د ښځې داعیه دانسانیت او پر مختګ داعیه ده. ښځه انسان دئ او دانساني کرامت او ذاتي انساني حقونو درلودونکي، آزاده دنیا ته را غلې اولکه نر ذاتأ دهر ډول تشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم او بې عدالتئ څخه مصؤنه ده. ښځه دانسانیت له مخې دنر سره برابره ده او دبشر آزادي دشځې او نر په برابرئ کې تحقق مومي. ښځه مورده او جنت دمور په پښوکي دئ او د مور حق ادا کول او درناوي دهر زوي؛ لور اوسړي غوره دنده شمیرل کیږي. له دی ځایه ده چې دشځې دبشري حقونو تامین او په ټولنه کې دښځو د انساني او عزتمنده او سوکاله ژوند او وړمقام دتثبیت لپاره مبارزه او جدو جهد دپرمختللی بشریت او دنړي دټولنیزو او مترقی غورځنګونو او دملګرو دملتونو دسازمان د منشور اودبشری حقونو دسازمانونو او ددموکراتیکو دولتونود مبارزی؛ هڅو او هاند په محور کې قرار لري.

 ښځه داسلام په مقدس دین کی ځانکړي ځاي لري. بنا پر دې هر څوک چې په انسانیت او اسلامیت باور لري نه یوازې دشځې انسانی حقونو تر پښو لاندې کولو څخه باید ډده وکړي، بلکه د ښځې دانسانی کرامت اوبشری حقونو درناوئ؛ تامین او ساتل یی یو ه انسانی او دینی وجیبه وګني. ښځه دنوو او زړو نووفکرونو، پرمحتگ او شاه تګ همدا ډول د پرمختلونکو او په شاتلونکو ِغورځنګونودمبارزی په محور کې قرار لري او دیوه هیواد پر مختګ دهغه هیواد دښځو د پرمختګ له مخی ټاکل کیږی. یا په بل عبارت هغه هیواد ته پر مختللی هیواد ویلای شو چی ښځې یی دانسانی او ټولنیزوحقونو څخه برخورداره وي او سوکالَه ژوند ولري. او برعکس هغه هیوادونه لکه زمونږ هیوا چې شځې ېې داسارت او ستم لاندې ژوند کوي په وروسته پاتی هیوادونه شمیرل کیږي.

 دا پداسی حال کی ده چه چې په افغانستان کې ښځه د منځنیوپیړیودمنحطو دودونو او ضد انسانی ظالمانه چلند او دنر او ټولنې ددوه ګونی ستم او دجنسیتی تبعیض څخه خلاصون نه مومي اوله بده مرغه زمونږ په ټولنه داسې وګړې لږ ندي چې ښځې ته ددوهمه درجه انسان په سترګه ګوري اوښخې د کورني تشدد، زور او زیاتي له امله وهل، ټکول، سنګسار او وژل کیږي او یا دتشدد او ناخوالو څخه ډک ژوند څځه دخلاصون لپاره خپله مرګ ته پناه وړي او یا ځان سوځي؛ نجونې په بدو کې ورکول کیږي اوداجباري او دقانونې سن نه مخکي نکاح اوواده ته اړی ایستل کیږي اودولور دنامه لاندی په واقعیت کی اخیستل او خرڅول کیږي او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او لازم ګډون څخه محرومې دي.

 په افغانستان کې د ښځو ددي ناوړه وضعیت علتونه او عوامل ډیردي. خوعمومی وروسته ړاتی والی؛ زاړه فکرونه او په ځانکړی ډول؛ دینی افراطیت او استبدادي نظامونه او دښخې په وړاندي د افراطی او ارتجاعي ځواکونو ضدیت او پرله پسې مخالفت اومقاومت چی همدا اوس هم دوام لري؛ دافغان ښخی داوسنی ناوړه وضعیت اساسی علل او عوامل شمیرل کیږی. دافغانستان د اسلامی امارت دمقامانو دوروستی تصمیم له مخی دابتدایی اولوړو زدکړو څخه د نجونوممانعت ڼه یوازی دښخی انسانی مقام او بشری حقونه تر پشو لاندی کول دی؛ بلکه دهیواد دعمومی پر مختګ سره مخالف شمیرل کیږی چه باید زر تزره دا تصمیم بیرنه واخیستل شی او افغان نجونو ته دزدکړی فرصت بیرته ورکړ شی او دهیواد دوروسته پاتی والی مخه ونیول شی اودافغانستان دښځو دانسانی حقونود تامین لپاره دښځودسازمانونو او مدنی ټولنې دنهادونو اوټولو سیاسي ګوندونو د شوو هڅو او هاند څخه باید قاطعانه ملاتړ وشي.

 

 او دافغانستان او مترقی نړی تجربی ثابتوي چې په افغانستان کې ښځه هغه وخت کی په تمامه معنی دتشدد، تیري، ظلم، اسارت، ستم او بي عدالتیو څخه خلاصون موندلئ شي او دخپلو انسانی حقونو څخه په عمل کی برخه منه کیدلای شي چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد دموکراتیک، مترقي او عدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کی دمسلط جریان په توګه تثبیت اووپیژندل شي او دهغې په نتیجه کې په هیواد کی یو کارا دموکراسی اوسوکالئ ځواکمن، حقوقی اودموکراتیک دولت رامنځته شي او استقرار ومومي. بریالی دی دوی، آزادئ، برابری او سوکالئ لپاره دافغانستان دښځو قهرمانانه اونه ستړي کیدونکې مبارزه او هڅې او هاند.