېل معنا سویدی، د (ابادیس ډکشنري) په حواله په ترکي او نورو ژبو کي د قهرمان، قهرمان زوی، رب، پیداکونکی، جنګره... په مفهوم معنا سویدی. خو زما (لیکوال) د پلټني پر بنسټ اوغان/ اوغو چي اویستایي شکل ئې (اوه) دی د خوش خویه، خوش اخلاقه او مهربان په معنا دی. المانئ ژبپوه او تاریخپوه (فردیناند یوستي) هم زما سره همږغی دی او په خپل کتاب (ایراني نومونه) کي اوه د مهربان او خوش خولقه په معنا اویستايي کلمه بولي. ارمني تاریخپوه موسی کاغان هم پخپل کتاب (د اوغان تاریخ) کی په خوش خویه، نېک او مهربان معنا کړیدی. علامه حبیبي د همدغه مقالې (افغان او افغانستان) په اتم مخ کي داسي لیکي:(اوه، اوه ګان په لرغونو اریایي روایاتو او شاهنامو کي دؤد وو او که د یوستي په اند ئې ریښه اویستایي وبولو نو معنا به ئې مهربان او لاس نیونکی وي، که بیا وروسته د یوه قوم یا ټولني په معنا اوښتی وي ليري نده. دغه روایت د شاهنامي فرهنګ «ښکارهنګ» په دوولسم مخ کي هم تائېد سویدی).

ځینو تاریخ لیکونکو اوغان د یافث کړوسئ بللی دی خو د اسنادو او شواهدو څخه پښتون ثابتېږي. اوغان ۲۲۰۰ کاله مخکي پر پراخه سیمه باندي حاکم وو چی وروسته د ده په نامه ونومول سوه، دغه سیمه چي د قفقاز غرو په لمنو کي پرته ده په بیلو پړاوو او حکومتو کي ئې جغرافیایي بدلونونه موندلي دي، یعني بیلي سیمي د اوغان په نامه یادي سویدي. تر اسلام مخکي ټول ختیځ قفقاز د اوغان په نوم یادیدۍ خو په اسلامي عصر کي د «کُرا» او «ارئس» سیندونو تر منځ سیمو ته اوغان/ افغان ویل کېدل.

ګرجئ ژبپوه (وارتان ګریګوریان) د ارمني تاریخپوه (ګوریون) سره موافق دی او په خپل کتاب (د معصر اوغانستان ظهور) کي د موضوع په تائېد لیکي چي:(موږ نه باید په دغه ږغیږ ورته والي خطاوزو ځکه چي د اوغان، ابګان او اپګان کلمې د هغه خلګو لپاره کارېدلې چي په اذربائیجان او شا خوا سیمو کي اوسېدل، دغه کلمې په پنځمه میلادي پیړۍ کي د ارمنستان په ادبیاتو کي د همدغو خلګو په معنا کارول سویدي).

داکتر بیلیو هم افغان د اوغان اوسنئ شکل بولی او زیاتوي:(مخکي لدې چی عرب افغانستان ته راسي د ارمنستان د غرنیو اوغانانو سره اشنا ول). جوانشېر قره باغئ چي د (قره باغ تاریخ) ئې په ۱۸۴۷ میلادي کي لیکلی دی کاږي چي:(تفلیس، ګنجه، ایروان، نخجوان، ارد وباد، بردع او بیلقان ښارونه ټول د اوغان په نامه یادېدل او زیاتوي چي د اوغان په سیمو کي ۲۶ قومونو ژوند کاوه. د ارمنستان دایرة المعارف تائېدوي چي لاندي سیمي هم د اوغان سیمي وې لکه: یغني «خني»، کامبجان، بګ، شکي، ګتارو، خوغمار، ګغام، حمباس، قاق دښت او هدګري میدان. ارمنئ تاریخ لیکونکی (موسیز داسخور) په خپل کتاب (د اوغانستان تاریخ) کي لیکي چي اوغانان د داغستان، اذربائیجان او شرقي ارمنیا سیمي وې چي پلازمېنه ئې پرتاو وو.

پوهاند حسن کاکړ هم د خپل کتاب (پښتون، افغان، افغانستان) په ۱۲۱ مخ کي د چینایي تاریخ پوه (هیون تسانګ) قول تائېدوي چي اپو کین (افغان) د یوې سیمي نوم وو او زیاتوي چي انګرېزي جورج کننګم هم په خپل کتاب (د هندوستان پخوانۍ جغرافیه) کي دغه روایت تائېد کړیدی.

افغانه تاریخ پوه (صفیه حلیم) هم د اوپکیان په عنوان لیکنه کړېده او داسي کاږي:(هیون تسانګ د بامیان او غزني نه بنو ته په لاره کي یوه سیمه د «اوپکیان» په نوم یادوي چي بریتانوي لرغونپوه «جورج کننګم» دغه «اوپکیان» د افغان چنایي بڼه بولي. مېرمن حلیم زیاتوي چي اوپکیان وروسته د عربانو لخوا افغان سو).

علامه علی احمد کهزاد هم په خپل کتاب (افغانستان په شاهنانه کي) افغان د اس ځای/ د اس سپرو ځای معنا کړیدی.

د (اران، اذربائیجان جنایات او پراختیا غوښتنه) په کتاب کي چي ارمني الاصل ایراني (ادیک باغدا ساریان) تالیف کړیدی داسي راغلي دي:(کله چي د میلاد نه دوې پیړۍ مخکي د هلنیستي لومړۍ اشتراکي ټولنه پای ته ورسېده سمدستي لومړۍ طبقاتي ټولنه «غلامي او باداري ټولنه» رامنځته سول څو وروسته ۲۶ قومه په تفاهم او یوالي سره د اوغان په مشري د «اوغان شاهیک» تر واحد حاکمیت لاندي سره یو ځای سول، د پاچاهي اعلان ئې وکړ او سیمي ئې د «اوغان» په نامه ونومول سوې. د اوغان شاهيک پوځ ۶۲۰۰۰ پیاده او ۲۲۰۰۰ سپاره لښکر درلودل. دا چي د ارمنستان سره ئې ښه مناسبات لرل نو د لښکرو شکل ئې هم د ارمنستان په ډول وو او په ښکارهنګي «کلتوري» لحاظ هم د ارمنیانو تر تاثیر لاندي ول. اوغانان جنګجویه خلګ ول ان چي کله کله به په پردیو لښکرو کي هم جنګېدل. اوغانانو د اور، لمر او بُت پرستیش کاوه خو په ۳۷۰ میلادي کي د اوغان پاچا «اورنایر» Urnayar مسیحیت قبول کۍ.

کله چي په کال ۳۸۷ میلادي کي لوی ارمنستان د روم او ساسانیانو تر منځ و ویشل سو نو د شرقي ارمنستان ارتساخ Artsakh او  اوتیک Utik ښارونه په اوغان پوري وتړل سول څو چي د نوموړو ښارو له یو ځای کیدو وروسته د اوغان نوم جغرافیایي او سیاسي اهمیت پیدا کړ. یونانئ تاریخ پوه «استرابون» هم په خپل کتاب «جغرافیه» کي ارتساخ چي د کُرا سیند راسته خوا ته پروت دی د ارخیستینه Orkhistene په نامه د ستر هایک «ستر ارمنستان» یو ښار بللی دی او زیاتوي چی د چټکو اس سپرو ځای دی او په همدې خاطر ئې شهرت درلود.

باغدا ساریان زیاتوي چي د اوغان دغه جغرافیایي مؤقیعت د پایلوچو تازیانو تر وخته ژوندئ وو خو کله چي لومړئ تازیانو او بیا مهرانیانو سیمه ونیول نو د نهمي میلادي پیړۍ په پای کي اوغان د ارمنستان برخه وګرځېدل. په نوموړي کتاب کي دا هم راغلي دي چي تر ۴۶۲ میلادي پوري مخکي تر پرتاو د کاپاغک ښار د اوغان پلازمېنه وه). پاته دي نه وي چي په کندهار کي د کاپاغک په تحریف سوي شکل د کاغانک په نامه سیمه لرو.

ارمنئ تاریخ پوه (موسیز) وایي چي ارمني ژبپوه (میزوپ مشتوس) وکړای سول چي په پنځمه میلادي پېړۍ کي د ارمني او ګرجي الفبې تر څنګ افغاني الفبې هم ولیکي، خو د افغاني تاریخي منابعو او اسنادو سره یو ځای افغاني لیکدود او الفبې هم له منځه تللي دي.

دا چي د پخوا څخه په منځنۍ اسیا او هم د ډیورینډ پر بله غاړه د اوغان/ اوغانستان په نامه سیمي وې او د تاریخ پوهانو تر منځ ئې لانجه رامنځته کړېده لامل ئې د افغانانو کوچېدل دي د یوه ځای څخه بل ځای ته، لکه د پښتنو (پکتیس) کوچېدل د بلخ څخه د افغانستان جنوب ته. مرحوم حسن کاکړ د همدغه موضوع په تائېد د خپل کتاب په ۱۲۷مخ کي د مرحوم کهزاد نقل قول کوي چي وایي:

(د پکتیانو یوه کوچنۍ څانګه د ارمنستان په غربي خوا کي استوګنه سول چي هلته هم د پکتیس په نامه او ځای ئې په پکتیکا سره مشهور سو). دا باید هېره نکړو چي په ارمنستان کي د پکتیکا په نامه سیمه تقریبآ ۲۵۰۰ کاله مخکي یوناني تاریخپوه (هرودت) هم یاده کړې او انګرېز بیلیو تائېد کړېده.

پایله دا چي: ځیني بهرني مؤرخین افغانان د ګُرجیانو ټبر بولي، عبدالرزاق سمرقندي او ډورن ترکان بللي دي، بیلیو او جورج کیپل ئې ارمنیان بولي، د میر خواند او محمود کُتبي په شان تاریخ پوهانو مغل بللي دي... . خو زه (لیکوال) د ټولو ښاغلو مؤرخینو برعکس پدې باور یم چي ترکان، ارمنیان، ګرجیان، مغل... ټول اوغانان (افغانان) دي چي د اوغان په سیمه کي اوسېدلي دي او همدغه نوم ئې د ځان کړیدی، لکه اناتولي چي د ګوګ ترک په نامه ترکیه ونومول سوه، خو افغانان وروسته بېلو سیمو ته کوچېدلي او بېل بېل هیوادونه ئې جوړ کړیدي. د افغانانو، مغلو او ترکانو د امېزش ښه بېلګه د زابلستان په افغاني هپتالیانو (ابدالیانو) کي لېدلای سو. همداسی د ترکیې په اوسنۍ ولسي جرګه کي سینان اوغان وینو. انشاء الله که ژوند وو په خپل راتلونکي کتاب (د پښتنو او افغانانو لرغونی او مصور تاریخ) کی به د همدې دعوا پر ثبوت سربېره پښتانه او اریائیان هم په مفصل او مستند ډول در وپېژنم چي څه معنا، څوک دي او له کومه راغلي دي. لنډه دا چي پر پښتونو سربېره شغنانیان، تاجیک، هزاره، اوزبیک، بلوڅ، پشه یي، ایماق، ګوجر، قزلباش، پامیریان، نورستانیان، عرب، سادات، اهل هنود، براهویان... یعني ۲۶ قومه افغانان دي. سربېره پر دې د ۱۳۴۳ هش کال په اساسي قانون کي د افغانستان ټول وروڼه قومونه د یوه ملت (افغان) په نامه نومول سویدي. اوس لازمه ده چی ټول افغانان د ګران افغانستان د سمسورتیا او پرمختګ لپاره د میني په فضا کي بېله هر ډول تعصب څخه ګډ کار او د ورورۍ ژوند وکړي.

سرچینې:

- افغان او افغانستان. علامه حبیبي. د حبیب الله رفیع ژباړه

- د پښتنو اصل او نسب. ډاکتر حبیب الله تږی

- پښتون، افغان، افغانستان. پوهاند محمد حسن کاکړ

- ما «کی» هستیم؟. سید حمیدالله روغ

- پټانز. سراولف کیرو. د شېرمحمد کریمي ژباړه.

- د افغانستان د قوم پېژندني مطالعه. ډاکتر بیلیو

- ایراني نومونه. فردیناند یوستي المانئ

- د قره باغ تاریخ. جوانشېر قره باغئ

- د اوغان تاریخ. موسی کاغان

- د اوغانستان تاریخ. موسیز داسخور

- ارمني دایرة المعارف

- فارسي دایرة المعارف

- ابادیس ډکشنري

 په درنښت

 

۱۹ – ۱ – ۲۰۲۴